۸صبح، بادغیس: ځايي سرچینې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ په شهر ارمن سیمه کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوسته د بريد خبر ورکوي.
سرچینو سه شنبه د تلې پر ۲۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو د والي پر موټر هم راکټي برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې دوه طالبان وژل شوي دي.
تر اوسه د دغو پېښو د څرنګوالي او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.





