یو شمېر هېوادوال د بېکارۍ پر زیاتېدو او د دې وضعیت پر دوام سخته اندېښنه څرګندوي او وايي، د طالبانو له ادعاوو سره سره، د کار فرصتونه ورځ تر بلې محدودېږي او په دولتي ادارو کې یوازې د طالبانو غړو او د هغوی د کورنیو کسانو ته د ګومارنې فرصت ورکول کېږي. له دې سره هممهاله، یو شمېر هټيوال هم د خلکو د پېرلو د ځواک له کمېدو شکایت کوي او ټینګار کوي چې د ګټې پر ځای یې زیان کړی دی. یو شمېر نور هېوادوال وايي، د بېوزلۍ او بېکارۍ د دوام له امله یې ډېر مهم خوراکي توکي له خپلو خوراکي لومړیتوبونو ایستلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د افغانستان د نفوس درېیمه برخه به په راتلونکي ژمي کې له لوږې سره مخ شي. د دې شورا په وینا، سږ کال لږ تر لږه دوه میلیونه نور کسان د هغو خلکو په شمېر کې ورزیات شوي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د اقتصادي ودې په اړه د طالبانو له ادعاوو سره سره، یو شمېر هېوادوال د بېوزلۍ او لوږې د روان ناورین په اړه سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د کار د نشتوالي او د کاري فرصتونو د نه رامنځته کېدو له امله د بېکارۍ ناورین دومره پراخ شوی چې یو شمېر ځوانان له ژونده ناهیلي شوي او خپل راتلونکی تیاره ویني. د دوی په وینا، طالبان لا هم د خپلې ډلې تر واک لاندې ادارو ته د «جنګي غنیمت» په سترګه ګوري او د ګومارنې فرصتونه یوازې هغو کسانو ته ځانګړي کوي چې د طالبانو غړي یا د دې ډلې پخواني همکاران وي.
د کندهار اوسېدونکی اکبرجان وايي: «دلته بېکاري ډېره پراخه ده. ما پوهنتون لوستی، خو ان یوه عادي دنده هم نه شم پیدا کولای؛ ځکه دلته داسې کسان ګومارل کېږي چې د اړوندو دندو د ترسره کولو او بست د سمبالولو وړتیا او وړ شرایط نه لري. د کندهار ولایت ډېر ځوانان بېکاره دي او اړ کېږي چې په ناقانونه او قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي. زما په څېر کسان اړ کېږي چې یا بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي، یا په ځانوژنې لاس پورې کړي او یا هم جنايي جرمونو ته مخه کړي.»
د کندهار دغه اوسېدونکی زیاتوي: «ژوند راته ډېر سخت شوی دی. زه هم کله ناکله د ځانوژنې په اړه فکر کوم. د دې وضعیت اصلي لامل د کاري فرصتونو نشتوالی دی. هېڅوک کار او عاید نه شي پیدا کولای. زما د کورنۍ ځینې غړي نوروهېوادونو ته تللي او په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ټولې ستونزې د بېکارۍ او بېعدالتۍ پایله ده؛ که داسې نه وای، هېچا به دومره لوی کړاو او سختۍ پر ځان نه تېرولې.»
په هرات ښار کې صدف (مستعار نوم) وايي: «غواړم خپل ۱۶ کلن زوی د قاچاق له لارې ایران ته ولېږم؛ ځکه پلار یې دنده نه ده پیدا کړې او موږ ټول وږي یو.» د هغې په وینا، ډېر هغه کسان چې پخوا یې کار کاوه، د بېوزلۍ د دوام او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله بېکاره شوي دي.
په هرات کې یوه بله مېرمن، عنبرین (مستعار نوم)، وايي: «دوه ورځې کېږي چې ان نیمه ډوډۍ مې هم کور ته نه ده وړې. د ډېرې کمزورۍ او ډنګرتیا له امله نه کار کولای شم او نه هم کار پیدا کېږي.»
په هرات کې یوه خبریال هم تاییدوي چې داسې ښځې یې لیدلې چې له خپلو مېړونو سره د سړک پر غاړه سوال کوي. د دغه خبریال په وینا، هغوی وايي چې له ډېرو هڅو سره سره یې کار نه دی موندلی او اړې شوې دي چې سوال ته مخه کړي.
د غور ولایت یو اوسېدونکی وايي: «وچه ډوډۍ هم نه شم پیدا کولای چې خپلو ماشومانو ته یې ورکړم. کار نشته او وچکالي هم شوې ده. حیران پاتې یو چې څه وکړو. موږ له بېلابېلو خوړو تېر شوي یو او یوازې د وچې ډوډۍ یوه مړۍ غواړو، خو هغه هم نه شو پیدا کولای. وضعیت مو ډېر تریخ او د خواشینۍ وړ دی.»
په همدې حال کې، د غزني ښار د توحیداباد سیمې اوسېدونکی عمر وايي، سینګار توکي او لاسي صنایع پلوري. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د خلکو د پېرلو د ځواک د کمېدو او د خپل کاروبار د زیانمنېدو له امله یې خپل دوکان پلور ته وړاندې کړی دی.
د غزني دغه اوسېدونکی وايي: «د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی او د خلکو لویه برخه د خپلو اړتیا وړ خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري. کله چې خلک عاید ونه لري، له شک پرته زموږ له دوکانه هم څوک توکي نه اخلي او موږ هم زیان کوو. نه شو کولای د دوکان کرایه، د برېښنا لګښت او د خپل شاګرد معاش ورکړو. له همدې امله مې پرېکړه وکړه چې دوکان وپلورم او خپله ایران یا کوم بل هېواد ته ولاړ شم.»
یوه مېرمن چې په وینا یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره یې د اچارو پلورلو کاروبار پیل کړی و، د خلکو د پېرلو د ځواک د کمېدو او د لومړنیو توکو د بیو د لوړېدو له امله اړ شوې چې خپل کاروبار ودروي. هغه وايي: «سږ کال مو ان یو کیلو محصول هم نه دی تولید کړی. لنډه دا چې اوس مو کار درېدلی دی. لامل یې د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل او د خلکو د پېرلو د ځواک کمېدل دي. موږ اچار او مربا تولیدوو، خو خلک د وچې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره بېوسه دي او په اسانۍ سره اچار او مربا نه شي اخیستلای. نه یوازې بیې لوړې شوې دي، بلکې خلک د لومړنیو توکو په پېرلو کې هم له ستونزو سره مخ دي. دا محصولات ان د خلکو د پېرلو په شلو یا دېرشو لومړیتوبونو کې هم نه راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ په دې وروستیو کې ویلي، د افغانستان د نفوس درېیمه برخه به په راتلونکي ژمي کې له لوږې سره مخ شي. هغه زیاته کړې، سږ کال لږ تر لږه دوه میلیونه نور کسان د هغو خلکو په شمېر کې ورزیات شوي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
یان اېګلنډ د جمعې په ورځ، د تلې پر ۲۴مه، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه لیکنه کې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري. د هغه په وینا، دا وضعیت د انفلاسیون، پراخې بېکارۍ، اقلیمي بدلونونو او د بشري مرستو د کمېدو د هممهاله رامنځته کېدو پایله ده. هغه ټینګار کړی چې د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د لوږې پر ناورین ژرغور ونه شي، د وږو کسانو شمېر به لا هم زیات شي. هغه دغه راز ویلي، میندې د سړې هوا د رارسېدو او د لوږې د دوام له امله سختې اندېښمنې دي.


