• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اسلام کلا د اورلګېدنې په اړه شکونه تراوسه پر خپل ځای دي

لیکوال: محمد حسن نېک خواه، ژباړن: م. ظریف صمیم

 لیکوال: محمد حسن نېک خواه، ژباړن: م. ظریف صمیم لیکوال: محمد حسن نېک خواه، ژباړن: م. ظریف صمیم
۲ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616397874]

د هرات د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د لویې اورلګېدنې د ارزونې لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي له سفره د کابو درېيو اونیو په تېرېدو، ددغه پلاوي غړي د خپلو څېړنو د پایلو جزیات نه ورکوي. د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت چارواکي چې د دغه پلاوي مشري پرغاړه لري، چمتو نه دي په دې اړه څه ووايي. د هرات د ولایتي شورا غړي، دغه ولایت ته د جمهوري ریاست پلاوي د سفر موخه تفرېح او چکر وهل وبلل او ټینګار لري چې ددغه پلاوي د څېړنو پایلې باید د ارزونو له پای ته رسېدو وروسته د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکې شوې وای. په اور لګیدو کې زیانمن ادعا لري چې میلیونونه ډالر زیان ورته رسېدلی او افغان حکومت باید د دوی خساره ورکړي. دوی خبرداری ورکوي که حکومت تر راتلونکو لسو ورځو زیانمنو ته د قناعت وړ ځواب ورنه کړي، د پراځو اعتراضونو په ترسره کولو به د هرات ـ اسلام کلا او هرات تورغونډۍ لویې لارې وتړي. د هرات سیمه ییزه اداره ټینګار لري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي رپوټ له سیمه ییزو چارواکو سره نه دی شریک شوی او د پلاوي غړو د څېړنو پایلې د مرکزي حکومت چارواکو ته سپارلې دي. په ولسي جرګه کې د هرات استازي له حکومته غواړي زیانمنو ته خساره ورکړي.
د هرات د اسلام کلا ګمرک له لویې اورلګېدنې څو ورځې وروسته، د کب په څلورمه نېټه د ولسمشر غني په حکم د ولسمشرۍ دفتر له خوا پلاوي ددې پېښې د ارزونې لپاره هرات ته سفر وکړ او په دې اړه یې د هراړخیزې څېړنې خبر ورکړ. د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاءالدین جیلاني چې د پلاوي مشري یې پر غاړه لرله، په هرات کې په خبري ناسته کې وویل چې د دوی له خوا له هراړخیزې څېړنې وروسته به ولسمشرۍ دفتر زیانمنو ته د خسارې د ورکولو په اړه تصمیم ونیسي. د هغه د مالوماتو پر بنسټ، د ترانسپورت، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو، لویې څارنوالۍ او امنیت شورا په ګډون ۱۵ حکومتي بنسټونو استازي ددغه پلاوي غړیتوب لري. ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د لېږل شوي پلاوي غړي هرات ته په سفر کې د پېښې د څرنګوالي په اړه او همداراز د ګرمو کسانو په ګوته کولو سره د ارزونو پایلې د رسنیو له لارې له خلکو سره شریکې کړي، خو پلاوی د جزیاتو له ورکولو پرته کابل ته راستون شو. هرات ته د نوموړي پلاوي له سفره مخکې ځینې موټر چلوونکو او سوداګرو چې موټر یې په اور کې سوځېدلي وو، ادعا یې کړې وه چې د پلاوي ورتګ ورته د منلو وړ نه دی او باید د موټرچلوونکو او سوداګرو استازي هم په څېړنو کې ګډون ولري، خو د پلاوي غړو ټینګار وکړ چې د ترانسپورت وزارت استازی د څېړنو پایلې او جزیات له موټر چلوونکو او سوداګرو سره شریکوي.
د هرات په اورلګېدنه کې د زیانمنو سوداګرو او موټر چلوونکو استازي بصیر آرین ۸صبح ته وویل چې د پلاوي غړو له زیانمنو سره د خپلو څېړنو پایلې شریکې نه کړې او روښانه نه شوه چې د پېښې په هکله د دوی په رپوټ کې کوم موردونه شامل دي. د هغه په وینا، د موټر لرونکو او د ولسمشرۍ د پلاوي په وړاندې د کره او رڼې ارزونې پربنسټ کابو ۱۲۵۴ موټر سوځېدلي او ټاکل شوې چې حکومت د دغو موټرو خاوندانو ته د قیمت پربنسټ خساره ورکړي.
ښاغلی آرین وایي چې ولسمشر په ویډیويي ناسته کې د هرات د سیمه ییزو چارواکو په مخکې ژمنه وکړه چې زیانمنو ته خساره ورکول کېږي، خو ولسمشرۍ دفتر ته د پلاوي د رپوټ له رسېدو د یوې اونۍ په تېرېدو سره، ولسمشر دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی. نوموړی خبرداری ورکوي که حکومت تر لسو ورځو زیانمنو ته د قناعت وړ ځواب ورنه کړي، دوی به په پراخو اعتراضونو سره د هرات ـ اسلام کلا او هرات ـ تورغونډۍ لویې لارې وتړي او ددغو لارو په تړلو سره به حکومت ته میلیونونه ډالر زیان ورسېږي.
له بلې خوا، د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي ټینګار لري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي د ارزونو پایلې باید په خبري ناسته کې له خلکو، د ولایتي شورا له غړو، رسنیو او زیانمنو سره شریکې شوې وای او د پلاوي او مرکزي حکومت چوپتیا د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده. د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالی طاهري له ۸صبح سره په مرکه کې وايي چې تراوسه د حکومت د استول شویو پلاویو د ارزونو پایلې له خلکو سره نه دي شریکې شوې نو هرات ته د ولسمشرۍ دفتر له لوري د پلاوي د لېږلو موخه تفرېح او چکر وهل و.
د ولسي جرګې غړي ټینګار لري چې حکومت باید په رڼه توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړې او روښانه کړي چې د اسلام کلا ګمرک د اورلګېدو په غمیزه کې څوک ګرم وو. په ولسي جرګه کې د هرات استازی نذیر احمد حنفي باور لري چې د پارلمان له خوا د استول شوي پلاوي غړو د خپلو ارزونو له بشپړولو وروسته د څېړنو لومړنۍ پایلې له خلکو سره شریکې کړې او ټاکل شوې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې هم دا موضوع په هراړخیزه توګه بیان شي.
اخوا، د هرات مدني فعالین هم باوري دي چې حکومت د اسلام کلا ګمرک د اورلګېدو په قضیه کې ګرم دی او له همدې امله، د ولسمشرۍ ماڼۍ پلاوي د خپلو څېړنو پایلې له خلکو، رسنیو او مدني فعالینو سره نه دي شریکې کړې. د هرات مدني فعال جواد عمید ۸صبح ته وویل چې په وروستیو کلونو کې د حکومتي پلاویو هڅې د خلکو د ستونزو په کمولو کې اغېزمنې نه وې او هراتیان پر دغو پلاویو باور نه لري.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وایي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پلاوي د څېړنو د پایلو ځینې برخې له سوداګرو او صنعتکارانو سره شریکې شوې دي. ددغې خونې رییس حمیدالله خادم وایي، د پلاوي غړو ادعا کړې چې د خپلو څېړنو پایلې له مرکزي حکومت سره شریکوي. د هرات سیمه ییزه اداره وايي چې د پلاوي د څېړنو پایلې به له مرکزي حکومت او وروسته له خلکو سره شریکې شي؛ خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پلاوي د څېړنو د پایلو په اړه څه نه وايي.
له بله پلوه، د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت چارواکي د پلاوي د ارزونو او ولسمشرۍ دفتر ته د رپوټ د برخلیک په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه کوي. د پېښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم، د ۸صبح ورځپاڼې د تلیفوني اړیکې په ځواب کې ووېل چې هغه په دې هکله مالومات نه شي ورکولی او په خپله وزیر باید ولسمشرۍ دفتر ته د پلاوي د رپوټ په اړه خبرې وکړي.
د زیانمنو سوداګرو او موټر چلوونکو استازي ادعا لري چې په دغه پېښه کې اصلي ګرم افغان حکومت، د نورم او ستندرد ادارې او ټي سي آر سي شرکت مسوولین او هغه کسان دي چې په پراخ فساد سره یې غوښتل په سون توکو بار موټر له اصلي وزن په کمه اندازه د محصول لپاره ګمرک کړي.
په داسې حال کې چې د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې له لویې اورلګېدنې کابو یوه میاشت تېرېږي، حکومت او د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا لېږل شوی پلاوی تراوسه نه دی بریالی شوی چې ددې پېښې عاملین او ګرم وګړي په ګوته او خلکو ته یې معرفي کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.