۸صبح، غزني: په غزني کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې سېلاوونو د ۱۰۰۰ جریبه زمکې کرنيز حاصلات له منځه وړې دي.
په غزني کې له طبيعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ریاست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه سېلاوونه تیره شپه (د چنګاښ په ١٧مه) د دې ولايت په قره باغ، اندړو، واغز او ګيلان ولسواليو کې له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي.
د دغه رياست په وينا، دغو سېلاونو د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې خلکو ته تر ټولو ډېر زيانونه اړولي دي.
د دې ترڅنګ د قره باغ ولسوالۍ د لالهقلعه، فتحېقلعه او ملاموسی بابا په کلیو کې هم د استوګنې ۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په یاد سیمه کې د سېلاوونو له امله ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې وه.