• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ لړم ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

«پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

نیما نیما
۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1793102990]
social media

social media

۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي، چې د افغانستان د نشه‌يي توکو د مافیا د پلار په نوم مشهور حاجي بشر نورزي ته یو نږدې کس له پانګه‌والو او سوداګرو په زور پیسې اخلي او باج ترې غواړي. د سرچینو د ادعا له مخې، هغه ان د سوداګرو د خپلوانو په تښتولو کې هم لاس لري او په یوه مورد کې یې په کابل کې له یوه کسه د هغه د نږدې خپلوانو د خوشې کولو په بدل کې د پام وړ پیسې اخیستې دي. یو شمېر سوداګر وایي چې هغه د دوی له سوداګرۍ او شخصي پانګونې ونډه غواړي او پیسې ترې اخلي. د سرچینو په وینا، هر څوک چې د پیسو له ورکړې ډډه وکړي، د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي. هغو سرچینو چې ۸صبح ورځپاڼې ورسره خبرې کړې، تایید کړې چې په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ او د دې ډلې استخبارات د دغه کس د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې خپله بې وسي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تاسې باید «پخپله جوړ جاړی وکړئ، ځکه هغه د حاجي بشر نورزي وراره دی.»

social media

د دې راپور موندنې ښيي چې دغه کس ځان «سفیر الماس»، چې په الماس نورزي مشهور دی، معرفي کوي او په انسټاګرام کې هم په همدې نوم پاڼه لري. هغه په دې پاڼه کې د خپلو موټرو د کاروانونو، مېلو او وسلو ویډیوګانې او سټورۍ خپروي. په ځینو ویډیوګانو کې یې فارسي او پښتو مستې سندرې اورېدل کېږي او د حاجي بشر نورزي عکسونه هم له دغو سندرو سره په خپلو سټوریو کې خپروي؛ دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د موسیقۍ اورېدل حرام اعلان کړي دي.

یوه باوري سرچینه وایي چې سفیر الماس د حاجي حاکم زوی او د حاجي بشر نورزي وراره دی؛ حاجي بشر نورزی د افغانستان په پابلو اسکوبار مشهور دی. د سرچینو په وینا، د حاجي حاکم له مړینې وروسته د هغه د دغه زوی سرپرستي حاجي بشر نورزي ته سپارل شوې وه. سرچینه وایي چې د امریکا له خوا د حاجي بشر نورزي تر نیول کېدو وروسته، د هغه مشر زوی د سفیر الماس سرپرستي پر غاړه اخیستې وه.

سرچینې وایي چې سفیر الماس له لسګونو ساتونکو او څو زغروالو، تورو ښیښو لرونکو موټرو سره سوداګرو او پانګه‌والو ته زنګ وهي، په خپله ورځي او ترې د ونډې غوښتنه کوي. د سرچینو په وینا، هغه سوداګرو ته وخت ټاکي چې غوښتل شوې پیسې ورکړي؛ که نه، نو باید د خپل مرګ په تمه و اوسي.

social media

دغه پانګوال تاییدوي چې د طالبانو امنیتي ادارو په ځانګړې توګه په کابل کې د دې ډلې امنیه قوماندانۍ او استخباراتو ته ورغلي دي؛ خو هغوی ته ویل شوي چې هېڅ کار یې له لاسه نه کېږي.

سرچینې وایي چې هغه په مستقیم ډول پانګوالو ته وایي چې په فلانۍ پروژه کې ونډه لري او شریک دی. خو کله چې ترې وغوښتل شي چې د خپلې ونډې لګښت ورکړي، ګواښ کوي او وایي: «که دې ژوند ته زړه وي، له ما ونډه مه غواړه، یوازې پیسې راکړه.»

ځینې سوداګر وایي چې هر کله د طالبانو امنیتي ادارو ته ورشي، دغه ادارې د هغوی د ورتګ او شکایت په اړه سفیر الماس ته خبر ورکوي. د دوی په وینا، له دې وروسته سفیر الماس یو ځل بیا ګواښ ورته کوي چې باید خپلو شکایتونو ته دوام ورنه کړي.

یو سوداګر وایي: «هر ځل چې راځي، له ځان سره ۴۰ تر ۴۵ پورې وسله‌وال او څو موټر لري. پر خدای قسم، له وېرې مو لاسونه او پښې لړزېږي. هغه یوازې له ما باج نه اخلي، بلکې له ټولو یې اخلي. ان هېڅوک جرئت نه لري چې له هغه شکایت وکړي، ځکه په هر ځای کې ورته راپور ورکوي.»

په کندهار کې یوه سرچینه د سفیر الماس په اړه وایي: «هغه ډېر بې‌بندوباره او اوباش کس دی. هغه د بشر نورزي د ورور زوی دی او د تره زوی یې هم شوکمار دی. دوی نجونې او هلکان هم اړ باسي چې جنسي اړیکو ته غاړه کېږدي.»

دغه سرچینه زیاتوي: «دغه ځوانان خپل ډېر وخت په نیمروز کې په مېلو او ساعتېرۍ تېروي. بشر نورزي ورته زغروال موټرونه اخیستي دي. هر کله چې بشر نورزی لرو پرتو سیمو ته سفر کوي، دغه ځوانان هم ورسره په هماغه کاروان کې ملګري وي. په خپل پاتې وخت کې شوکې کوي.»

social media

یوه بله سرچینه وایي: «د دغو ځوانانو په اړه شکایتونه بشر نورزي ته هم رسېدلي دي. نورزي څو ځله د هغوی وسلې ترې اخیستې، خو بېرته یې ورسپارلې دي. دغه کسان د طالبانو د رژیم په چوکاټ کې نور فعالیتونه هم کوي. هر کله چې د طالبانو استخبارات یا په کابل کې د دې ډلې قوماندانۍ کسان په بېلابېلو تورونو ونیسي، دغه کسان د نیول شویو کسانو د کورنیو کورونو ته ورځي او ورته وایي چې د یوې مشخصې اندازې پیسو په بدل کې به یې د کورنۍ غړی د طالبانو له بنده خوشې کړي. هغوی د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي هم بډو اخیستلو ته اړ کړي دي.»

دغه سرچینه وایي: «د ملا هبت‌الله ډله د دغو کسانو پراخ ملاتړ کوي. هغوی څو ځله د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي، خو بشر نورزي هر ځل خوشې کړي دي.»

په همدې حال کې، د دې راپور موندنې ښيي چې په حاجي بشر نورزي پورې تړلې دغه مافیایي ډله په هلمند او کندهار ولایتونو کې د تېلو د بیو په لوړولو کې هم لاس لري. د سرچینو په وینا، هېڅوک په دې اړه د شکایت کولو توان نه لري، ځکه د تېلو ټول پېر او پلور د حاجي بشر نورزي په واک کې دی.

په یوه مورد کې، د هلمند یوه اوسېدونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کړی و، خو هغه یې اړ کړ چې په فېسبوک کې خپل اعتراضي پوسټ لېرې کړي او د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي.

سرچینې وایي چې الماس نورزی په افغانستان، په ځانګړې توګه د هېواد په سویلي زون کېیوه لویه مافیایي ډله اداره کوي او دغه ډله ایران او پاکستان ته د تریاکو او کوکایینو په قاچاق کې لاس لري.

ocial media

د راپور موندنې ښيي چې د تلې پر ۲۳مه د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د تریاکو د یوې چوبې پر سر د طالبانو د جنګیالیو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو. دغه د تریاکو چوپه د حاجي بشر نورزي وه او مدیریت یې د سفیر الماس پر غاړه درلود.

د سرچینو په وینا، تر هغې وروسته چې طالب جنګیالیو د تریاکو دغه بار یا چوپه ودروله، سفیر الماس له حاجي بشر نورزي سره اړیکه ونیوله. حاجي بشر نورزي هم حاجي عبدالاحَد طالب ته ویلي وو چې دغه چوپه د ده ده؛ خو طالب جنګیالیو د عبدالاحَد له امره سرغړونه وکړه او د هغوی ترمنځ نښته رامنځته شوه.

۸صبح ورځپاڼې هغه ویډیوګانې هم څېړلې چې دغه کس یې په خپله انسټاګرام پاڼه کې خپروي. په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې هغه څو موټر او ساتونکي لري او د نیمروز په دښتو او شګلنو سیمو کې د ترافیکي اصولو له مراعاتولو پرته موټر چلوي. هغه له وسلو سره عکسونه هم اخلي او په ټولنیزو شبکو کې یې خپروي.

هغه ویډیوګانې چې نوموړي د خپل انسټاګرام په سټوریو کې خپرې کړې، ښيي چې هغه د څو موټرو له کاروان سره د نیمروز په شګلنو دښتو کې ګرځي او هلته د ترافیکي اصولو له مراعاتولو پرته موټر چلوي. له دې سره هممهاله یې د حاجي بشر عکس هم په خپله سټورۍ کې خپور کړی او لیکلي یې دي: «ګران مشر حاجي صاحب بشر اکا.» همداراز یې د خپل ځان او هغو ساتونکو ویډیو هم خپره کړې چې د طالبانو جامې یې اغوستې دي او پر ویډیو یې یوه پښتو سندره ایښې ده.

social media

۸صبح ورځپاڼې په ۱۳۹۴ کال کې د «د نشه‌يي توکو د سترو قاچاق‌کوونکو د نومونو افشا کول» تر سرلیک لاندې یو څېړنیز راپور خپور کړی و چې له مخې یې حاجي بشر نورزی هم له دغو کسانو و. ۸صبح ورځپاڼې هغه مهال د اسنادو پر بنسټ موندلې وه چې د دغه طالب چارواکي نوم د سیمې او نړۍ د نشه‌يي توکو د تر ټولو سترو قاچاق‌کوونکو په نوملړ کې و. حاجي بشر نورزی چې ځینو امریکایي رسنیو یې نوم بشیر نورزی لیکلی، د طالبانو د ډلې له بنسټګرو هم ګڼل کېږي.

حاجي بشر نورزی چې د «منځني ختیځ پابلو اسکوبار» په نوم مشهور دی، د طالبانو د لومړي رژیم له مالي ملاتړو و. هغه د طالبانو د ډلې د جوړېدو، تنظیم او د جنګیالیو د راټولولو په بهیر کې له مهمو څېرو ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې فارن پالیسي خپرونې راپور ورکړی و چې د نشه‌يي توکو ستر قاچاق‌کوونکی بشر نورزی د ګوانتانامو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، د هبت‌الله اخوندزاده په ملاتړ له چین سره سوداګري پیل کړې ده. دغې خپرونې لیکلي وو چې نورزي لږ تر لږه دوه مهم قراردادونه د کانونو او پتروشیمۍ په برخو کې ترلاسه کړي دي چې د خپرونې په وینا، د افغانانو لپاره هېڅ ګټه نه لري.

فارن پالیسي له بشر نورزي د «نشه‌يي توکو د سلطان» په توګه یادونه کړې ده. د دغه راپور له مخې، د نورزي «د هیرویینو امپراتورۍ» په افغانستان کې د طالبانو د اوږدې جګړې په تمویل کې ونډه لرله.

د یادونې وړ ده چې نورزی د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د یوې هوکړې په چوکاټ کې خوشې شو. دغه هوکړه د جو بایډن د حکومت له خوا د مارک فریکس د خوشې کولو لپاره شوې وه؛ فریکس د امریکا د سمندري ځواکونو هغه غړی و چې د طالبانو په بند کې و. نورزی اوس د بدخشان او تخار په ولایتونو کې د سرو زرو د کانونو په استخراج کې پراخ فعالیت لري او د لسګونو شرکتونو مشري پر غاړه لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.