• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له بېوزلۍ او بې‌کارۍ تېښته؛ ولې ځوانان د کډوالۍ پر لاره مرګ په خپل هېواد کې تر پاتې کېدو غوره ګڼي؟

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792228258]
Social Media

Social Media

یو شمېر کارپوهان وايي، د دې بهیر دوام په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د روښانه لر لید نشتوالی ښيي. د دوی په باور، ډېر خلک د خپلې خوښې له مخې نه، بلکې د بې‌وسۍ له امله او د امنیت، کار او ښوونیزو غوره فرصتونو د ترلاسه کولو په هیله خپل هېواد پرېږدي.

د کډوالۍ چارو کارپوهه آصفه ستانکزۍ وايي: «ډېرې کورنۍ او ځوانان د لېوالتیا له مخې نه، بلکې د بې‌وسۍ له امله او د امنیت، کار او ښوونیزو غوره فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره کډوالۍ ته مخه کوي. جغرافیایي نږدېوالی، ژبني مشترکات او کورنۍ اړیکې هم ایران او پاکستان د افغان کډوالو لپاره د لاسرسي وړ هېوادونه ګرځولي دي. خو کډوالي حتمي د ښه ژوند په مانا نه ده او کډوال په کوربه هېوادونو کې د استوګنې د اسنادو له ستونزو، د اېستلو له ګواښ او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي.»

د کډوالۍ چارو دغه کارپوهه زیاتوي: «د جبري کډوالۍ د کمولو لپاره باید د هغې پر اصلي لاملونو لکه د امنیت، کاري فرصتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي پر نشتوالي غور وشي. تر هغو چې خلک، په ځانګړې توګه ښځې او ځوانان په افغانستان کې د روښانه راتلونکي د جوړولو فرصت ونه لري، کډوالي به دوام وکړي.»

د کډوالۍ چارو کارپوه محمد خان طالبي محمدزی وايي، په ایران او پاکستان کې له اقتصادي او امنیتي ننګونو او د کډوالۍ له محدودیتونو سره سره، دغو هېوادونو ته د افغان وګړو د کډوالۍ دوام په افغانستان کې له معیشتي  ناورین او بې‌کارۍ سره تړاو لري.

محمدزی وايي: «د کډوالۍ تر ټولو مهم لامل په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د باثباته کاري فرصتونو نشتوالی دی. ډېر ځوانان، سره له دې چې زده‌کړې او مسلکي مهارتونه لري، مناسب کار نه شي پیدا کولای؛ له همدې امله کډوالي د خپلو ژوند د اړتیاوو د پوره کولو او د کورنیو د ملاتړ لپاره یوه لاره ګڼي. د ډېرو کورنیو لپاره کډوالي یوازې د عاید د زیاتولو په مانا نه ده، بلکې د خوراک، استوګنې، درملنې او د ماشومانو د زده‌کړو په ګډون د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لاره هم ده. په داسې شرایطو کې ان ګاونډیو هېوادونو ته له خطره ډک سفرونه او هلته په نامعلوم او ناامن وضعیت کې ژوند کول هم د ځینو کورنیو لپاره تر هغه حالته د زغملو وړ دي چې دوی پکې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.»

د سیاسي چارو کارپوه خلیل‌احمد نادم وايي: «د ډېرو کورنیو ځوانان د بېوزلۍ، د کاري فرصتونو د نشتوالي او د فردي ازادیو د محدودیتونو له امله اړ کېږي چې جدي خطرونه پر ځان ومني او کډوال شي. دوی د کار موندلو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو په هیله هېواد پرېږدي او ځینې یې نورو هېوادونو ته د رسېدو لپاره له خطرناکو لارو سفر کوي. په واقعیت کې، په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالی او شته محدودیتونه د هېوادوالو د کډوالۍ له اصلي لاملونو دي.»

د سیاسي چارو بل کارپوه میرویس اشفته وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر لوړو زده‌کړو او د هغوی پر کار پراخو محدودیتونو، د بېوزلۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي فرصتونو د کمښت ترڅنګ، د ډېرو کورنیو راتلونکی له ابهام سره مخ کړی دی.

اشفته وايي: «د لوړ لګښت، د ویزې د ترلاسه کولو د ستونزو او د منلو د محدودیتونو له امله، لېرې هېوادونو ته قانوني کډوالي د ډېرو افغان کورنیو لپاره شونې نه ده. له همدې امله، د افغانانو کډوالي باید د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د یوې ټولګې پایله وګڼل شي چې هغوی اړ باسي هېواد پرېږدي او له افغانستانه بهر د غوره فرصتونو په لټه کې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ۱۹هېوادوالو د نیمروز ولایت په دښتو کې په ناقانونه توګه د سفر کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دې پېښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي وو، چې د کډوالۍ پر لارو د هر انسان مړینه یوه ژوره او دردناکه غمیزه ده.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه د دغه بنسټ د ۲۰۲۶ کال په راپور کې ویلي، طالبانو د دې ښکارندې پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزناک اقدامات نه دي کړي او د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د لږ تر لږه معیارونو د پوره کولو لپاره یې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی. د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د انسانانو قاچاق په ځانګړې توګه د هېواد دننه قاچاق په پراخه کچه دوام لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم ویلي وو، چې د لا زیاتو مرګ‌ژوبلو د مخنیوي لپاره باید د کډوالۍ خوندي او قانوني لارې برابرې شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.