• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان له ځوان ليکوال او ژباړن ښاغلي شفيع الله تاند سره ځانګړې مرکه

د ۸صبح پښتو مجله، مرکه کوونکی: محمد عزيز پردېس

 د ۸صبح پښتو مجله، مرکه کوونکی: محمد عزيز پردېس د ۸صبح پښتو مجله، مرکه کوونکی: محمد عزيز پردېس
۱۹ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۰ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1625904198]

د ۸صبح پښتو مجلې د ادبي ورشو برخې لپاره د پښتو ژبې له نوموتو او مخکښو ليکوالانو، شاعرانو، ژباړونکو، اديبانو او فرهنګپالو سره د ځانګړو مرکو په لړ کې مو دا ځل د افغانستان له ځوان ليکوال او ژباړن ښاغلي شفيع الله تاند سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته راګرځوو.
۸صبح: لومړی خو ډېره مننه، چې موږ ته مو د ځانګړې مرکې لپاره وخت راکړ، د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته وواياست، ليکوالي او ژباړه مو له کوم وخته يعنې په څو کلنۍ کې پيل کړه او په دې برخه کې مو اصلي هڅوونکی څوک ؤ؟
تاند: د لومړني قلموال په نامه د ۸صبح له پښتو مجلې ډېره مننه او درنو لوستونکیو ته سلامونه. زه شپاړس کلن وم چې له لیرې پښتونخوا راساً ننګرهار ته راغلو او په جلال آباد کې مو په یوه کرایي کور کې واړول ـ په جلال آباد کې یو کتابپلورځی ؤ، زه به یې له مخې تیرېدم کله ـ کله به مې ترې پاکستانۍ ورځپاڼې رانیولې، هغه وخت به له پېښوره هر سهار ننګرهار ته هم ورځپاڼې راتلې ـ دلته افغاني ورځپاڼې له هره پلوه په نشت حساب وې/ دي، کتابونه خو بیخي نه ؤ یوازې قرآن شریفونه او دیني کتابونه به ؤ یا هم نسیم حجازي احساساتي ناولونه …
یوه ورځ د کتابپلورنځي خاوند راته وویل: اردو اخبارونه څنګه ډېر ګورم! ما ویل لره پښتونخوا کې پاتې شوی یم او هلته مې سبق ویلی ـ د چایو ست یې وکړ، کېناستو، د زړه خواله مو وکړل، سره ومو پیژندل او په دې همغږي شو چې نور باید خپل کتابونه چاپ کړو؛ خو پیل له کومه ځایه وشي!
ما ورته هغه وخت د وتلي دیني مبلغ ذاکر نایک یادونه وکړه د هغه په زړه کې هم وه، خداي بیخي پرځای او وخت سره مخامخ کړوـ چې هم زموږ د مذهبي ټولنې لپاره په ګټه و او هم د اسلام په نوم له ځانه جوړو کړل شویو دودونو لمنځه وړلو کې اغېزناک. ما یې د ماسټرۍ تېزس (اسلام ترهګري که نړېواله ورورولي) وژباړه چې یونیم دوه سوه مخه و او بل کتاب یې استاد اجمل ښکلي ته (په بېلابېلو ادیانو کې د الله ج تصور) ولېږه چې پنځوس شپېته مخه و ـ هغه وخت نېټ او فېسبوک نه ؤ ډېر وروسته راغلل ما به په قلم سره په کتابچه کې ژباړه کوله او بیا به مو کمپوزر ته ورکوله ـ له ډېرو کتنو او بیا بیا پروف سربېره به کمپوزرانو تېروتنې نه رسولې، په هرحال د دې کتابونو د چاپ دومره تود هر کلی وشو چې ما یې د هڅونې له امله لس پرلپسې بېلابېلې ویناوې د کتابونو په شکل وژباړلې چاپ شوې او هغه ځوانان چې تر دې دمه یې د کتابونو لیکل او ژباړل یوازې د مشرانو او استادانو حق باله، تشویق شول، پسې وګرځېدم ډاډ مې ورکړ خپله برخه مرسته مې ورسره وکړه او په دې توګه ګڼو ځوانانو دې ډګر ته زړه ښه کړ ـ د پوهنتون ځینې استادان مې وهڅول چې ولې خپلې وړتیاوې نه کتاب کوي ترڅو به د شپاړلسمې پېړۍ کتابونه او چېپټرونه تدریسوي. هماغه و چې په جلال آباد کې د لومړي ځل لپاره د مومند په نوم خپرندویه ټولنه جوړه شوه، زر نور خلک اغېزمن شول کتابپلورنځي یې جوړ کړل، یو وخت داسې راغی چې اکثره کتابپلورنځي خپرندوی هم شوې او په دې ډول ننګرهار ټول افغانستان ته کتابونه ورکړل چې له برکته یې نن هر ولایت کتابپلورنځي لري. په دې برخه کې زما هڅوونکي زما احساس، مینه او زړورتیا وه بس.
۸صبح: تاند صېب آيا کله مو هم داسې فکر کاوه چې ستاسې ليکوالي او ژباړه په دومره وده وکړي او له دې لارې به د عامه اذهانو په روښانولو کې مهمه ونډه ولري؟
تاند: ما هېڅکله د پایلې فکر نه دی کړی ټول تمرکز مې په کار کړی، طبیعي ده چې هېڅ چاره بې پایلې نه وي یانې هر له اخلاص او زړه نه زیار ایستل هرومرو مثبته پایله هم لري.
۸صبح: تاند صېب لومړنۍ ليکنه او ژباړه مو کومه وه او په اړه يې ستاسې د کورنۍ او نورو مخاطبينو غبرګون څه ؤ؟
تاند: لومړنی غزل او لیکنه مې په وحدت ورځپاڼه کې چاپ شوي وو ډېر وړوکی وم ـ زموږ کالج ته به ټولې اردو او انګلیسي ورځپاڼې راتلې ما له راوړونکي د پښتو وحدت هغې غوښتنه وکړه او هره میاشت به مې له جېبه پیسې ورکولې. ټولګیوالو او نورو دوستانو به پیغورولم، پښتانه ؤ؛ خو پښتو یې یو ډول وروسته پاتې ژبه ګڼله چې ولې پښتو اخبار لولم؛ خو زما دلایل قوي ؤ او یو وخت داسې راغی چې مثلاً د چوبیس ۲۴ ویلو پر ځای به په څلورویشت ویلو ورته ځان ښه ښکارېده ځکه پښتانه ؤ باید پخپله ژبه وویاړي.
غزل مې داسې و چې:
دا څه سپېره غربت مې زندګۍ ته رالوېدلی
خفه خفه خزان وخت مې ځولۍ ته رالوېدلی
نه زړه مې په کرار شو، نه اوښکې مې شوې وچې
بس دا د غم مهار چې مې مرۍ ته راولوېدلی
ګونګی شومه سرسام شومه له ځان سره بوږنېږم
دا څه بلا جنون مې ککرۍ ته رالوېدلی
تر پایه….
مور پلار مې بې سواده وو یوازې زموږ په درس ویلو یې فکر کاوه.
۸صبح: د خپلو چاپ شويو آثارو په اړه که معلومات راکړئ!
تاند: زما چاپ او ناچاپ کتابونه تر اوویاوو رسېږي لس کتابه د ذاکر نایک دي ، لس د مودودي وړې ـ وړې رسالې دي چې په یوه ټوک احیاءالاسلام کې راټولې شوې دي. دویم ځل چاپ یې هم خلاص دی. همدا راز.
ـ شاه ولی الله او د هغه اقتصادي نظریات د کتاب ژباړه ده. د یادونې ده چې دا اوسنی اقتصادي نظام مثلا ګمرکات، شاروالۍ، مستوفیتونه، او … د دې بنسټ شاه صیب درې نیم څلور سوه کاله پخوا ایښی؛ خو لویدیځ زموږ د نورو نوښتونو غوندې دا هم پاللي او پخپل نوم کړي .
ـ د مکې مکرمې تاریخ ،چې د لومړي ځل لپاره په پښتو کې دا کتاب راغی.
ـ د مولانا وحیدالدین خان کتاب د اسلام رښتونی مخ څلور ټوکه چې اوس په یوه جلد کې چاپ شو.
ـ ناولونه دي ـ د ټاګور، احمد یار خان او …
ـ همدا راز زما خپل ناولونه:
۱ ـ شین ستوری ـ چاپ، ۲ ـ زندۍـ چاپ، ۳ـ تا وګټله ـ چاپ
۴ ـ خو زما دادا یې مړ کړ ـ ناچاپ، ۵ ـ وکیله ـ چاپ، ۶ـ د شمې زړه ـ شعري ټولکه، چاپ، ۷ـ د خامک د ګلو ستنه یې ته ـ شعري ټولګه،چاپ
همدا راز ـ کاغذي حکومتونه ـ ژباړه:
«سوداګریزې اړیکې»، «د هېواد پرمختلنې لس اصول»، «افغانستان څنګه په امن شي»، «جنسي اړیکې، ګټې او زیانونه»، «اولاد روزنه»، «د ماشوم روزنیزه ارواپوهنه»، «د اشرف غني خیالي خوبونه»، «ورانوئ که جوړوئ یې»، «پاشلي فکرونه»، «ملي مبارز»، «روشنفکر»، «ناچاپ»، «اسلام او جمهوریت»
او … نور کتابونه چې اوس د ټولو نومونه ماته نه راځي.
۸صبح: د راتلونکو چاپېدونکو آثارو په اړه مو که درنو لوستونکو ته معلومات ورکړئ، آيا خپلو مینه والو ته کوم نوي څه يا زېری لرئ؟
تاند: راتلونکي آثار خو ډېر دي، د وطن حالات ښه نه دي بل دا چې د چاپ لپاره هم د مرستې څرک نه لیدل کېږي او همداراز په مطالعې یې هم اغېز کړی؛ ګنې همدا اوس زما پنځه کتابونه تیار دي …
۸صبح: تاند صېب، هغه مو کوم کتاب يا مقاله وه، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوه او لامل يې څه ګڼئ؟
تاند: تا وګټله ناول خلکو خوښ کړ چې د غرب جینۍ د شرق هلک ته په مینه کې هم ماته شوې او اعتراف یې کړی چې ما وبایلله « تا وګټله» ـ
۸صبح: د پښتو ادب او په ځانګړي توګه پښتو ليکوالي کومې خواته روانه ده؟ څنګه يې ارزوئ؟ آيا ترې خوښ ياست؟ که خوښ نه ياست ولې؟
تاند: په دې وروستیو کې پښتو لیکوالي چې څومره عروج وموند هومره نیمګړتیاوې هم لري؛ خو په ټول کې اړتیا ده چې افغان انسان د کتاب خاوند شي، همدا تېروتنې او نیمګړتیاوې یې پخېدو خوا ته لومړني ګامونه وګڼئ. هغه وایي کنه چې: چا تېروتنه نه وي کړې هغه هیڅ تېروتنه نه ده کړې….
۸صبح: په کومه برخه کې ځان راحته احساسوئ؟ ليکوالي که ژباړه؟ ځوانو او نويو راټوکېدلو او خپلو همزولو ليکوالانو او ژباړونکو ته مو پيغام څه دی؟
تاند: زه خپله د ژباړې برخې ته لا اړتیا وینم تراوسه چې څومره پنځونې شوې دي خلکو کتابونه لیکلي دي ماخذونه یې ټول له همدې ژباړو اخیستي ځینو خو بیخي پخپل نوم کړي دي زه یې نومونه نه اخلم ـ
نو کله چې موږ په دې برخه کې ښه غني شو لیکوالي به مو هومره پخه شوې وي. نوي ځوان لیکوال او ژباړونکي څه چې په ټوله کې د ځوان نسل وړتیا او انرژۍ ته ګورم ځان راته بیخي بې سواده یا کمزوری ښکاره شي دوی ډېر زیارکښ دي؛ خو د وړتیا لټون او هڅونې کمی دی.
۸صبح: تاند صېب تاسې خو له نېکه مرغه په ډېرو او بېلابېلو برخو کې پښتو ادب ته خدمت کړی او تجربه لرئ، ستاسې له انده، پښتو ژبه په کومه برخه کې ډېر کار او زیار ته اړتيا لري؟
تاند: مننه ما مخکې یادونه وکړه چې پښتو ژبه د ژباړې له لارې ښې غني کیدا ته اړتیا لري دې لپاره چې لیکوال د معلوماتو په برخه کې د تازه او اپډېټ معلوماتو پراخه ولري، تاسې وګورئ ایرانیانو د غرب تازه چاپ اثر سم له واره ژباړلی او چاپ کړی وي. نو په هره برخه کې کار ته اړتیا ده خکه موږ مختلف پوهنځي لرو او ټولو پوهنځیو فارغو محصلینو تراوسه کوم د پام وړ نوښت څرګندونه نه ده کړې ـ ستونزې او نه پاملرنه په خپل ځای؛ خو خپل زیار یې هم نه دی ایستی.
۸صبح: زموږ ډېری ادبپال ځوانان اوس د پښتو ليکوالۍ او په ځانګړي ډول د ژباړې په برخه کې د پښتنو لپاره د يو منظم سيستم يا هم ادارې د نشتون له امله نيوکې کوي، دوی وايي چې داسې يوه اداره نشته چې ټول پښتانه ليکوالان او ژباړونکي سره راټول کړي، ستونزې او وړانديزونه يې واوري او د دې برخې فعالين سره يو موټی کړي په دې اړه مو نظر او پيغام څه دی؟
تاند: د ځوانانو اندېښنه او خصوصا د لیکوالو او ژباړونکیو ګیله پر ځای ده ځکه تراوسه په دولتي کچه دې برخې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې لږ تر لږ د چاپ تخنیکي برخه ورته نه ده برابره شوې لا چې په کتاب یې مالیه هم پورته کړې ـ نو د منظم سیستم او بورد جوړونې خبره خو بیخي لیرې ده ـ په کومو وزارتونو کې چې علمي بوردونه دي لومړی یې خپل کتابونه بلا تېروتنې لري کنه پکار وه لومړی یې په نصاب کار کړی وای …هیله ده راتلونکې کې پاملرنه وکړي. له ما یې نوم هېر شو یوې نوي کلنې امریکایي لیکوالې او د افغانستان په اړه تاریخپوهې ویلي و که عمر ورسره دوه کاله هم نوره یاري وکړي؛ نو خپل کتابونه به د لنډو او مهمو مطلبونو په توګه ټوټه ـ ټوټه لوستونکو ته وړاندې کړي ځکه د وخت سپما ته په پام اوس خلک اوږدې لیکنې نه لولي؛ خو دا خبره د پرمختللې نړۍ لپاره سمه ده موږ خو ډېر وروسته پاتې یوو ښې ډیرې مطالعې ته اړتیا لرو. اوس دې خدای زموږ په ځوانانو رحم وکړي بیخي وخت نه ورکوي او چې د مطالعې زیرمې ونه لرې څنګه به مخکې ځې، نن سبا خو نړۍ د علم او منطق نړۍ ده.
۸صبح: د وروستۍ پوښتنې په توګه، لويه هيله او ارمان مو څه دی او د پښتو ژبې او ادب لارویانو او فعالينو ته پيغام څه لرئ؟
تاند: زما هیله د ټولو ویرلړلیو او غم ځپلیو هیوادوالو هیله ده چې امن وي علم وي او انسانیت وي. په دې وروسته والي هر اړخیز ژوند نور بیخي پیغور دی او پیغام نه خو وړاندیز او سوال دی چې د احساساتو پر ځای د عقل تابع واوسو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.