د بښتې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د یوه کمۤپاین په پیلولو سره د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د زنداني مدني فعالانو د خلاصون لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر ته یو لیک ولیکي. دغه سازمان هیله لري چې نوی کمپاین به یې د زنداني مدني فعالانو «له قید او شرط» پرته خوشي کېدو سره مرسته وکړي. خو ایا هغې پېژندګلوۍ ته په پام سره چې له طالبانو یې لرو، دا ډله به دا ډول کمپاینونو ته اهمیت ورکړي؟ فرض کړئ چې د افغانانو یوې برخې طالبانو ته لیکونه ولیکل او په عاجزۍ سره یې د زنداني مدني فعالانو د خلاصون غوښتنه وکړه، ایا دا ډله به د خلکو لیکونه ولولي او ځواب به ورکړي؟
داسې برېښي چې د بښتې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ وروسته- چې کومې مثبتې او هیله بښونکې نښې یې له ځانه نه دي ښودلې او ان خپل مدافعین یې هم ناهیلي کړي دي- په یوه عجیب توهم کې راګیر دی او لا هم تصور کوي چې له طالبانو سره تعامل کېدای شي. البته، د بښتې نړیوال سازمان یوازې نه دی او داسې نور سازمانونه هم شته چې لا هم پر دې باور دي چې له طالبانو سره تعامل کېدای شي. یو له دغو نړیوالو سازمانونو ملګري ملتونه دي. دغه سازمان د طالبانو له ډلې سره د همکارۍ لپاره تر خپله وسه هڅه وکړه. د جوړجاړي او همکارۍ لومړني ګامونه هم دغه سازمان پورته کړي دي، نه طالبانو. په ملګرو ملتونو کې د تعامل لپاره لېوالتیا دومره پراخه ده چې دا سازمان ان چمتو دی چې پر خپلو ښځینه کارکوونکو د طالبانو محدودیتونه ومني او په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.
څه شی د دې لامل شوی چې ملګري ملتونه ان هغه ارزښتونه او اصول چې پر رعایت یې سخت ټینګار کوي، ترپښو لاندې کړي او په افغانستان کې د یوې ترهګرې او بدوي ډلې اصولو او قواعدو ته غاړه کیږدي؟ ښايي ملګرو ملتونو دا کار ځکه کړی وي چې دغه سازمان باید په افغانستان کې پاتې شي، ځکه د هېوادونو پر کړکېچنو حالاتو غورکول د هغه له مهمو دندو دي. که ملګري ملتونه په افغانستان کې د یوه نړیوال سازمان په توګه په هره پلمه خپل رول پریږدي، مانا یې دا ده چې په خپله دنده کې پاتې راغلی، خو دا په دې مانا نه ده چې که طالبانو هرډول محدودیتونه او بندیزونه ولګول ملګري ملتونه یې ومني.
که ملګري ملتونه د سازمان په منشور او د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د شاملو ارزښتونو او اصولو دفاع ونه کړي، د یوه نړیوال بنسټ په توګه یې حیثیت تر پوښتنې لاندې راځي. بلخوا، داسې ښکاري چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره حاضر دي، چې تر یوه بریده پر خپلو اصولو او ارزښتونو سترګې پټې کړي. که طالبان د نړیوالو منل شویو قوانینو او اصولو منلو ته چمتو نه وي، ملګري ملتونه د هغوی د بدوي اصولو له منلو پرته بله چاره نه لري! دا استدلال تر ډېره د یوې ترهګرې ډلې پر وړاندې چې د دولتونو او نړیوالو بنسټونو د فساد او ناکامۍ له امله پر یوه هېواد واکمنه شوې، د یوه داسې سامان کمزورتیا او بې وسي ښيي، چې دولتونو او د هغو اقداماتو ته د مشروعیت ورکولو استثنايي ځواک لري.
د دولتونو پر وړاندې د ترهګرو ډلو د حیرانوونکې بریا یو لامل د سیاسي رژیمونو له فساد او کمزورۍ د هغو ګټه اخیستنه ده. کله چې حکومتونه د خپلو ورسپارل شویو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پاتې راشي، ناورین رامنځته کیږي. هرکله چې ناورین رامنځته شي، د ناورین سوداګر هم په څاو کې ناست وي چې له هغه غوره او ډېره ګټه پورته کړي. دا سوداګر هم په دولتونو کې مهم او کلیدي پوستونه لري او هم له هغو بهر. ترهګرې ډلې چې د ناورین په سوداګرۍ کې لویه ونډه لري، هم په دولتونو کې او هم له هغو بهر شریکان او همکاران لري.
کله چې د تېر حکومت د چارواکو څرګندونو ته پام وکړئ، پوهېږئ چې په هغه حکومت کې د ناورین د سوداګرو ملګري څوک وو او څنګه یې د طالبانو د بېرته راتګ لپاره زمینه برابره کړه. که د کرزي او غني حکومتونه د ناورین د سوداګرۍ برخه نه وای او برعکس یې پر ضد عمل کړی وای، که امریکا – چې په پای کې ستړې او ستومانه شوه – د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د ناورین د سوداګرۍ د دوام پر ځای له هغوی ګټه نه وای پورته کړې او بالاخره یې له هغوی سره جوړجاړي او «تعامل» ته مخه نه وای کړې او ملګرو ملتونو د دې کار ملاتړ نه وای کړی، اوس به نه طالبان پر افغانستان واکمن وو او نه به ملګري ملتونو دا سرخوږی درلود.
نو، څومره چې حکومتونه او په اصطلاح مشروع ملي او نړیوال بنسټونه ستړي او ناچاره کیږي، ترهګرې ډلې د هغو ځواکونو د یوې برخې په توګه چې د دغو بنسټونو مشروعیت ننګوي – ټول هغه ځواکونه چې د دولتونو او نورو هژمونیکو بنسټونو واک او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي، بد نه دي او له همدې امله یې حساب له ترهګرو ډلو جلا دی – د هغوی له کمزورۍ او بې وسۍ په ګټې اخیستنې سره خپل ځواک او نفوذ زیاتوي.
اوس بېرته خپل لومړي بحث ته راګرځو، د بښتې نړیوال سازمان هغه کمپاین چې د مدني فعالانو د خلاصون په موخه د طالبانو د استخباراتو مشر ته د لیکونو لیکلو ته خلک هڅوي، د دغه نړۍوال بنسټ د خلاقیت او نوښت د ښودلو پر ځای د هغه توهم او بې وسي ښيي. داسې بریښي، چې د بښنې نړیوال سازمان طالبان لا ښه نه دي پېژندلي، د افغانستان له خلکو غواړي چې هغوی ته لیک ولیکي. ایا طالبان داسې ډله ده، چې د بښتې نړیوال سازمان مطلوبو مدني حرکتونو ته اهمیت ورکړي؟
طالبان یوه ترهګره ډله ده او یوازې د زور ژبه جدي ګڼي، نه داسې مدني حرکتونه لکه د طالبانو د استخباراتو مشر ته د لیک لیکل، چې اصلي دنده یې په افغانستان کې د ځپنې او وحشت مدیریت دی. موږ له داسې رژیم سره مخ یو، چې د دې پر ځای چې د خلکو غږ واوري، سملاسي د هر ډول مدني اعتراض مخه نیسي؛ داسې رژیم چې اصلاً د خلکو په نوم مفهوم په رسمیت نه پیژني، دا خو پرېږده چې د هغوی استول شوي لیکونه ولولي او وروسته ددغو لیکونو تر فشار لاندې راشي او د مدني فعالانو خوشي کولو ته اړشي.
فرض کړئ چې موږ دا ومنو چې د بښتې نړیوال سازمان طرحه خورا ښه ده. ایا د افغانستان خلک چمتو دي چې د دغه وړاندیز هرکلی وکړي؟ هغه خلک چې د طالبانو په بیا راتګ سره دومره ستړي شوي او بې وسه شوي دي چې ان د هغه څه پر وړاندې چې هره ورځ یې پرې تحمیلوي، ساده غبرګون نه ښيي، دا خو پرېږده چې وخت وټاکي او د دې ډلې د استخباراتو رییس ته لیک ولیکي چې مدني فعالان خوشي کړه!
دا ډول پلانونه نه یوازې د اوسني ناورین له بدلولو سره مرسته نه کوي، بلکې د طالبانو د لا زیات پایښت لامل کېږي. طالبانو ته د لیک لیکلو وړاندیز په واقعیت کې سیاسي اقدام ټیټې کچې ته رسوي او جديت او اهمیت یې کموي. د طالبانو پر وړاندې سیاسي اقدام باید داسې پلان او تنظیم شي چې دا ډله یې جدي وګڼي او پر وړاندې یې غبرګون وښيي. طرحې هغه مهال اغېزناکې دي چې د هغه چاپیریال او جغرافیې په تړاو چې پکې پلي کیږي او دغه راز د هغو ځواکونو په تړاو چې واکمني پرې کوي، د کافي درک پربنسټ وي، کله چې طالبان د لیکونو د لیکلو په څېر مدني حرکت جدي نه ګڼي، له دې کاره به څه ګټه ترلاسه کړو؟