۸صبح، کابل: د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم د هالنډ په ارنهیم ښار کې ترسره شوي دي.
دغه مراسم دوشنبه د اکتوبر پر ۱۷مه د «برلیک یولي» (د یووالي لار) په نوم د سیاسي او ټولنیز بهیر په نوښت جوړ شوي و.
په دغو مراسمو کې ځينو سیاستوالو، فرهنګي او ټولنیزو فعالانو، د پوهنتون استادانو، پخوانیو نظامیانو او د بشري حقونو د بنسټونو استازو ګډون کړی و.
ویناوالو د تورکي ـ ازبکي ژبې، ادبیاتو او کلتور پر ارزښت، د کلتور او تمدن په پراختیا کې د تاریخي شخصیتونو پر ونډې او په تېرو څه باندې دوو پېړیو کې د ازبکي ژبې او فرهنګ پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې وکړې.
ځینو سیاسي، فرهنګي او علمي شخصیتونو، د پروفیسور بسمالله توردیقل میمنګي او د ترانسپورټ د پخواني وزیر ډاکټر داوود علي نجفي په ګډون، د ژبني او فرهنګي میراث د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږد پر ارزښت ټینګار وکړ.
د استاد خالمحمد شجاع د خاطراتو کتاب «د اور په زړه کې زېږېدنه» پېژندنه، د سیمهییزې موسیقۍ اجرا، د شعرونو دکلمه او د استاد عبدالحکیم کریمزاده د خطاطۍ او ښکلیو لیکنو د اثارو نندارتون د دغو مراسمو نورې برخې وې.
په پای کې د برلیک یولي بهیر د څه باندې نیمې پېړۍ علمي او مبارزاتي فعالیتونو په درناوي، پروفیسور توردیقل میمنګي، انجنیر محمد صالح اکبري او استاد نوروز علي حمیدي ته د ستاینلیکونو په ورکولو درناوی وکړ.





