جرمني: د دوی د ځواکونو پر ماموريت ۱۲ ميليارده يورو لګښت راغلی

د ۸صبح پښتو مجله

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو پر ماموريت ۱۲ ميليارده يورو لګښت راغلی دی.
دا موضوع د جرمني د بهرنيو چارو وزارت مسؤلينو د دغه هېواد په پارلمان کې د کیڼ ‌اړخي فرکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې مطرح کړې ده.
امريکا چې په افغانستان تر ټولو ډېر ځواکونه لري، څو ورځې وړاندې يې اعلان وکړ چې د سپټمبر په ۱۱ نېټه به په بشپړه توګه خپل ځواکونه وباسي. دغه نېټه په امریکا کې پر دوو سوداګريزو مرکزونو د القاعده شبکې د ترهګریزو بریدونو له شلمې کلیزې سره سمون خوري.

ورته لیکنې

Back to top button