د طالبانو د بیا واکمنېدو له پنځمې کلیزې سره هممهاله، یو شمېر افغانان وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې کلتوري او اقتصادي محدودیتونو په هېواد کې د کتاب لوستلو کلتور پیکه کړی دی. دوی زیاتوي چې د طالبانو له لوري د ځینو کتابونو راټولولو، ځینو مطالعاتي سرچینو ته د لاسرسي محدودېدو او د کتابتونونو او کلتوري مرکزونو د فعالیتونو کمېدو د پخوا پرتله د مطالعې فضا محدوده کړې ده. د دوی په وینا، د کتاب لوستلو ډېری پروګرامونه، کلتوري ناستې او د مطالعې سیالۍ چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې ترسره کېدې، په تېرو پنځو کلونو کې کمې شوې یا درېدلې دي.
دغه کسان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو پر محدودیتونو سربېره، بېوزلي او بېکاري هم د دې لامل شوې چې ډېری کورنۍ د کتابونو د اخیستو توان ونه لري او ځوانان له مطالعې لېرې شي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به علمي سرچینو او بېلابېلو لیدلورو ته د ځوان نسل لاسرسی محدود کړي او د مطالعې کلتور به لا کمزوری کړي. د دوی په باور، د کتابونو او کلتوري چاپېریال محدودېدل په پای کې ټولنه د فکري ودې او عامه پوهاوي له یوې مهمې وسیلې بېبرخې کوي.
د غزني یوه اوسېدونکې سکینه وايي چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې مطالعه د ژوند یوه مهمه برخه وه او هره اوونۍ به د کتابونو د اخیستو لپاره کتابپلورنځیو او کتابتونونو ته تلله. هغه زیاتوي چې هغه مهال به یې د ساتېرۍ لپاره ناولونه او ادبي اثار هم لوستل او هیله یې لرله چې یوه ورځ به خپل شخصي کتابتون ولري. د سکینې په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هغې د خوښې ځینو کتابونو ته لاسرسی ستونزمن شوی او د کلتوري فضا بدلون هم د مطالعې لپاره د هغې لېوالتیا کمه کړې ده.
دغه نجلۍ وايي: «د طالبانو له راتګ مخکې به د کلي کتابپلورنځي ته تللم او ان کتابونه به مې په پور اخیستل او کور ته به مې راوړل. دومره ډېره کتابتون ته تللې وم چې کتابپلورونکو پېژندلم. په اوونۍ کې به مې په ۲۰ افغانیو دوه کتابونه اخیستل. ناولونه مې هم د ساتېرۍ لپاره لوستل. موخه مې دا وه، چې یوه ورځ خپل شخصي کتابتون ولرم؛ خو د طالبانو له راتګ وروسته مې ورو ورو خپل چاپېریال په تړاو هیله له لاسه ورکړه.»
سکینه زیاتوي چې د وخت په تېرېدو داسې احساس کړی، هغه پوهه چې په ټولنه کې د کارولو زمینه ورته نه وي، ډېره ګټه نه لري. هغه وايي: «هغه کتابونه چې ما د کلونو په اوږدو کې اخیستي وو، د کیلو په حساب مې پر کاغذ پلورونکي وپلورل. باور مې نه کېده چې یوه ورځ به له ما سره داسې څه وشي. کله چې مې دا احساس وکړ چې زه هېڅ رول نه شم لوبولای او هېڅ شی نه شم بدلولای، له ځان سره مې وویل چې هغه پوهه چې یوازې زما په ذهن کې پاتې کېږي، څه ګټه لري؟ هغه کتاب چې یوه ورځ زما تر ټولو ښه ملګری و، اوس څو میاشتې کېږي چې ان پرانیستی مې هم نه دی.»
د لغمان یو اوسېدونکی امرالله وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په خلکو کې د مطالعې کچه کمه شوې ده. د هغه په وینا، ځینو کتابونو ته د لاسرسي محدودېدل او د کلتوري فضا بدلون د پخوا پرتله د مطالعې فرصتونه کم کړي دي. هغه زیاتوي چې د پوهنتون پر مهال به یې په منظم ډول کتابونه لوستل او د افغانستان په اړه یې بېلابېلو اثارو ته لاسرسی درلود؛ خو اوس یې د خوښې ځینې کتابونه په کتابپلورنځیو او کتابتونونو کې په اسانۍ نه موندل کېږي.
د لغمان دغه اوسېدونکی وايي: «د مطالعې کلتور ډېر پیکه شوی دی. خلک نور د پخوا په څېر په اسانۍ کتابونه نه شي موندلای او لوستلای. سمه ده چې انټرنېټ او ټکنالوژي پرمختګ کړی او خلک له پیغامرسوونکو او ټولنیزو شبکو کار اخلي، خو کتاب لوستل او کتابتونونه بیا هم خپل ځای لري. په تېرو پنځو کلونو کې یوه ستونزه دا ده چې کتابونو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه رامنځته شوي دي؛ هر ډول کتاب نور په اسانۍ نه موندل کېږي. ما مخکې د افغانستان په اړه ډېر کتابونه لوستل، له دې ډلې د خلیلزاد او عبدالکریم خرم اثار؛ خو اوس ډېر دغه کتابونه نه پیدا کېږي چې ویې لولو.»
د کابل یوه اوسېدونکې آیلین وايي چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې له مطالعې سره ډېره مینه لرله، خو په تېرو پنځو کلونو کې یې د کتاب لوستلو لېوالتیا کمه شوې ده. هغه زیاتوي چې د ژوند شرایط، ورځنۍ بوختیاوې او د کافي تمرکز نشتوالی د دې لامل شوی چې د پخوا پرتله لږ کتاب ولولي.
آیلین وايي: «د طالبانو له واکمنېدو مخکې مې په ډېرې لېوالتیا او فرصت سره کتابونه لوستل، خو په دې پنځو کلونو کې مې د مطالعې انګېزه کمه شوې ده. د ژوند بوختیاوې، ورځني شرایط او کله ناکله د تمرکز نشتوالی د دې لامل شوی چې د پخوا پرتله لږ کتاب ولولم. وروستی کتاب چې ما ولوست، «زما جګړه» و او له هغه مې ډېر څه زده کړل. فکر کوم که د مطالعې لپاره مناسب شرایط او فرصتونه برابر شي، بیا وکولای شم ډېر کتابونه ولولم.»
د پنجشېر یو اوسېدونکی نظامدوست وايي چې د طالبانو واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد پر علمي اوکلتوري فضا منفي اغېز کړی او د څېړنیزو فعالیتونو، د پوهې د تولید او کتاب لوستلو زمینه یې محدوده کړې ده.
د پنجشېر دغه اوسېدونکی زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې، په پوهنتونونو کې دننه او بهر کلتوري او څېړنیزو مرکزونو فعالیت درلود او محصلانو، څېړونکو او د مطالعې مینهوالو د علمي فعالیتونو او کتاب لوستلو لپاره ډېر فرصتونه درلودل؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا فضا ورو ورو محدوده شوې ده.
نظامدوست وايي: «په تېرو پنځو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي، پر علمي فضا او ټولنه یې ناوړه اغېز کړی دی. هغوی داسې چاپېریال رامنځته کړی چې څېړنیز فعالیتونه، د پوهې تولید او کتاب لوستل ډېر ورو شوي دي. پنځه کاله مخکې کلتوري او څېړنیزو مرکزونو، که په پوهنتونونو کې وو او که له پوهنتونونو بهر فعالیت کاوه او د کتاب لوستلو انګېزه هم ډېره وه. له بده مرغه، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا فضا ورو ورو محدوده شوه او پوهنتونیان، څېړونکي او لیکوالان له علمي چاپېریاله لېرې شول. په پایله کې د مطالعې انګېزه هم کمه شوې ده.»
د پنجشېر یو بل اوسېدونکی شاهپوررضا وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې کلتوري فعالیتونه او د کتاب لوستلو پروګرامونه کم شوي دي. هغه زیاتوي چې دغه وضعیت له ټولنیزو شبکو د ځوانانو د پراخې استفادې ترڅنګ، د هغوی په منځ کې د مطالعې کچه هم راټیټه کړې ده. د هغه په وینا، مخکې د کتاب لوستلو سیالیو او کلتوري پروګرامونو ځوانان مطالعې ته هڅول، خو اوس دا ډول پروګرامونه ډېر کم شوي دي.
شاهپوررضا وايي: «د طالبانو له راتګ مخکې، کله چې زه د ښوونځي زدهکوونکی وم، هم مې د ښوونځي لپاره او هم مې د پوهنتون لپاره کتابونه لوستل. ناولونه، ادبي کتابونه او کیسې به مو لوستلې او دا لړۍ د زدهکړې تر پایه روانه وه. اوس چې د کار پړاو ته داخل شوی یم، ډېره مطالعه د څېړنو او مشخصو موضوعاتو لپاره کوم، خو د مطالعې کچه مې د پخوا پرتله ډېره کمه شوې ده.»
هغه زیاتوي چې د ځوانانو ډېره برخه وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروي او په دې فضا کې علمي او ښوونیزو مطالبو ته لږ پام کېږي. د هغه په وینا، د کلتوري فعالیتونو کمېدو او له ټولنیزو شبکو پراخې استفادې د ځوانانو د مطالعې فرصت او انګېزه کمه کړې ده.
شاهپوررضا وايي: «مخکې په پوهنتونونو او ښوونځیو کې کلتوري پروګرامونه او د کتاب لوستلو سیالۍ ترسره کېدې او بېلابېلو بنسټونو په دې برخه کې فعالیت کاوه؛ خو اوس نږدې داسې پروګرامونه نشته او کلتوري فعالیتونه ډېر کمزوري شوي دي. همدغو پروګرامونو کولای شول د هغو کسانو لپاره چې کتاب نه لولي د هڅونې یو پیل وي.»
په افغانستان کې د کتاب لوستلو د کلتور د پیکه کېدو په تړاو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې طالبانو په تېرو کلونو کې د خپرندویانو، کتابپلورونکو او کلتوري مرکزونو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. په دې موده کې زرګونه ټوکه کتابونه له کتابپلورنځیو او کلتوري مرکزونو راټول شوي او په ډېرو مواردو کې یې مالکانو ته د تاوان د جبران له ورکړې پرته مالي زیانونه اوښتي دي.
تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د منع شوو کتابونو د نوملړ یوه کاپي ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې وه. دغه نوملړ ښودله چې طالبانو له ۴۰۰ زیات سرلیکونه منع کړي او د هغو پلورل یې بند کړي دي.
د دغو محدودیتونو په لړ کې، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد پوهنتونونو ته امر کړی و چې خپل کتابتونونه د جمهوري نظام د دورې له یو شمېر کتابونو تصفیه کړي او پر ځای یې د «سیرت» په نوم کتابونه کېږدي. د دغه امر له مخې، د سلفیانو، حزبالتحریر، شیعهګانو او د جمهوري نظام د دورې د سیاسي مخالفانو اړوند کتابونه هم باید د پوهنتونونو له کتابتونونو راټول شوي وای.
دغه محدودیتونه په داسې حال کې عملي شوي چې یو شمېر افغانان وايي، کتابونو ته د لاسرسي کمېدل، د کلتوري پروګرامونو درېدل یا کمزورېدل او د کتابپلورنځیو د فعالیتونو ستونزمنېدل د بې وزلۍ او بېکارۍ ترڅنګ په افغانستان کې د مطالعې کلتور تر بل هر وخت ډېر کمزوری کړی دی.


