د فرانسې لومړي وزیر ګابرېیل اتال د ولسمشر ایمانوېل مکرون سره د جګپوړو امنیتي چارواکو تر ناستې وروسته ویلي چې د ترهګرۍ خبراداري ځان لوړې کچې ته رسولی دی.
ګابرېیل اتال یکشنبه د مارچ پر ۲۴مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې دا پرېکړه مسکو ته څېرمه د داعش له وروستي برید وروسته شوې ده.
په فرانسه کې د ترهګرۍ خبرداری درې کچې لري او تر ټولو لوړه کچه هغه حالت پورې تړاو لري، کله چې په هېواد یا بهر کې برید شوی وي او د فرانسې لپاره سمدستي ګواښ ګڼل کېږي.
دا خبرداری په عمومي ځایونو کې د پوځ د ګزمو په څېر د فوقالعاده امنیتي اقداماتو ترسره کېدو ته لار هواروي.
داعش ډلې مسکو ته څېرمه د «کروکاس» کنسرت پر تالار د برید پړه چې شاوخوا ۱۴۰ کسان پکې ووژل شول، منلې ده.
بلخوا، فرانسه چې سږکال د المپیک سیالیو کوربهتوب ته چمتووالی نیسي، له دې وړاندې هم د داعش بریدونو هدف ګرځېدلې چې ترټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۵ کال نوامبر میاشتې و او پکې ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.