۸صبح، کابل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست (نصیر احمد فایق) وایي، د طالبانو لخوا د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو وژل دوام لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازوالۍ سرپرست دغه څرګندونې نن یکشنبه (وري ۲۷)، په خپله ټویټرپاڼه کړې دي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو د یوه غړي (ریاض احمدزي) د خپل کور مخ ته، د وژل کېدو د خبر له بیا خپرولو سره، فایق د پخواني پوځي د هدفي وژنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده.
نصیر احمد فایق پوښتنه کړی: د طالبانو عفوه چیرته ده؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د د دایمي استازولۍ سرپرست طالبان بداسې وخت کې د تېر حکومت د سرتېرو په وژلو تورنوي چې پدې وروستيو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د دغو سرتېرو مرموزې وژنې زياتې شوې دي. د دغو وژنو عاملین تر اوسه نه نیول شوي او نه محاکمه شوي دي.