۸صبح، کابل: په پنجشېر کې د جګړې له تودېدو وروسته، په کندهار کې سرچینې وايي، چې د ۲۰ طالبانو اجساد دغه ولایت ته وروړل شوي دي.
یوې سرچینې نن یکشنبه د وري پر ۱۸ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په پنجشېر کې د تېرو دوو ورځو له نښتې وروسته، لږ تر لږه د ۲۰ طالبانو مړي لومړی کندهار او وروسته هلمند، روزګان او زابل ته لېږول شوي دي.
په دغو وژل شویو کې ۵ مړي د هلنمد، ۶ د روزګان او پاتې نور د کندهار او زابل ولایتونو دي.
وايي چې ډېری وژل شوي کسان د طالبانو د مشهور قوماندان پيراغا جګړه مار وو.
پيراغا دمګړۍ په پنجشېر کې په جګړه بوخت دی.
له درېیو ورځو راهیسې، د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت جبهې او طالب ځواکونو ترمنځ جګړې دواړو اړخونو ته تلفات اړولي دي.