د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅې؛ حلیمه: که کار ونه کړم له لوږې مرم

د کابل له وريځو ډک آسمان څخه د واورو دانې یو پر بل پرمخ پر ځمکه رالوېږي. پلې لارې او د سړکونو شاوخوا هم تر یوه بریده په واورو پوښل شوې دي. زه د کابل پوهنتون د دېوال ترڅنګ د کارته سخي په لور روان وم. په واورینه ورځ لږ شمېر کسان پر واټونو تګ راتګ کوي. هوا ډېره سړه ده او د پلازمیني پر واټونو ګرد او لوګی له ورایه ښکاري. د سختې یخنۍ او واروې له امله واټونو تش او خلک په کورونو کې ناست کې دي. خو د ښار په هره برخه کې د بې وزلۍ نښې جوتې دي. دروېزګر، کسبګر او کارګر ماشومان لا هم پر لارو او واټونو د ډوډۍ پيدا کولو په لټه کې دي.
په دې لړ کې یوه سپين سرې مېرمن د پلې لارې په منځ کې د واټ ترڅنګ زما پام ورواړاوه. نږدې ورغلم او د احوال پوښتنه مې یې وکړه. له غږ څخه یې درد څرګندېده او په څېره کې یې د بې وزلۍ او نادارۍ نښې له ورایه ښکارېدې. ظالم روزګار هغه اړ کړې چې د ژمي په دې سړه هوا کې د واورې اورېدو ته له پامه پرته د لرګینو چوکیو او پاروګانو پلورلو لپاره هڅې وکړي.
دغه د پاخه عمر لروونکې مېرمن حلیمه نومېږي چې د کابل پوهنتون ترڅنګ د لرګینو چوکیو او پاروګانو د پلورلو لپاره له کوره راوتلې ترڅو د ځان او بوډا خاوند لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي. حلیمه وايي، یوازینی کار چې له لوږې پرې وژغورل شي همدا د توکو پلورل دي؛ د کار او کسب یخني او ساړه نه پېژني، مجبوره ده چې کار وکړي ترڅو ژوندي پاتې شي. دغه بوډا مېرمن زیاتوي: «له همدې لارې زه او خاوند مې څلور کاله کېږي چې ډوډۍ پيدا کوو.»
حلیمه له خپل خاوند سره د دوه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو په برابرولو کې همکاري کوي. هغه زیاتوي چې سهار وختي له غرمې مخکې لسو بجو یې خاوند توکي پلوري او بیا له غرمې وروسته تر دوو بجو نوموړې دا کار کوي. حلیمه د کندز اصلي اوسېدونکې ده چې څلور کاله مخکې د جمهوري نظام ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو له امله کابل ته راکډه شوې او بېرته خپل ولایت ته نه ده ستنه شوې. هغه وایي: «جګړې زیاتې وې، موږ ددې لپاره چې ژوندي پاتې شو، وطن موږ پرېښود او کابل ته راغلو.»
حلیمه له خپل بوډا خاوند او مېرمن لرونکي زوی سره د کابل په کارته سخي سیمه کې اوسېږي، خو زوی یې له مور او پلار سره له دوه کاله ژوند وروسته له هغوي بېل شوی دی: «نګور مې خوشحاله نه وه چې ډوډۍ او خواړه مو سره شریک وي، زوی رانه بېل شو، په یوه کور کې اوسېږو، خو خرڅ او خوراک مو جلا دی.»
حلیمه وايي چې زوی یې د کابل د ترکاڼۍ په یوه کارخونه کې کار کوي او دا لرګینې چوکۍ د پیسو په بدل کې ورکوي. نوموړې چوکۍ له خپل زوی څخه پېري او د کابل په واټونو کې په لس یا شل افغانۍ ګټه پلوري. حلیمه زیاتوي: «زوی مې په ترکاڼۍ کې کار کوی، یو لرګی په ۱۵۰ افغانۍ پېري او له هغې درې یا څلور چوکۍ جوړېږي. که د لرګي، تارو او رنګ پیسې حساب کړو په یوه چوکۍ کې لس یا شل افغانۍ ګټه کوو او په همدې ژوند کوو.» دغه سپین سرې مېرمن وايي: «خلک دا چوکۍ اخلي او د اوداسه په مهال ترې کار اخلي، اوس چې ژمی دی پاروګان هم پلورم ترڅو له دې لارې یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړم.»
حلیمه د ورځې درې تر څلور لرګینې چوکۍ پلوری او د هغې په وینا، خلک په واورینه ورځ پاروګان هم اخلي او په ګټه یې نوموړې او خاوند یې خوراکي توکي اخلي. د سړې هوا په اړه ترې پوښتنه کوم، هغه وايي چې د نوموړې او د خاوند کار یې داسې دی که رخصتي وکړي وروسته پاتې کېږي او د میاشتې په پای کې د کور کرایه نه شي پوره کولای.
د نوموړې په څېره کې به بې وزلۍ او لوږه له ورایه ښکارېده. هغه باید د میاشتې درې زره افغانۍ د کور د کرایې ورکړي د دوه کسیزې کورنۍ اړتیاوې هم برابرې کړي. په ناهیلۍ سره د خپل زوی د نامهربانۍ په اړه وايي: «زه او زوی مې په یوه کور کې اوسېږو، خو اړ یم چې د میاشتې په پای کې د کور کرایه چمتو کړو، ځکه چې زوی مې له ما او پلار سره یې همکاري او لاسنیوی مو نه کوي.»
د کابل په سړه هوا کې د حلیمې په شان لسګونه نورې مېرمنې هم لیدل کېږي. د واورې اورېدل له یوې خوا او د پلازمیني سړه هوا له بله پلوه؛ خو سره له دې په کابل کې د واټونو ترڅنګ پلورونکي او درویزګر نه دي کم شوي. د کابل واټونه د ژمي په ورځو کې د واکمنې بېوزلۍ ښکاروندويي کوي.
څو کلنه ناوړه جګړه، په تېره بیا له مخکیني حکومت سره د طالبانو وسله والو نښتو زرګونه هېوادوال له کور او کلي ګډې کولو ته اړ کړي دي. جګړه چې په وروستیو کلونو کې د ښارونو شاوخوا او کلیو ته رسېدلې وې، د جنګي سیمو اوسېدونکي یې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي دي. کابل د هېواد د پلازمیني په توګه د زرګونه بې ځایه شویو کورنیو کوربه دی. دغو کسانو د بې وزلۍ او ناخوالو کلونه تېر کړي دي.
اوس پر هېواد د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته، بې وزلي لا پراخه شوې او د بېځایه شویو کورنیو ژوند له تریخ او ستونزمن شوی دی. د مغزونو او شمتنیو تېښته، له سوداګرۍ وېره او د بهرنیو مرستو بندېدل هغه لاملونه دي چې د هېوادوالو اقتصاد ته یې سخت زیانه رسولی دی. د نړیوالو سازمانونو د څېړنو له مخې، په اوسني وخت کې د افغانستان له ۳۶ میلیوني نفوسو څخه ۲۸ میلیونه یې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري. دا کچه د ټول هېواد د نفوسو ۷۷ سلنه جوړوي. خو طالبان د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې پرځای، پر هېوادوالو د لازیاتو محدودیتونو لګولو په لټه کې دي.