۸صبح، بدخشان: د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولانو ویلي چې په دغه ولایت کې یې د ځانوژنې هڅو څلور پېښې ثبت کړې دي.
د بدخشان د ولایتي روغتون سرطبیب شفیق همدرد شنبه د وري پر ۲۵مه ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې څلورو نجونو د «موږک وژلو درملو» په خوړولو غوښتل ځانونه ووژني.
د نوموړي په خبره، روغتون ته له راوستل کېدو وروسته د دغو نجونو درملنه شوې او له مرګه ژغورل شوې دي.
همدرد ویلي چې دغو نجونو د کورني تاوتریخوالي او جبري ودونو له کبله د ځانوژنې هڅې کړې دي.
د یادونې ده چې اووه ورځې وړاندې هم د بدخشان مرکز په فېضاباد کې یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځانوژنه کړې وه.