د لوړو زده کړو وزارت مالوماتي بانګ پرانیستل شو

م. ظریف صمیم

د لوړو زده کړو وزارت د کب په ۲۶مه نېټه خپل مالوماتي بانګ پرانیست. دغه وزارت وايي چې دا کار مالوماتو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه شوی دی.
د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر له همدې امله جوړو شویو مراسمو کې وویل چې مالوماتي بانګ د بیان آزادۍ د دودولو او مالوماتو ته د لاسرسي قانون د اجرا په موخه جوړ شوی دی.
نوموړي همداراز د لوړو زده کړو په وزارت کې د مالوماتي بانګ د جوړولو موخه د اداري فساد په وړاندې مبارزه، د روڼتیا د راوستو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د اطلاع رسونې بهیر ښه کول وبلل.
مالوماتو ته د لاسرسي د کمېسیون رییس عین الدین بهادري چې په دغو مراسمو کې یې وینا کوله ووېل چې د بیان آزادي د هېوادوالو اساسي حق دی چې د خبریالانو له خوا یې ساتنه کېږي.
بهادري زیاته کړه چې نړۍ د دیجیټلي حکومتولۍ په لور روان دی او د محتوا له تولید او آنلاین سیستم پرته د مډرن افغانستان انځور وړاندې کول ناشوني دي.
د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې اجرایي رییس فهیم دشتي په دغه ناسته کې پر دولت نیوکه وکړه چې مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې یې لازم اقدامات نه دي کړي. د هغه په وینا، خبریالان تل مالوماتو ته له نه لاسرسي شکایت لري.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وایي چې اطلاعاتي بانګ، مالوماتو ته د لاسرسي قانون پربنسټ جوړ شوی دی. د هغه په وینا، تراوسه د لوړو زده کړو وزارت په مالوماتي بانک کې کابو دوه زره سندونه ثبت شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د مالوماتي بانګ له پرانیستلو سره په یو وخت، د دغه وزارت چارواکو د خبریالانو ورځ هم ولمانځله.

ورته لیکنې

Back to top button