۸صبح مجله به سره له ننه، د هرې شنبې ورځې پر سهار، ستاسو په لاسونو کې وي.
۸صبح پښتو مجله به د (۸ صبح) د عمومي تګلارې پر بنسټ، تاسو ته د یوې اونۍ د پېښو، بدلونونو او نورو مهمو خبرونو، غورچاڼ وړاندې کوي.
۸ صبح مجله به، د هېواد او ولس پر ژوند کې راغلیو بدلونونو او هر راز مهمو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او انساني تحولاتو په کره څېړنې، ځیرنې او شننې سره، تاسو سره مرسته کوي، چې په آزادانه توګه- د مسؤولیت منلو زرین اصل له مخې، روان حالت کې، د تر ټولو روښانه، ډاډمن، فعال، او اغېزبخښوونکي مثبت لیدلوري او دریځ په خپلولو سره، د ځان، نورو هېوادوالو او ټول انسانیت په ګټه، لاس په کار شئ.
د مجلې په لوستلو سره به تاسو سره مرسته کېږي، چې په خپل ازاد دریځ او تفکر سره وکولای شئ، د نړۍ سیاسي، ټولنیز، اقتصادي انځور ځان لپاره جوړ کړئ. دې سره به زموږ او ستاسو د ژوند، برخلیک او غوښتنو، اړیکې، له سیمې او نړۍ سره پالل کېږي او فرصت به برابرېږي، چې د یوه روښانه لیدلوري خاوندان واوسو!
۸ صبح مجله به، ځانګړې پاڼې جوړوي. دلته به د ادب، هنر او فرهنګ وړوکی ګلستان لمن غوړوي.
دلته به د هېواد په سپېڅلې لمن هر هستوګن سړی- ښځه، خپله کیسه مومي او ولس به له خپلو ژوندیو اتلولانو نه خبرېږي. ورسره به دلته پېښې، بدلونونه، کیسې او واقعیتونه د عکسونو او انځورونو له لارې، په خبرو راځي.
۸ صبح به د هېواد د اقتصاد، زیربنا او پرمختګ پراخ انځور تاسو سره شریکوي.
غوره دا چې ۸ صبح مجله به له هر راز ژبني، توکمیز، قومي، مذهبي او جنسیتي توپیر پرته، د هر افغان وګړي، د انساني او مدني حقونو منعکسوونکې، پالونکې او ملاتړې واوسي.
په ټوله کې مجله به خپل تلپاتې شعار (د پرون روایت، د نن هېنداره، د سبا زیری) ته ژمنه وي او خپرنیز یون به یې ستاسو په نظرونو، طرحو، لیکنو، ورسره ستاسو په نقدونو او وړاندیزونو سره، لا رنګ راوړي.
نوت؛ ۸صبح پښتو مجله مو پر شخصي، کورني، ټولنیز، ملي او هېوادني ژوند، بختوره شه!