د ښوونځيو له بند پاتې کېدو سره باید عادت نه شو

په افغانستان کې د سواد او زده کړې د کچې په اړه وروستۍ خپرې شوې شمېرې د اسلامي جمهوریت په وروستیو کلونو پورې اړه لري. هغه شمېرې هم د جګړې، د روڼتیا او اسانتیاوو د کموالي له امله نسبي وې او په تر ټولو غوره حالت کې یې واقعیت ته نږدې انځور وړاندې کاوه. د طالبانو د دوو امارتونو تر منځ په شل کلن واټن کې له نسبي هڅو سره سره، د افغانانو د سواد کچه شاوخوا ۳۸ سلنه ګڼي. د ښوونې او روزنې شاخص چې د لویانو د سواد د کچې او په لومړنیو او منځنیو ښوونځيو او لېسو کې د داخلې د کچې ترکیب دی، د هیواد وضعیت ښه ښیي. په پرمختللو هیوادونو کې دا شاخص اعشاریه نهه او تر هغه لوړ دی. نړۍواله منځنۍ کچه اعشاریه اوه ده. افغانستان په یوې تر ټولو ټيټې پوړۍ کې ناست دی او اعشاریه څلور نمرې لري.

نږدې دوه کاله کېږي چې موږ د ټوپک په زور او امارتي فرمان له دغې د شرم وړ زینې نه هم لاندې راښکته کېږو. د هېواد د اوسېدونکو لویه برخه په رسمي ډول له زده کړو منعه ده او پاتې نور يې له غیر مدرسه يي نصاب سره د واکمنانو د دښمنۍ له امله له ډېرو محروميتونو سره مخ دي. د ښوونکو کمښت، په نصاب کې ناسم بدلونونه او د پوهنې ضد پراخو تبلیغاتو د پوهنې نظام عملاً فلج کړی دی. د زده کړو مخالفت او د مدرسو او تش په نوم د ښوونیزو پروژو دودېدو د زده کړو مخ پر ځوړ بهیر ګړندی کړی دی. د نصاب په پراختیا او ښوونیزو بیخ بناوو باندې پانګونه درېدلې ده او د خصوصي زده کړو بازار د سختو محدودیتونو او د تقاضا د کموالي تر فشار لاندې ورځ تر بلې د کوچنی کیږي.

له اقتصادي ودې، ټولنیزې هوساینې، سیاسي واک او کلتوري ودې سره د معیاري زده کړو پر اړیکه له طالبانو او هغو کسانو پرته چې د پوهنې پر ضد یې ملا تړلې ده، ټول افغان ولس پوهېږي او په ټول هېواد کې زده کړو ته لېواله دي. خو د طالبانو د تعلیم ضد تګلارو پر وړاندې غبرګونونه د قناعت وړ نه دي. ګواکې هغه ولس چې پر ځان او روان  یې د کلونو ناامنۍ، بې ثباتۍ او بې ساري ترهګرۍ ټپونه لګېدلي دي او له لسیزو جګړو او وژنو ستړي شوي، د امنیت د ټینګښت لپاره، که لږ تر لږه د لنډې مودې لپاره هم وي، د خپلو اولادونو د بې سوادۍ په ګډون د ډېرې درنې قربانۍ زغملو ته چمتو دي. دا زغم ډېر دردناک دی او لوړه بیه لري. له تړلو ښوونځیو سره عادت کول به امنیت او سوله رانه ولي، بلکې ټولنه به د نه جبرانېدونکو ناامنیو پر لور بوځي. په داسې حال کې چې نوره نړۍ په حیرانوونکې چټکتیا سره د زده کړې، څېړنې او پرمختګ پر لاره روانه ده، موږ د هغه ارتجاعي خوځښت پر وړاندې ګواکې«زغم» خپل کړی چې ټولنه شاته ستنوي او د طالبانو د رحم او د بهرنیانو د ملاتړ په تمه پاتې یو.

د دې لپاره چې پوه شو چې موږ له نورې نړۍ څومره واټن لرو، ښه ده چې یو بل ته ورپه یاد کړو چې نور هیوادونه هر کال د هر کس تعلیم ته څومره ارزښت ورکوي او او د لوړاوي لپاره یې څومره پانګونه کوي. د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (او اي سي ډي ) په رسمي پاڼه کې راغلي دي، چې د دغه سازمان اووه دېرشو غړو په ۲۰۱۹ کال کې د هر ښوونځي پر زده کونکي په منځني ډول ۱۷ زره او ۵۶۰ امریکایي ډالره لګولې وو. ځینو دغو هېوادونو تر ۲۵ زرو پورې لګښت هم کړی و.  د دغو پیسو نږدې دوه پر دریمه برخه د ښوونکو په معاش، د بیخ بناوو په پراختیا، تدریسي موادو او مدیریت او یوه پر دریمه بله برخه یې په څیړنې او پراختیا باندې لګول شوې دي. په واقعیت کې په هغه کال کې هېوادونو د دې لپاره چې پوه شي، څنګه خپل ښوونیز نظام او نصاب ښه کړي او د زده کړې موثریت زیات کړي، هر کال د هر ښوونځي پر زده کونکي نږدې شپږ زره ډالر لګولي وو. پایله یې هم روښانه ده. هغوی چې د امریکا او د هغې د متحدینو د وسلو او جنګي ماشینونو له ورسپارل کېدو  وروسته یې زموږ د ولس کړولو ته مخه کړې او د ویښتیا او ازادۍ نښې هدف ګرځوي، وږي دي او هره اوونۍ له هغو هیوادونو د ډالرو د کڅوړو د را رسیدو لپاره شېبې شماري چې د طالبانو په څېر د زده کړو مخالفت نه کوي، په هغو موټرو کې په ګرځېدو ویاړي د ښوونځي والو جوړ کړي او پر هغو ټوپکونو چې همدغو د ښوونځي والو ورسپارلي، د ځواک احساس کوي.

د ښوونځي د ضدیت پر وړاندې خپل حساسیت باید ژوندی وساتو او د تعلیم او آزادی پر وړاندی خنډونه لېری کړو. دا تر ټولو مهمه دنده ده.

ورته لیکنې

Back to top button