مالیې وزارت او د ملګروملتونو سازمان د چنګاښ په شلمه نېټه «دافغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو جلب» په نوم ګډه غونډه وګړه. په دغه ناسته کې اعلان وشو چې افغانستان ۹۵۳ میلیون ډالره بشردوستانه مرستې ته اړتیا لري.
مالیې وزارت په دغه ناسته کې اعلان کړی چې افغانستان د جګړې او وچکالۍ له امله له سخت انساني ناورین سره مخامخ دی او د شمېرو له مخې، په روان کال کې د هېواد له درېیو یوه برخه وګړي د خوراکي خوندیتوب او اوبو د کمښت له خطر سره مخامخ دي.
د مالیې وزارت سرپرست په دغه ناسته کې چې په کابل کې وشوه، ویلي، افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.
د مالیې وزارت د اعلان له مخې، اټکل کېږي چې په هېواد کې کابو ۱۸،۴ وګړي میلیونه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. په همدې توګه، له پینځه کلنۍ کم عمره کابو نیمايي ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. له همدې امله د ماليې وزارت د ملګروملتونو سازمان په همکارۍ د بشردوستانه مرستو د جلبولو لپاره ګډ چټک پروګرام پیل کړی دی.
په دغه ناسته کې، د ملګروملتونو سازمان د استازي مرستیال رامزالاکبروف هم خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د وچکالۍ ځپلو او کورونا امله زیانمنو سره د مرستې رسولو لپاره د لازیاتو پیسو مرسته ونه شي، دا سازمان او نورې موسسې به د لازیاتې مرستې رسولو وس ونه لري.
له بلې خوا، هغه جوته کړه: «اړتیاوې ډېرې دي او باید بشردوستانه مرستې دوام وکړي.»
هغه وویل چې په افغانستان کې د نوموړي سازمان د بشردوستانه مرستو د زېرمو په پای ته رسېدو سره به د میاشتې ۳۰۰ زره تنه له بشردوستانه مرستو بې برخې شي.
الاکبروف همداراز څرګنده کړې چې دا په تېرو درېيو کلونو کې د وچکالۍ دوهمه څپه ده چې افغانستان ورسره مخامخ شوی او پر هېواد موسمي بدلونونه اغېز لري چې د کرنې برخې ته به ناوړه پایلې ولري.
د ملګروملتونو سازمان د اټکلونو پربنسټ، په روان کال کې په افغانستان کې د خلکو ستونزو ته په پام سره ۱،۳ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د الاکبروف په وینا، یوازې ۲۶ سلنه دا بودیجه چې ۴۵۰ میلیون ډالره کېږي، برابره شوې او له افغانستان سره د مرستې صندوق ۹۵۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. د مالیې وزارت او د ملګروملتونو سازمان د نړیوالې ټولنې له خوا ددغو پیسو د ورکولو غوښتنه کړې ده.
له بله پلوه، افغان حکومت د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د بشردوستانه پروګرامونو د عملي کولو لپاره له افغانستان سره د دوه تر ۲۵۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
د بشردوستانه مرستو د غوښتنې په ناسته کې افغان حکومت، د ملګروملتونو سازمان او ددغه سازمان تخصصي بنسټونو او ملي او نړیوالو بنسټونو ګډون کړی و.


