• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له جنګي غنیمتونو د خپل‌منځي اړیکو تر مرکز پورې؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

نیما نیما
۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793697917]
Social Media

Social Media

په پروان ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو والي عزیزالرحمان منصور د دې ډلې د څو ادارو رییسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل نږدې او اړوند کسان ګومارلي دي. د سرچینو په وینا، نوموړي د دغه ولایت څو مهم بستونه خپلو ملګرو، نږدې کسانو او د کورنۍ غړو ته سپارلې او دا لړۍ لا هم روانه ده. سرچینې زیاتوي چې د طالبانو والي خپل د تره زوی د دې ډلې د کلیو د بیارغونې رییس، خپل یو نږدې ملګری د طالبانو مستوفي او بل ملګری یې د دې ډلې ښاروال ګومارلی او هڅه یې کړې چې خپل زوم هم د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې وګوماري؛ خو دا هڅه  د دواړو لورو د کسانو ترمنځ د وسله والې نښتې لامل شوې چې په پایله کې یې د دې ډلې شپږ جنګیالي ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، دغه طالب چارواکي د دې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي ادارې د خپلو ملګرو او نږدې کسانو پر مرکز بدلې کړې دي. سرچینې دغه راز وايي چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې دولتي ادارې «جنګي غنیمت» ګڼي او د دې ډلې هر چارواکی خپل ځان ته د نږدې او وفادارو کسانو ګومارل خپل حق بولي. د سرچینو په وینا، اوس د پخواني حکومت د کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او ګڼ تجربه‌لرونکي او متخصص کارکوونکي له دندو لېرې کړای شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د کلیو د بیارغونې ریاست، د دې ډلې ښاروالۍ، د اسلامي زده‌کړو آمریت، د طالبانو د پوهنې ریاست او د مستوفیت ریاست له هغو ادارو دي چې عزیزالرحمان منصور پکې خپل نږدې او اړوند کسان ګومارلي دي. د سرچینو په وینا، هغه خپل د تره زوی محمدامین د طالبانو د کلیو د بیارغونې رییس او خپل یو نږدې ملګری د دې ډلې مستوفي ګومارلی دی.

سرچینې وايي، د اختلاف وروستۍ پېښه په پروان کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو د رییس د بدلون او پر ځای یې د عزیزالرحمان منصور د زوم قاري ریحان د معرفي کولو پر سر رامنځته شوې ده. د سرچینو په وینا، قاري ریحان اوس د طالبانو د والي د سکرتر په توګه دنده ترسره کوي. سرچینې زیاتوي چې په پروان کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس قدرت‌الله ذاکر له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او همدې موضوع د هغه او د طالبانو د والي د نږدې کسانو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې ده.

سرچینې وايي، په پروان کې د طالبانو والي ته یو نږدې کس حضرت‌الله خالد په دې اختلاف کې رول درلود او عزیزالرحمان منصور ورته دنده سپارلې وه چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس استعفا ته اړ کړي. د سرچینو په وینا، حضرت‌الله خالد د پخوانیو نظامیانو په څو وژنو کې هم لاس لري. سرچینې په ځانګړې توګه نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت د قومونو او قبایلو د رییس د ورور آغاشیرین په وژنه کې په لاس لرلو تورنوي.

سرچینې زیاتوي چې د دې اختلاف له امله د دواړو لورو وسله‌وال کسان ډګر ته راوتلي او د طالبانو د والي د نږدې کسانو او د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو د رییس د ساتونکو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې د دواړو لورو لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي؛ خو د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر او د ټپیانو د وضعیت جزئیات روښانه نه دي.

سرچینې دغه راز وايي چې په پروان کې د طالبانو والي په دغو ادارو کې د دې ډلې د ځایي چارواکو د بدلون ترڅنګ، د طالبانو یو شمېر نور سیمه‌ییز چارواکي هم له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نور کسان ګومارلي دي. د هغوی په وینا، د طالبانو د حج او اوقافو پخوانی رییس چې د پنجشېر اوسېدونکی و، له دندې لېرې شوی او پر ځای یې بل کس معرفي شوی دی.

د سرچینو په وینا، هغه په بامیان کې د طالبانو پخوانی ښاروال مولوي روزي‌محمد افکار چې د ده یو نږدې ملګری دی، په تبدیلي ډول د چاریکار ښار لپاره د دې ډلې د نوي ښاروال په توګه ګومارلی دی.

دغه راز، د طالبانو د اسلامي زده‌کړو پخوانی آمر مولوي شیراجان له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې مولوي طاهر معرفي شوی چې تر دې مخکې د یوه جومات امام و.

سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د بدني روزنې آمر هم د عزیزالرحمان منصور له‌خوا بدل شوی او د دې ادارې د نوي مسوول په توګه د مولوي انصارالله په نوم د یوکس د معرفي کولو مکتوب صادر شوی دی؛ خو دغه ګومارنه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده. د سرچینو په وینا، د طالبانو د تېلو او ګازو آمر هم بدل شوی او د طالبانو والي ته یو نږدی کس یې پر ځای ګومارل شوی دی.

عزیزالرحمان منصور تر دې مخکې په پکتیا کې د طالبانو د والي د مرستیال او وروسته د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دیني او عرفاني مرکزونو د همغږۍ برخې د مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې ګڼو رسنیزو راپورونو او د ۸صبح ورځپاڼې موندنو ښودلې چې طالبانو په پراخه کچه خپل اړوند او ځان ته وفادار کسان پر دولتي دندو ګومارلي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د یوې څېړنیزې راپور موندنې ښيي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترافیکو ریاست د قومي انحصار او د میدان‌وردګو او کندهار ولایتونو د اړوندو کسانو د واکمنۍ پر مرکز بدل شوی دی. د دغو موندنو له مخې، د دې ادارې شاوخوا ۸۰ سلنه مدیران، آمران او کلیدي کارکوونکي د میدان‌وردګو ولایت دي او ټولې مدیریتي او آمریتي دندې د وردګو او کندهار د پښتنو په واک کې دي. دغه راز، د دغه راپور موندنې ښيي چې د ترافیکو عمومي ریاست له ۲۱ مدیریتونو او آمریتونو ۱۸ یې د میدان‌وردګو ولایت د اوسېدونکو په واک کې دي.

تر دې وړاندې هم ۸صبح ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې موندلې وه چې په نیمروز کې د طالبانو د پوهنې رییس خپل ۱۷خپلوان په دغه ریاست کې ګومارلي دي. د دغه راپور موندنو ښودلې وه چې یو شمېر دغه کسان یې د پیسو په بدل کې هم پر دغو دندو ګومارل شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.