ازادي د استبداد تر سیوري لاندې
لیکنه: عبدالحق پکتین

د ازادۍ مفهوم په معتبرو لغتنامو او قاموسونو کې او د افغانستان فعلي وضعیت
آزادی، عتق، حریت، اختیار، خلاف بندګي و رقیت و عبودیت و اسارت و اجبار، قدرت عمل و ترک عمل، قدرت انتخاب… که په عربي پوهېږئ؛ نو لږ ورته متوجې شئ! چې عربي قاموسونو ازادۍ ته کوم تعریف کړی ده.
معجم العرب؛
حُرِّيَّةٌ: حَقَّقَ الشَّعْبُ حُرِّيَّتَهُ”: أصْبَحَ سَيِّدَ أُمُورِهِ يُسَيِّرُهَا وَيُمَارِسُهَا كَمَا يُرِيدُ، التَّخَلُّصُ مِنَ السَّيْطَرَةِ الأجْنَبِيَّة.
مِنْ حُقُوقِ الإنْسَانِ أنْ يَتَمَتَّعَ كُلُّ مَوَاطِنٍ بِحُرِّيَّةِ التَّجَوُّلِ وَحُرِّيَّةِ الرَّأْيِ وَحُرِّيَّةِ الاعْتِقَادِ وَحُرِّيَّةِ التَّعْبِير،”حَقُّهُ فِي اخْتِيَارِ مَا يُرِيدُ حَسَبَ اعْتِقَادِهِ، واِقْتِنَاعِهِ الف:”الحُرِّيَّةُ الفَرْدِيَّةُ”: ما يَنْبَغِي أَنْ يَتَمَتَّعَ بِهِ الْمُواطِنُ مِنَ الحُقوقِ الْمَدَنِيَّةِ الَّتِي يُخَوِّلُها لَهُ القانونُ. ب. “الحُرِّيَّةُ السِّيَاسِيَّةُ”: هِيَ حَقُّ الْمُوَاطِنِ فِي التَّمَتُّعِ بِحُقُوقِ الْمُوَاطَنَةِ فِي ظِلِّ نِظَامٍ دِيمُقْرَاطِيٍّ. ج.”حُرِّيَّةُ الاِعْتِقَادِ”: هِيَ حَقُّ الإنْسَانِ أنْ يَعْتَقِدَ الدِّينَ الَّذي يَرْتَئِيهِ. د.”حُرِّيَّةُ النَّشْرِ”: حَقُّ الإنْسَانِ فِي أنْ يَكْتُبَ وَيَنْشُرَ آرَاءَهُ وأفْكَارَهُ. هـ. “الحرِّيَّةُ الطَّبِيعِيَّةُ”: حَقُّ الإِنْسَانِ فِي أنْ يَتَصَرَّفَ فِي الحَيَاةِ بِطَبِيعَةٍ دُونَ أيِّ ضَغْطٍ خَارِجِيٍّ. و. “الحُرِّيَّةُ الْمَدَنِيَّةُ”: هِيَ حَقُّ الْمُوَاطِنِ أنْ يَتَصَرَّفَ وَيَعْمَلَ حَسَبَ القوَانِينِ الْمَدَنِيَّةِ.
آزادي، لفظ په معتبر فارسي قاموس (لغتنامه دهخدا) د حریت، عتق یعنې له قیده وتل، خود اختیاري/مختاري، خلاف د بردهګۍ او بندهګۍ، او دا چې یو څوک د هر کار د کولو قدرت ولري، او بالآخره د انتخاب حق او اختیار ولري.
معجم العرب د (عربي قاموسونو یوه مجموعه) حریة چې د آزادۍ معادله کلمه ده، د آزادي لپاره لاندې شاخصونه، مشخص کړي دي:
«آزادي یو انساني حق ده. د هېواد هر وګړی، له دې حقه استفاده کولای شي، او دا حق د آزادانه تګ راتګ، ازادانه خپل نظر، عقېدې، تعبیر او تفسیر څرګندول، د خپل قناعت او عقېدې مطابق پخپل اختیار هرڅه ترسره کول، دا آزادۍ کې شامل دي.»
دغه قاموس په یوڅه تفسیر سره، د آزادۍ لپاره څه نور شاخصونه په لاندې ډول وړاندې کړي دي:
لږترلږه د پورتنیو دوو قاموسونو تعریف او تشرېح ته په کتو؛ ازاد هغه څوک ګڼل کېږي او یا هغه ملت ازاد دی، چې فکر يې ازاد وي، یعني څه ډول چې وغواړي هماغسې فکر وکړي. له کوم سیاسي فکر سره چې غواړي واوسي، دغه شخص کولای شي یو سیاسي فکر خوښ کړی او بل نقد کړي، همدارنګه دی کولای شي له خپل فکر څخه دفاع وکړي او له نورو سره استدلال پرې وکړي.
څوک/ملت د چا تر اسارت او اجبار لاندې نوي:
خلک یوازې د خپل خالق بندهګان وي، معتبر قانون(له برنیو منل شويو معیارونو څخه) موجود وي. د ټولو وګړو مدني او سیاسي حق او حقوق کې خوندي او تضمین وي، هر څوک ازدانه خپل ژوند مخته یوسي، څوک يې په چارو کې مداخله ونکړي.
مذهب او عقېده يې ازاده وي: کله چې زمونږ خالق یوه داعي ته وايي (حق بیان کړه د چا چې خوښه وه، ودې مني او د چا چې خوښه نه وه؛ مخ دې ترې واړوي) نو زمونږ په شان بنده به څه وي چې نور خلک د خپل فکر په منلو مجبوروي، او خلک د بنده بندهګان جوړوي.
انتخاب يې ازاد وي: یوڅوک وکولای شي کوم سیاسي فکر یا ټولی، چې زړه يې وغواړي د ځان لپاره د یو آیډیال په حیث وټاکي او پسې ولاړ شي، د ژوند سټایل/طریقه پخپله خوښه ځانته وټاکي، هېڅوک-که حاکم وي که عادي وګړی- مداخله په کې ونهکړي او نه ځانته د مداخلې حق ورکړي. د فرد او ملت اراده ازاده او محترمه وي. د ملت اکثریت چې څه وغواړي عملي یې کړای شي، او ملت په مجموعي ډول د خپلې ارادې د انعکاس مراجع ولري.
هر شخص پخپل شخصي حریم کې ازاد وي: څوک يې په تیلفون، د شخصي او فامیلي اړیکو او چکر په طرز کې مخیل واقع نشي.
بیان او سالمه نیوکه: خبره يې ازاده وي، یو څوک وکولای شي ازادانه خپل نظر څرګند کړي، او وکولای شي د نیوکې وړ شي باندې نیوکه وکړي. مسؤل چارواکې؛ لکه څرنګه چې يې له نوم څخه معلومېږي، ورته ښايي چې انتقاد پذيره او ووسي.
اکاډیميکه ازادي؛ دا ډول آزادي په علمي مراکزو کې موجوده وي. ښونکی، مدرس، د پوهنتون استاد، مبلغ او لیکوال وکولای شي، په په پوره آزادۍ او ډاډ سره په علمي او اکاډیميکو مسائلو بحث او لیکل وکړي او نورو ته د بحث او نظر مجال پرېږدي؛ ترڅو تحقیقاتو او ریسرچونو ته زمینه برابره شي. او نوي افکار او نظریات را وغوړېږي او وده وکړي.
د قانون حاکمیت: (رول آف لا/ Rule of law) د قانون حاکمیت، د ټولو مشروع او قانوني نظامونو یو مهم اصل دی. پدې معنی چې قانون به په هرڅه پورته وي. ټول-له رهبره نیولې تر عسکره- به د قانون تابع وي. نو له قانون پرته په ټوله کې د انسانانو آزدۍ خوندي دي.
آزادي په اوسني افغانستان کې:
د آزادۍ دغو يادو ځانګړونو ته په کتو اوس پوښتنه دا را پورته کېږي چې آیا افغانان د أزادۍ ددغو متشکله عناصرو له مزایاوو څخه برخمن دي او که څرنګه؟ او داچې افغانان څومره له دغو بشري او خدای ورکړو آزادیو څخه استفاده کوي یا کولای شي، استفاده وکړي! د بېلګو په راوړولو سره به په هره يوه یو څه بحث وکړو:
فکر:
افغانان په ځانګړې توګه ويښه طبقه، د فکر هېڅ ډول ازادي نلري! هره معقوله خبره، وړانديز، انتقاد حاکمه اداره، د ځان پر ضد په تبلیغ او تخریب تعبیروي! خلک نشي کولای د سوشئل مډیا او یا بل کوم سټېج او ممبر څخه په ډاګه یو سالم انتقاد وکړي، پاتې شوه د تېزې نیوکې خبره! دلته د داسې انتقاد لپاره هېڅ ځای نشته. تر دې چې په یوه خالي کمنټ يا فېسبوکي پوسټ، یو ځوان نیول شوی، وهل شوی، بندي شوی، او حتی وژل شوی دی! هو! رښتیا هغه بیان او تعلیق آزاد دی، چې د حاکمې ډلې هرڅه ته ښه ووايي او هره نادوده يې په پټو سترګو مني، او يا پروپاګند ورته کوي!
ملي اجبار او اسارت:
يوې ډلې د یوې توطیې په پایله کې، د ټول ملت برخلیک، په نامشروع ډول یرغمل کړی. د ملي ارادې د انعکاس هېڅ څرک نشته! پارلمان نشته. د قواوو تفکیک نشته. په مستقیم یا نامستقيم ډول د ولسمشر انتخاب نشته. چارواکي ملت ته ځان مسؤل نه ګڼي. شورا چې د یو مشروع نظام ملي او بینالمللي اصل دی، درک نلري. يو پوره استبداد او مطلق العنانیت حاکم دی.
د مذهب او عقېدې آزادي:
د طالب په نظام کې؛ لکه څرنګه چې اجتماعي او مدني ازادۍ نشته، مذهبي ازادي لاپسې محدوده ده. غېر مسلمان افغان تبعه، د ژوندکولو حق نلري. له هغوی چې لږ را تېر شو په مسلمانانو کې، شيعه تکفیروي او په حکومت کې خو هېڅ ځای نلري. که یو قدم نور راښکته شو نو د اهل سنت والجماعت نور مذاهب نه مني او مختلفې ټاپې پرې لګوي. د مذهبي آزادۍ وروستۍ مرحله يې داده، چې حتی هوښیار او بافهمه حنفي د سَلفي، وهابي، داعشي په نوم تکفیروي او وژني یې. د دوی په دې لنډ تاریخ کې، مونږ د سلهاوو، او زرهاوو داسې پېښو شاهدان وو او یو.
د انتخاب آزادي:
له ولسمشره یا هېوادمشره را نیولې د پارلمان د غړو او حتی د یوې عادي ادارې د مشر تر انتخابه پورې، افغانان د ټاکلو او یا رأيې ورکولو صلاحیت نلري؛ بلکه د هرې ادارې غړي مجبور دي، ترڅو پر دوی د مقرر شوي آمر، رئيس، او مدیر (علمي-مسلکي وړتیا او کاري تجربه خو پرځای پرېږده!) بې قید او شرطه اطاعت وکړي، ولو که يې دوی هېڅ پېژني هم نه. له وزارتونو را نیولې بیاتر ټولو نظامي، ملکي او اکاډيميکو/علمي ادارو پورې، د ټولو په رأس کې داسې کسان مقررېږي چې د نوموړو ادارو، مسلکي او تجربه لرونکي غړي بیخي ورنه ناخوښه دي. نه چا پوښتنه ورڅخه کړې او نه خپل أمر پېژني. نه تنها داچې افغانانو په سیاسي او رسمي ژوندکې د آزادانه انتخاب حق بايللی دی؛ بلکې په شخصي لحاظ هم د دوی ټولې ازادۍ محدودې او یابیخي بندې شوې دي. د افغانانو شخصي تیلفون او کمپیوټر، کور، د کالیو اغوستلو او وېښتانو جوړولو سټایل، جیب، او حتی له خپلو ښځو او کورنیو سره د روابطو ساتلو او ژوند تېرولو تګلاره خوندي نده. د محجبو او باعزته ښځو، د حجاب اغوستلو طریقه خوندي نده.
د فرد او ملت اراده: د فرد او ملت آزادې ارادې ته احترام نه کېږي. د فرد او ملت اراده محکومه ده. اکثریت ملت یوڅه غواړي او یوه محدوده طبقه بل څه پرې ور تحمیلوي. د فرد او ملت د ارادې د تمثیل ځایونه، نه د ملي شوری په شکل شته، نه په حکومت کې شته، نه دې ولایت او ولسوالیو په کچه شته!
اکاډیميکه ازادي: په علمي او تدریسي ځایونو کې، ښونکي، مدرسین او لېکچرران یا د پوهنتون استادان پخپله ساحه کې باید د تدریس د ورکولو د خپلو نظریاتو او یا د نورو د نظریاتو د اورېدولو پوره آزادي ولري. اما د اوسني حاکمیت تر سیوري لاندې، نه مدرس په مدرسه کې، نه ښونکی په ښونځي کې، او نه استاد په پوهنتون کې، هېڅ راز علمي-مسلکي ازادي نلري. هو رښتیا د هغه چا لپاره کامله آزادي ده، چې د طالب په ګټه پروپاګند کوي. ښونکی په مکتب کې، مدرس پخپله مدرسه کې او استاد په پوهنتون کې د طالب او ددوي د استبدادي حاکمیت د تایید په باره کې هرڅه ویلای شي! یاد خلک هغه دغه آزادیانې لري چې د يوې خاص طبقې له تعبیر او روایت سره سمې وي، او د حاکمې ډلې ګټې تضمین کړي؛ په ملت پسې دې بلا وي!
د قانون حاکمیت: ظاهراً د قانون حاکمیت د انسانانو آزادۍ ته یو ګواښ دی؛ خو د قانون حاکمیت، د ټولنې د نخبه او جمعي عقل زېږنده دی. دا له یوې خوا د انسانانو آزادۍ مقېدې کوي اما په ټوله کې، قانون د يوه قانونمند او معیاري نظام د رامینځتهکېدو او ټینګېدو لامل ګرځي، ځکه نو د انسانانو په خیر دي. د قانون حاکمیت ټولنه له ځنګلي او انارشي حالته، د آرام ژوند او ثبات په لوري بیايي.
استبداد: هم عربي کلمه ده، معنی يې ظلم، زور زیاتۍ او قهر دی. په عربي قاموسونو کې، چې کله د استبداد د کلمې معنې او مفهوم راسپړې، استبداد ټول انساني مقدس حقوق، چې عبارت دي د فکر، ابداع او ابتکار له ازاديو څخه، دا ټول تر پښو لاندې کوي. که چېرې همدغه د فکر او ابداع ازادۍ انسانانو ته ورکول شي، په ټولنه کې افکار وده کوي او د بشري ټولنو د پرمختګ باعث کېږي.
د استبداد د کلمې د لغوي څېړنې پر دوام، په یوه عربي ډکشنرۍ کې استبداد/دکتاتوري داسې معنا کړې: «استبداد اصل کل الفساد!» یعنې استبداد د ټولو مفاسدو اصل او ريښه دی.
زمونږ پر وړاندې عملي او تاریخي تجارب هم دا ښيي چې استبداد په رښتیا، چې د ټولو رزائلو او مفاسدو سر دی. په استبداد کې استعدادونه ودې ته نه پرېښودل کېږي، ازادانه او مستقلې څېړنې ناشونې کېږي، د انسان ټولې ازادۍ مطلقې صلبېږي او یا محدودېږي، خوله او ژبه دې بندېږي، د عدالت غوښتنې غږونه چپ کېږي، د بیان ازادۍ ټولې سرخوري، معقول استدلال او منطق خپل ځای د يوې خاصې حاکمې طبقې تیاره فکر، جهالت او نامشروع خواهشاتو ته پرېږدي.
ځانپرست مستبد پړی شکوي، او په یو مطلق العنانه دکتاتور بدلېږي. تر ټولو مهمه داچې د شورا اصل له مینځه ځي او د ملت د غږ د انعکاس هېڅ مرجع نشته! خو که وي هم، څوک يې غږ نه اوري او نه یې څوک ځواب وایي. اوس نو حاکمه طبقه په يوه مکمل ملت باندې کته ږدي او په هره خوا يې، چې زړه غواړي، زغلوي يې! دلته ده چې د استعمار دوهمه مرحله (استحمار) شروع کېږي، لکه مخکې هم چې اشاره وشوه، يوه محدوده او نااهله طبقه له یو تاریخي ملته، کته کړی خر جوړوي! او په ټولو سرچینو یې ورته خېټه اچوي. کله چې استبدادي حاکمیت د ملت په څټونو سپور شو او د خلکو له مالي سرچینو يې لامحدوده بېمسؤلیته استفاده پیل کړه؛ نو دغې مرحلې ته استثمار ویل کېږي. همدا وخت دی، چې استعمار خپل وروستی پړاو یعنې د ګټې اخيستنې مرحلې ته رسېږي. خو دا اهداف ټول هغه مهال په جبر واکمن شوی حاکمیت ترلاسه کولای شي، چې ملت جاهل او ناخبره وساتل شي. د وګړو د فزیکي، ټولنیزې، عاطفي او فکري آزادۍ قاتلان په همدې اساس پر اسیر کړي رعیت، د پوهې او رڼايي ټولې دروازې بندوي.
پايله:
د اوسنۍ ادارې تر سیوري لاندې د افغانستان وګړو خپلې ټولې ازادۍ، مدني او سیاسي حقوق له لاسه ورکړي. د ملت ټولې ازادۍ (ټولنیزه، عاطفي، فکري، مدني او روحي آزادۍ) يوې خاصې طبقې یرغمل کړې دي. واکمنه طبقه ځان خپلواک بولي؛ خو څلويښت میلونه وګړي يې، د افغانستان په نوم په یوه زندان کې اچولي دي. د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په نامه يې مطلق ظلم او استبداد (استبداد اصل کل الفساد) حاکم کړی دی. دغسې حالت هېڅ باضميره او ازاد منشهانسان- په تېره بیا آزادخیاله افغان نشي زغملای. نو همدا انسان له دغه ډول اختناقي حالت څخه د ځان او خپل ملت د راوتو لپاره هرڅه کوي، هر ډول مبارزې ته لاس اچوي.