د فرانسې په لیون ښار کې اورلګېدنه؛ د پنځو ماشومانو په ګډون لس تنه مړه شول

فرانسوي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د لیون ښار په شاوخوا سیمه کې د اورلګېدو له امله لږترلږه لس تنه مړه شوي دي.
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې، دا اورلګېدنه د جمعې په شپه درې بجې د فرانسې د لیون ښار شاوخوا یوه کوچني ښار کې شوې ده.
ددې پېښې له امله لږ ترلږه ۱۴تنه مړه او ټپیان شوي چې په وژل شویو کسانو کې پنځه ماشومان دي.
له دغې اورلګېدنې وروسته، کابو۱۷۰ اور وژونکو دا اور مړ کړی دی.
د والکسین والن کوچنی ښار چې اور پکې لګېدلی د فرانسې د تر ټولو بې وزله اوسېدونکو ځای دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارونین دا اورلګېدنه زړه بوږنونکې بللې ده.