د شنګهای همکاریو سازمان سرمشریزه او په ویانا ښار کې د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو ناسته په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړېدو تر ټینګار وروسته پای ته ورسېدې. شانګهای همکاریو سازمان د یوه ټولګډونه دولت پر جوړیدو چې په هغه کې د افغانستان ټولې قومي، دیني او سیاسي ډلې ګډون ولري، ټینګار وکړ او داسې یو دولت یې د سیمې د امنیت خوندي کېدو او پراختیا لپاره مهم لامل وباله. دغه راز د طالبانو مخالف سیاسيون چې په ویانا کې راغونډ شوي وو، په افغانستان کې د خلکو پر اراده د ولاړ دولت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
دغو سیاسي څېرو ویلي چې طالبان په تیر یوه کال کې پرته له دې چې د خلکو ارادې ته پاملرنه وکړي په انحصاري ډول مخ ته تللي دي.
د شانګهای همکاریو سازمان دوه ویشتمه ناسته د وږي په ۲۵مه د جمعې په ورځ د دې شعار په وړاندې کولو«له یو بل سره تړلې نړۍ کې خبرې اترې او همکاري» د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په مشرۍ او د چین، روسیې، هند، ایران، قزاقستان، بلاروس، ترکیې، اذربایجان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، مغولستان او ترکمنستان مشرانو په ګډون په سمرقند ښار کې جوړه شوه.
سره له دې چې افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دې ډلې ته د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورنه کړل شوه. د شانګهای ناستې په چارو کې د ازبکستان همغږي کوونکي د وږي په ۲۳ د چهارشنبې پر ورځ رسنیو ته وویل چې دا سازمان نه غواړي اوسمهال له طالبانو سره رسمي اړیکي ولري.
د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه چې د وږي په ۲۵ د جمعې پر ورځ پیل شوه، تیره ورځ د وږي په ۲۶ د شنبې پر ورځ په افغانستان کې د یوه ټولګډونه دولت پر جوړېدو چې په افغانستان کې میشت ټول قومونه او مذهبونه پکې ونډه ولري، تر ټینګار وروسته پای ته ورسېده. ددې ناستې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې ددې سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو سره د مرستو د هلو ځلو د دوام غوښتونکي دي. دغه راز د ناستې ګډونوالو د شانګهای په سیمه کې د پراختیا او امنیت ټینګښت له پاره د افغانستان د کشالې حل مهم وباله.
ددې سازمان غړو ویلي دي چې له خپلواک، بې پلوه، ډیموکراتیک او له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو پاک افغانستان ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې غړي هېوادونه د ترهګرو، جدايي غوښتونکو او سخت دریځو سازمانونو د متحد لړلیک د جوړېدو لپاره خپله اراده اعلانوي.
سره له دې چې طالبان دغې ناستې ته نه وو وربلل شوي، خو د دې ډلې مسوولینو د شانګهای ناستې د جوړېدو هرکلی کړی دی.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي دي: «طالبانو تل د شانګهای همکاریو سازمان له غړو سره ښې اړیکې درلودلې دي او هیله من یوو چې دا ناسته مثبتې پایلې ولري او د ډیپلوماتیکو خبرو اترو او د مسایلو په هواري کې له افغانانو سره د همکارۍ له لارې پرمختګونه رامنځته شي.»
دغه راز د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو په ناسته کې چې د وږي په ۲۵مه د جمعې په ورځ د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د یو شمیر سیاسي څېرو په شتون کې د اتریش په ویانا ښار کې جوړه شوې وه له مقاومت، د ښځو مبارزې او د خلکو پر ارادې ولاړ دولت په رامنځته کېدو تر ټینګار وروسته پای ته ورسېده. په ناسته کې ګډونوالو سیاسي څېرو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي: «د خلکو د مشروع غوښتنو ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو له مقاومت څخه ملاتړ کوو.»
د ویانا ناستې ګډونوالو په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ څخه یو کال تیر شو، خو لا هم د یوه ټولګډونه، مسوول او ځواب ویونکي حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې ملي او نړیوالو هلو ځلو پایله نه ده ورکړې او د طالبانو اداره دغه راز په انحصار، ځان غوښتنې او د خلکو پر اراده نه ولاړ دولت په دوام ټینګار کوي.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي دي چې طالبانو په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو پراختیا او ملاتړ ته دوام ورکړی دی. له دې امله ددې ناستې ګډونوالو له نړیوالو غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له توپیر پرته اقدام وکړي او په افغانستان کې دې د یوه ولسواک او ډیموکراتیک نظام په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د ویانا ناستې ګډونوالو سیاسي څېرو تر هغې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندلو لپاره چې تر څو د خلکو په اراده ولاړ دولت یې نه وي رامنځته کړی، د سیمه ییزې او نړیوال اجماع له رامنځته کېدو څخه مننه کړې، خو ددې ډلې د رسمیت نه پېژندلو غوښتنه یې وکړه او له سیاسي لارو یې د افغانستان د کشالې پر هواري ټینګار وکړ.»
د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو په اعلامیه کې د افغانستان د ښځو د تاریخي او برحقې مبارزې ملاتړ او په درسي نصاب کې له کوم بدلون راوړلو پرته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر ژر تر ژره خلاصېدو ټینګار شوی او د وین ناسته د افغانستان د کشالې هواري له پاره د ملي او دموکراتیک بحث په لاره کې یو نیک پیل بلل شوی دی.
د ویانا ګډونوالو دغه راز د سیاسي جریانونو، ګوندونو او فعالانو او مدني فعالانو تر منځ د سیاسي بهیر د پیل غوښتنه کړې ده. دې ګډونوالو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ د خبرو اترو پر پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي: « موږ د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې د هواري پلوي یوو او هغه غوره انتخاب بولو او په دې لاره کې به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې له هر ډول لارو چارو ګټه پورته کړو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو، سیمې او نړۍ هېوادونو پر مهم رول ټینګار کوو.»
ویانا ناسته په لومړۍ ورځ د تړلو دروازو شاته د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني دولت د یو شمیر چارواکو او سیاسي فعالانو لکه رنګین دادفر سپنتا، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، فوزیې کوفي، نظیف شهراني، شاه ګل رضايي، میرویس بلخي، طیب جواد، منصور نادري، شکریې بارکزۍ او د طالبانو مخالف یو شمیر مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.
طالبانو تر دې مهاله د یادې ناستې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو په اروپا کې میشت پنځو افغان کډوالو د ناستې په لومړۍ ورځ د ناستې د جوړېدو په مخالفت کې لاریون وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده.
له بل لوري یو زیات شمیر کډوالو بیا د وږي په ۲۶مه د شنبې په ورځ د یادو سیاسي څېرو سره په همغږۍ کې د ناستې په ځای کې د مقاومت جبهې په ملاتړ د طالبانو پر ضد شعارونه ورکړل.
د یادونې وړ ده یاد ناسته د ملي مقاومت جبهې د مشر په شتون کې په داسې حال کې په اتریش کې جوړه شوه چې طالبانو تیره اوونۍ ددې جبهې له ۷۰ زیات ځواکونه په تړلو لاسونو په مرمیو وویشل. له همدې امله د ټولنیزو شبکو یو شمیر کارونکو په دې ډول ناستو کې د مقاومت جبهې د مشر ګډون نمایشي بللی، په افغانستان کې ددې جبهې وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تیر یوه کال کې د ټولګډون حکومت جوړېدل د هېوادوالو، د ګوندونو د مشرانو او سیاسي څیرو اساسي غوښتنه وه. طالبان سیاسي ګوندونه د افغانستان په سیاست کې د ښکیلو بنسټونو په توګه په رسمیت نه پېژني او دغه راز له هغو سیاسي څېرو چې د زمري له ۲۴مې وروسته له هېواد څخه وتېښتېدل، غواړي چې د افغانستان په سیاسي چارو کې له لاسوهنې پرته دې هېواد ته راستانه شي.
لوېدیځ او د سیمې هېوادونو هم په تیر یوه کال په افغانستان کې د ټولګډون دولت د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده؛ هغه غوښتنه چې لا هم طالبانو ورته پام نه دی کړی. په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د نړۍ هېوادونه او نړیوال سازمانونه په ټولو نړیوالو ناستو کې د ټولګډونه دولت د جوړېدو غوښتنونکي دي. خو طالبان اوسنی رژیم ټولګډونه بولي او دې ته چمتو نه دي چې په حکومت کې سیاسي شخصیتونه، د نورو قومونو استازي ور شریک کړي.