د پاکستان د حکومت له لوري د هغو بهرنیو وګړو لپاره چې د وېزې د اعتبار موده یې پای ته رسېدلې، ټاکل شوې موده تر راروانو۱۶ ورځو پای ته رسېږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی، چې بهرني وګړي باید د روان کال تر پایه له دغه هېواده ووځي، کنه نغدي جریمه او یا زنداني کیږي. په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په دې وروستیو کې د اړیکو د شمېرو له لارې خبرداری ورکړل شوی چې که تر ټاکلې مودې زیات وخت پاتې شي، زنداني کېږي او نومونه يې دغه هېواد ته د ورتګ په تور نوملړ کې لیکل کیږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه خبرداری اوس په دغه هېواد کې افغان کډوال له ناوړه وضعیت او بې برخلیکۍ سره مخ کړي دي.
پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دویم ځل یوه خبرپاڼه خپره کړې چې له مخې یې، په دغه هېواد کې مېشت بهرني ګړي مکلف دي چې د وېزې موده تمدید کړي او له دغه هېواده د وتلو جواز ترلاسه کړي. د دغه وزارت په اوه ماده ييزه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته به بهرني وګړي له دغه هېواده د وتلو د جواز په اخیستو کې له نغدي جریمې سره مخ شي.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال له ۸صبح ورځپاڼې سره د ټیلیفون پر کرښه د خبرو پر مهال د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له لوري د خبرداري د پيغامونو د ترلاسه کولو خبره کوي. دوی د پاکستاني سیم کارټونو له لارې د ترلاسه کړو پیغامونو د متن په شریکولو سره وايي، چې ترې غوښتل شوي چې د روان کال تر پایه خپلې وېزې وغځوي، کنه نو پر درې کاله بند به محکوم شي او نومونه به یې دغه هیواد ته د ورتګ په تور نوملړ کې شامل شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ګرځنده تلیفونونو ته د لیږل شوي پیغام په متن کې راغلي: « د هغو بهرنیو وګړو لپاره چې د اقامت ترعمومي بښنې لاندې اوسېږي، د وتلو د جواز ترلاسه کولو وروستۍ نیټه د 2022 کال د ډسمبر 31 ده. د درې کاله زنداني کېدو او پاکستان ته د ننوتو په تور نوملړ کې د شاملېدو د مخنیوي لپاره د انلاین سسټم له لارې د پاکستان د وېزې غوښتنه وکړئ.»
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې په دغه هېواد کې د اوسېدو د وېزې د غځولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د خپلې وېزې پر تمدېد نه دي بریالي شوي. هغوی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د اقامت د وېزې د غځېدو په بهیر کې له فساده شکایت کوي او وايي، چې کمېشن کاراتو ته د پیسو د ورکولو توان نه لري او د کمېشن له ورکړې پرته، د دوی وېزې له قانوني لارې نه غځول کیږی.
سمیرا ( مستعار نوم) په پاکستان کې میشته افغان کډواله ده، چې شاوخوا ۱۲ میاشتې وړاندې یې د وېزې د غځېدو غوښتنلیک ورکړی دی. هغه له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« له یو کال وروسته لاهم د وېزې تمدېد ته په تمه یم، خو داچې دا بهیر مافیایي شوی او کمېشن کاران له پولیسو سره جوړجای لري، زموږ وېزې نه راکوي او موږ کمېشن کارانو ته د پیسو د ورکولو توان نه لرو.»
د هغې په وینا، د ګڼ مېشتې کورنۍ لپاره د وېزې د غځېدو د لګښت ورکول سخت دي او دوی د اوسېدو د وېزې د تمدېد لپاره ډېرې پیسې نه شي ورکولای.
په پاکستان کې ميشته بله افغان کډواله شکریه صدیقي وایي:«۱۵ میاشتې کیږي، چې په پاکستان کې یم، د شپږ میاشتنۍ وېزې تمدید په څه باندې شل زره پاکستانۍ کلدارو دی چې په پاکستان کې میشت کډوال یې د ورکړې توان نه لري. موږ په پاکستان کې د لنډمهال لپاره میشت یو، کله چې زموږ دوسیه پروسس شي له دغه هېواده ځو.»
مېرمن صدیقي له اروپایي او لوېدځو هېوادونو غواړي، چې د افغان کډوالو د دوسیې د ترسره کولو بهیر چټک کړي. هغه وایي،چې د امریکا متحده ایالتونو د P1) ) (P2) )د دوسیو د پړاوونو د ترسره کېدو په تړاو هېڅ معلومات نشته او تراوسه د دغو دواړو دوسیو د لرونکو د مرکو بهیر نه دی پېل شوی. په پاکستان کې دغه مېشته افغان کډواله په دغه هېواد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غواړي، چې پناه غوښتونکو ته د کډوالۍ کارټونه ورکړي او یا په پاکستان کې د هغوی د اوسېدو مساله د دغه هېواد له چارواکو سره حل کړي. هغه د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غواړي چې د دوی د ستونزود اواري لپاره ژر ترژره لاس په کار شي.
وحید احمد یو بل افغان کډوال دی چې په راولپنډۍ کې ژوند کوي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي: «زه د راولپنډۍ په آوان مارکېټ کې اوسېږم. هغه کډوال چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې، له ټاکلې نېټې مخکې پولیس راغلل او له کورنیویې پیسې واخیستې. په پوستو کې خلک ځورول کیږي. پنځه ورځې وړاندې بارکو ته روان وم،راته ودرېدل،او پلمه یې راته جوړه کړه،چې حوزې ته دې بیایو. له ماسره د ملګرو ملتونو د نوم لیکنې پاڼه وه، خو هغوی ونه منله. پیسې مو ورکړې، پرېښودو او راته ویې ویل چې په راتلونکي کې پام کوئ، په تکلیف یو، غوښتنلیک مو ورکړی خو وېزه نه راکوي او نه هلته (افغانستان ته) تللی شو او نه هم دلته (پاکستان) آرام یو.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر هغه کډوال چې نوې ویزه ترلاسه کوي، مکلف دي چې د ویزې د اعتبارد غځېدو لپاره په خپلو پاسپورټونو کې د پاکستان او افغانستان د ننوتو او وتو مهر ولګوي. دوه ورځې وړاندې هم یو کډوال چې د وتو او ننوتو د ټاپې د لګولو لپاره تورخم بندر ته تللی و، د طالبانو له لوري د لنډمهال لپاره ونیول شو او له څو ساعتونو پلټنو وروسته خوشي شو.
عظیم یو له هغو افغان کدوالو دی چې اړشوی پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکړي. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «موږ جي ۱۱(د اسلام اباد یوې سیمې) ته روان وو، چې دوو پولیسو زموږ موټر پرسړک ودراوه او له بدني تلاشۍ وروسته یې اسناد رانه وغوښتل. ماسره وېزه نه وه، نو په خپل ټيلفون کې مې اسناد وروښودل.هغوی وویل چې تاسو اسناد نه لرئ، باید د پولیسو تاڼې ته ولاړ شي. بېړنی کار مو درلود، نیم ساعت یې کېنولو، یو پولیس څنګ ته کړم او راته ویې ویل، چې په خبره پوه سړی یې، تر دې چې حوزې ته مو بوځم او هلته درې څلورساعته پاتې شۍ، شل زره کلدارې راکړئ چې خوشي مو کړم. تر ډېر جنجال وروسته یو منځګړی پیدا شو. بالاخره مو له نیکه مرغه دوه سوه کلدارې ورکړې، ځکه زموږ اسناد سم وو، یوازې په هارډ بڼه راسره نه وو.»
امید شایګان ( مستعار نوم) په پاکستان کې یو بل افغان کډوال دی. هغه وايي: « موږ دلته له بې پناهۍ پناه غوښتې ده، خو معلومه شوه، چې بې پناه کس ته په هېڅ ځای کې هم پناه نه وي او هر څوک يې د بې وسۍ او ناچارۍ له امله کړوي.»هغه چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له وېرې پاکستان ته تللی، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: « له ټولو ناهيلی شوی يم، هغه سازمانونه چې د بشري حقونو په نوم تغذیه کيږي، د قدرتونو په خدمت کې دي او د کډوال په نوم موجود او د هغه حقونو ته پاملرنه نه کوي او څومره چې کډوال خوار او ځار وي، هغوی به هغومره چاغېږي» اوس چې د پاکستان حکومت یو ضرب الاجل ټاکلی، غواړي د بشري حقونو پر سازمانونو فشار راولي څو نورې پیسې ترلاسه کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پولیسو په کراچۍ ښار کې تر زرو زیات افغان اتباع نیولي دي. تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د دوی د کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې تر ۳۰۰ ډېر کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي. بلخوا، ناچاره او بې سرپناه کډوالو د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو استازولیو ته سترګې نيولې، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي. دوی ټینګار کوي چې نه د تګ لاره لري او نه هم د اوسیدو ځای او دا د بې سرپناه کډوالو تر ټولو سخت کړاو دی.
په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان حکومت په دويم ځل بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه افغانانو ته چې د ویزې له ټاکلې مودې نه ډير په دغه هېواد کې اوسېږي، خبرداری ورکړی چې له دغه هېواده ووځي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي خبرداری کې ويلي وو، چې هغه بهرنیان چې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې له دغه هېواده ووځي، له جریمې معاف دي. په نوې خبرپاڼه کې بیا هم خبرداری ورکړل شوی چې که دغه کډوال په دغه هېواد کې پاتې کېدل غوره کړي، نو جریمه او زنداني به شي. د دې اعلامیې له مخې، د پاکستان حکومت حق لري چې دا ډول کډوال په منځني ډول تر درېیو کلونو پورې په بند محکوم کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه کې هغه طرحه اعلان کړې، چې له مخې یې د نورو هېوادونو هغه وګړي، چې په دغه هېواد کې یې یو کال تېر کړی وي او د ویزې له ختمېدو مخکې له پاکستانه ووځي، د ډسمبر تر ۳۱مې پورې له جریمې پرته د وتلو جواز ورکول کيږي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په يوې خبر پانه کې دغې طرحې ته « د بهرنيو وګړو لپاره د بښنې د طرحې» نوم ورکړی دی او ويلي يې دي، چې بهرنيو وګړو ته له جريمې پرته د وتلو جواز ورکول کيږي او هغو کسانو ته چې په دغه هېواد کې له ویزې پرته تر يو کال ډير اوسیدلي وي، له جريمې سره د وتلو جواز ورکول کيږي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې به د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې کوم اقدام ونه شي؛ چې د بښنې له دغې طرحې ګټه پورته کړي. د دې طرحې په یوه برخه کې راغلي: «د ۱۹۴۶ کال د قانون له مخې هغه بهرني وکړي چې په پاکستان کې له ټاکلې مودې ډير پاتې کيږي، په درې کاله بند محکومېدلای شي.» د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي: «د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر له ۳۱ وروسته به د هغو بهرنیو وګړو پر ضد اقدامات پیل شي، چې له یوه کاله زياته موده اقامت ولري. پر دې سربیره به، هغوی پاکستان ته د بيا راتګ لپاره په تور نوملړ کې شامل کړای شي.»
دا هرڅه په داسې حال کې چې اوس څلور میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. دغه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته د تګ او د بیلابیلو کارونو د ترسره کولو په نیت له هېواده وتلي دي. درملنه، سوداګري، په سفارتونو کې د اسنادو د پړاوونو ترسره کول او له طالبانو وېره پاکستان ته د دغو افغان کډوالو د تګ اصلي لاملونه دي. که څه هم د پاکستان حکومت په وار وار اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کوي او هغوی ته به د وېزو د ورکړې او د هغې د تمدید زمینه برابره کړي، خو بیروکراسي د دې لامل کیږي چې هر افغان وګړی د خپلې وېزې د تمدید لپاره په میاشتو میاشتو انتظار پاتې شي.