• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

میرحیدر افضلي د ولسي جرګې پخوانی غړی میرحیدر افضلي د ولسي جرګې پخوانی غړی
۱۴ وری/حمل ۱۴۰۳ - ۲ اپرېل ۲۰۲۴ [t_time:1712043947]
Ahmad Al-Rubaye / AFP

Ahmad Al-Rubaye / AFP

کله چې ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال د جون پر۲۰مه د عراق د موصل ښار په جومات کې راڅرګند شو او د خلافت اعلان یې وکړ، لږو خلکو پر دې باور کاوه چې دوه کاله وروسته به داعش د نړۍ تر ټولو خطرناکه او تر ټولو شتمنه ترهګره شبکه شي او وبه کړای شي چې په دوو کلونو کې د عراق څلویښت سلنه خاوره او د سوریې یو پر درېیمه برخه خاوره ونیسي. داعش ډلې په عراق او سوریه کې له پرلپسې بریاوو وروسته، په ۲۰۱۵ کال کې په لومړي ځل اعلان وکړ چې د خپل فعالیت ساحه منځنۍ اسیا ته غځوي او د داعش د خراسان ولایت د بیا احیا کولو په فکر کې ده. د داعش د رامنځته کېدو د څرنګوالي او لاملونو په تړاو د بحث تر څنګ په دې مقاله کې د داعش خراسان د جوړېدو او د دغې شبکې د جوړېدو له وخته تر اوسه پورې د دغې شبکې د رهبرۍ پر معرفي کېدو تمرکز کوو.

په ۲۰۱۵ کال کې داعش د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) یو مهم غړی حافظ سعید د داعش خراسان شبکې د مشر او په عبدالروف خادم مشهور عبدالروف علیزی او عبدالحسیب د دغې شبکې د مرستیالانو په توګه اعلان کړل. په دې توګه په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د داعش خراسان فعالیت پیل شو.

حافظ سعید او د داعش خراسان په جوړولو کې د هغه رول

حافظ سعید چې په ملا سعید اورکزي هم مشهور دی، په ۱۹۷۲ کال کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې وزېږید. تر ۲۰۰۷ کال پورې چې د بیت الله محسود لخوا د پاکستاني طالبانو تحریک جوړ شو، د افغان طالبانو د ډلې غړی و. له ټي ټي پي سره د هغه اړیکې د بیت الله محسود له وژل کېدو وروسته خړې پړې وې او د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته خورا خرابې شوې. دغه اختلافونه د دې لامل شول چې حافظ په ۲۰۱۴ کال کې له څو اورکزیو کورنیو او تر خپلې قوماندې لاندې کسانو سره له پاکستانه د افغانستان ننګرهار ته سفر وکړي او د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سیمو کې تحریک جهاد پاکستان (TKP) جوړ کړي. خو د داعش له شبکې سره د هغه اړیکې بیا ۲۰۱۲ کال ته ورګرځي.

حافظ سعید له القاعده شبکې او د هغې له مشرانو سره د نږدې اړیکو له امله شاوخوا ۱۵۰ افغان او پاکستاني وګړي د النصره جبهې تر څنګ چې د ابوبکر البغدادي لخوا د بشارالاسد د مخالفانو د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه، جګړې ته ولېږل. دا کار د دې لامل شو چې د هغوی پام ورخپل کړي. د همدې نږدې والی په ترڅ کې کله چې داعش د خپل فعالیت د ساحې د پراخولو په فکر کې شو، نو خپل پخوانی ملګری حافظ سعید یې یو مناسب او وفاداره کس وباله او د ۲۰۱۵ په پیل کې یې په رسمي ډول د داعش خراسان د مشر په توګه اعلان کړ. حافظ سعید سمدلاسه د داعش خراسان د مشرتابه شورا جوړه کړه او د شاهدالله شاهد او ګلزمان په ګډون یې د ټي ټي پي څو مهم غړي چې له ده سره نږدې اړیکې لرلې، په دې شورا کې شامل کړل. د ننګرهار د اچین، کوټ، نازیانو، پيچر اګام او هسکې مېنې ولسوالۍ د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د داعش د خراسان په اصلي پناه ځایونو بدلې شوې. په دې توګه لومړی ترهګریز برید چې داعش خراسان یې مسوولیت پرغاړه واخیست په ننګرهار ولایت کې وشو چې په پایله کې یې درې تنه پولیس ووژل شول. ترهګرو شبکو لکه د ازبیکستان اسلامي غورځنګ، د لشکر طیبه یوې برخې او لشکر اسلام هم په ۲۰۱۵ کال کې په علنې توګه له داعش سره خپل بیعت اعلان کړ. حافظ سعید په ۲۰۱۶ کال کې په ننګرهار ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د داعش خراسان په جوړولو کې بل مهم کس عبدالرووف خادم و. عبدالرووف خادم د حافظ سعید له مرستیالانو و او په هلمند ولایت کې زیږیدلی و. خادم په قوم علیزی او د طالبانو یو له مهمو او مشهورو قومندانانو و، چې د ملا فاضل، قیوم ذاکر او ملا دادالله په په کچه ګڼل کېدای شي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې د مرکزي قول اردو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله. خادم له ملاعمر سره ډېرې نږدې اړیکې لرلې او د خلکو په ځپلو او د کابل د شمال په ورانولو کې یې مهم رول ولوباوه. د طالبانو له نسکورېدو وروسته ونيول شو او ګوانتانامو ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۰ کال کې له بنده خوشې شو، افغانستان ته راستون شو او بېرته د طالبانو او په پای کې د داعش خراسان له لیکو سره یو ځای شو. خادم په ۲۰۱۵ کال کې په هلمند ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو. نوموړی په هېواد او په تېره بیا د هېواد په سویل کې د داعش خراسان یو له اصلي بنسټګرو بللای شو.

له حافظ سعید وروسته عبدالحسیب لوګري د داعش د خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته. لوګری د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې زیږیدلی و. هغه د ​​پاکستان په سلفي مدرسو لکه د امام بخاري جمعه مدرسې او ګنج مدرسې کې دیني زده کړې کړې دي. له داعش سره له یو ځای کېدو مخکې د طالبانو غړی و او په داعش خراسان کې یې د حافظ سعید د مشرۍ پرمهال د هغه د یوه مرستیال په توګه کار کاوه. لوګری د داعش خراسان یو له ظالمو قوماندانانو و او د هغه د رهبرۍ پر مهال په افغانستان او پاکستان کې خونړي ترهګریز بریدونه پلان او ترسره شول. یو له دغو مهمو بریدونو د دهمزنګ په څلورلارې کې ځانمرګی برید یادولای شو، چې تر ۴۰۰ ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دغه راز پر سردار محمد داوود خان (۴۰۰ بستریز) روغتون برید او د باقرالعلوم پر مدرسې ځانمرګی برید د لوګري د رهبرۍ پر مهال د داعش نور لوی بریدونه وو. عبدالحسیب لوګری په ۲۰۱۷ کال کې له څو ساعته جګړې وروسته د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او امریکايي ځانګړو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

د ۲۰۱۵-۲۰۱۸ کلونو ترمنځ، داعش خراسان وتوانید چې د ابو عمر الشیشاني روزنیز کمپ په ګډون په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې رونیز او تمریني کمپونه جوړ کړي چې د دې ډلې د عراقي او سوري غړو لخوا اداره کېدل. دغې ډلې د دې شبکې د هغو غړو ویډیوګانې او عکسونه د خپلو رسنیو له لارې خپاره کړل چې هغه مهال فعال وو. که څه هم د دې ډلې د غړو کره شمېر نه دی معلوم، خو د راپورونو له مخې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د داعش خراسان د غړو شمېر له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې اټکلېده.

په ۲۰۱۷ کال کې امریکا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر مرکزونو ۹ ټنه وزن لرونکی د بمونو مور بم وکاراوه چې په پایله کې یې د دغې ډلې تر ۹۰ زیات غړي ووژل شول. ډیری دغه کسان د بنګله دیش، پاکستان او هند وو.

له عبدالحسیب لوګري وروسته د هغه مرستیال په ابو سعید باجوړي مشهورعبدالرحمن غالب چې د پاکستان په باجوړ کې زېږېدلی و، د داعش خراسان څانګې مشر وټاکل شو. ابو سعید له مشر کېدو وړاندې په ننګرهار کې د داعش خراسان د مشر په توګه هم کار کړی و. هغه په ​​پاکستاني مدرسو کې ديني زده کړې کړې وې او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې غړی و او له ۲۰۰۷ کال وروسته د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی شو. ابو سعید د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

د یادولو وړ ده چې د ځینو راپورونو له مخې د عبدالحسیب تر وژل کیدو وروسته د حافظ سعید ورور ارهابی د لنډ وخت لپاره د داعش خراسان مشري پرغاړه لرله.

د داعش خراسان بل مشر په اسلم فاروقي مشهور عبدالله اورکزی و، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د دغې شبکې مشري پر غاړه واخیسته. هغه د پاکستان په اورکزیو کې زیږیدلی او په قوم مموزی دی. اسلم فاروقي له ځوانۍ راهیسې له شیعه ګانو سره په دښمنۍ مشهور و. هغه له ټي ټي پي سره له یو ځای کېدو وړاندې د سپاه صحابه او لشکر جنګوي شبکې غړی و، چې د ترهګریزو شبکو له ډلې دي او د داعش په څېر د شیعه مذهب د پیروانو سختې مخالفې دي. فاروقي د ټي ټي پي تر جوړېدو پورې د افغان طالبانو غړی و.

د داعش خراسان شبکې د مشر په توګه د اسلم فاروقي ټاکل د ازبيکستان د اسلامي غورځنګ (IMU) په ګډون د دغې ډلې د متحدو شبکو له مخالفت سره مخامخ شول. ځکه هغوی فاروقي د پاکستان د استخباراتي شبکې مهره ګڼله.

د فاروقي د دورې له مهمو عملیاتو په کابل کې د مخابراتو پر وزارت برید، د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید، په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید او د پاکستان په کوټه کې څو چاودنې یادولای شو. فاروقي په ۲۰۲۰ کال کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو او زنداني شو. هغه هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د داعش د سلګونو نورو غړو په څېر له زندانه وتښتېد.

د داعش خراسان اوسنی مشر ثناالله غفاري دی چې په شهاب المهاجر مشهور دی. نوموړی په ۱۹۹۰ کال کې د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په خروټي کلي کې زېږېدلی دی. هغه له داعش سره تر یو ځای کېدو مخکې د طالبانو له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې او همکاري لرله. نوموړی د کابل پوهنتون محصل و او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر مهارت لري. هغه له خپل کم عمر سره سره،  په ​​مهارت سره  توانیدلی چې له هغو استخباراتي شبکو لېرې پاتې شي چې په تیرو څلورو کلونو کې یې تعقیبوي. د خراسان د داعش د مشرانو په منځ کې غفاري تر ټولو ډېر وخت تېر کړی، چې دا د ده د ځيرکتیا ښودنه کوي. د هغه د اوسېدو ځایونه د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت او په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار ولایتونه دي.

غفاري په داسې حال کې د داعش خراسان مشر شو چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو او ناټو د عملیاتو په پایله کې د دغې ډلې مرکزونه تقریباً په ټول افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې وو او په عین حال کې د داعش په اصلي مرکزونو لکه عراق او سوریه هم دا ډله په خورا بد حالت کې وه. د غفاري په موجودیت کې داعش خراسان څو پیچلي عملیات چې په هغو کې د کابل د هوايي ډګر پر آبي دروازې برید، د کاج پر کورس برید، د بلخ ولایت پر مقام برید او په دغه ولایت کې د طالبانو د والي له منځه وړل، په کابل کې د چینایانو پر هوټل بريد، په کابل کې د روسيې پر سفارت بريد، په ايران او د سيمې په نورو هېوادونو کې څو بريدونه او په کندهار او مسکو کې وروستي بريدونه پکې شامل وو، ترسره کړي دي. په دې توګه دغه ترهګره شبکه د سیمې د هېوادونو او افغانستان د کورني امنیت پر وړاندې په لومړۍ درجه ګواښ بدله شوې ده.

که څه هم د داعش خراسان د بریدونو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۱۲بریدونو ۲۲ بریدونو ته راټیټ شوی، خو باید هیر نه کړو چې د تېرو کلونو په پرتله د اهمیت او کیفیت له پلوه په ښه حالت کې وو او دا ښیي چې دغې ترهګرې شبکې بیا سر راپورته کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.