پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په ټولییز ډګر کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. طالبانو د ښځو پر وړاندې له ۵۰ ډېر محدودونکي فرمانونه صادر کړي دي چې له مخې یې هغوی له زدهکړو، کار، تګ راتګ او ځينو نوور حقونو محرومې شوې دي. طالبانو په تېرو نږدې درې کلونو کې په وار وار د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانېستلو لوز کړی دی؛ خو عمل یې پرې کړی نه دی. دمګړۍ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو زدهکوونکې وايي چې زدهکړه یې بنسټیز او بشري حق دی؛ خو په خبره یې، د طالبانو په رژیم کې یې د دې حق ترلاسی پر یو خوب بدل شوی دی.
طالبانو په تېرو نږدې درې کلونو کې په وار وار ژمنه کړی چې ډېرژر به د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي؛ خو تر اوسه یې څرک نه لیدل کېږي. طالبانو په دې موده کې د ښځو پر وړاندې له ۵۰ ډېر محدودونکي فرمانونه صادر کړي چې هغوی یې له زدهکړو، کار، تګ راتګ او ځينو نوور حقونو محرومې کړې دي.
۱۴۰۲ لمریز کال مخ په ختمېدو دی. ټاکل شوی د نوي لمریز کال په پېلېدو د هلکانو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي؛ خو له زدهکړو محرومې نجونې لا هم د خپلو ښوونځيو پرانېستو ته سترګې په لارې دي. هغوی وايي که را روان کال یې هم پرمخ ښوونځي همداسې تړلي پاتې شي؛ په خبره یې، د تل لپاره به یې د زدهکړو هیلې له خاورو سره خاورې شي.
د طالبانو په رژیم کې له زدهکړو محرومې نجونې وايي، که په نوي تعلیمي کال کې هم ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړل شي، هغوی به په بشپړ ډول او تل لپاره له زدهکړو بېبرخې پاتې شي.
په هرات کې شمسیه او نفیسه دوه خویندې دي چې طالبانو د ښوونځيو له تړلو وروسته د زدهکړو له حقه بېبرخې کړې دي. دا دوه خویندې چې هر کال په پسرلي کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانېستو ته هیلهمنې دي، وايي چې طالبانو د نجونو پر مخ د هیلو دروازې تړلې دي.
شمسیه په هرات کې د نهم ټولګي زدهکوونکې وه چې طالبانو یې پرمخ د ښوونځي دروازې وتړلې. هغې له درېیو کالو محرومیت وروسته هم هیلهمنه ده چې د نوي کال په پېلېدو به طالبان هغې او نورو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.
له زدهکړو دا بېبرخې نجلۍ وايي چې دا یې د نجونو پرمخ د ښوونځيو بېرته پرانېستلو وروستۍ هیله ده. د هغې په خبره، که سږ کال ونه شي کړای ښوونځي ته لاړه شي، د تل لپاره به پر زدهکړو باور له لاسه ورکړي.
شمسیې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «پروسږکال هم ډېره هیلهمنه وم چې طالبان به نجونې ښوونځي ته پرېږدي او موږ نجونې به هم وکړای شو درس ووایو؛ خو هېڅ ونه شو او موږ لا هم له خپل بنسټيز حقه محرومې یو.»
شمسیه زیاتوي: «سږ کال د هیلو وروستی کال دی چې وایو طالبان دې د نجونو ښوونځي پرانېزي. که سږ کال هم تړلي وي، پوهېږو چې دا خلک [طالبان] هېڅکله هم اجازه نه ورکوي چې نجونې درس ووايي او لا هم موږ افغانې نجونې محکومې یو.»
نفیسې چې شپږم ټولګی یې بشپړ کړی او ټاکل شوې را روان کال اووم ټولګي ته لاړه شي، وايي چې پر ژوند یې ناهیلي خپره شوې ده. دا کوچنۍ زدهکوونکې په افغانستان کې طالبان د نجونو د زدهکړو «اصلي دوښمنان» بولي.
نفیسه وايي: «ښوونځی چې پرانېستل شو ډېر مې وژړل چې کاشکې شپږم ټولګي کې پاتې وای، ځکه د طالب په شتون کې موږ نجونې نه شو کولای له شپږم ټولګي پورته درس ووایو او که څه هم خور مې وايي چې نوي کال ته خدای مهربانه دی چې ښوونځي به پرانېستل شي؛ خو زه باوري یم چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو واقعي دوښمنان دي او هېڅکله نه غواړي ښځې او نجونې خپلو بنسټيزو حقونو ته لاسرسی ولري.»
ورته مهال، د زدهکړو ځيني فعالان وايي چې د طالبانو په رژیم کې د نجونو د زدهکړو او ښځو د کار حق پر یوې هیلې اوښتی دی. د هغوی په خبره، د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او مقررات به همداسې پاتې شي. د دغو فعالانو په باور، طالبان له خپلو فرمانونو شاتګ نه کوي او په خبره یې، پر خپلو پالیسو کلک ولاړ دي.
متین انوري (مستعار نوم) په هرات کې د پوهنتون استاد دی. هغه وايي ښايي طالبان د تل لپاره نجونو ته د زدهکړو حق ورنه کړي. د نوموړي په باور، طالبان په ښوونځي او پوهنتون کې له عصري زدهکړو سره عقیدتي مخالفت لري.
ښاغلي انوري له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «طالبان د هغو افراطي مدرسو زدهکوونکي دي چې د پېړیو په تېرېدو هم بدلون نه کوي. د ښوونځي او پوهنتون چاپېریال له طالبانو سره مخالف دی او دا ډله هم له دې ډول چاپېریال سره بلد نه دي. طالبان د مدرسو جوړولو په لټه دي او ان هڅه کوي له ښوونځيو او پوهنتونونو هم مدرسې جوړې کړي. د افراطي لیدلوري تولید د طالبانو له پروګرامونو دی او دا ډله له روښانتیا سره بشپړ مخالفت لري.»
د هرات پوهنتون دا استاد زیاتوي: «د طالبانو په رژیم کې د نجونو د زدهکړو هیله نه پوره کېږي. دې ته باید هیله ونه لرو چې طالبان به راروان کال د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي. منطقاً که ووایو چې د طالبانو په شتون کې نجونې نه شي کولای ښوونځيو ته لاړې شي.»
ښاغلی انوري وايي چې د ښوونځي او پوهنتون مخینې لرلو کسان به تر یوې لنډې مودې کار وکړي او په خبره یې، وروسته به هغوی د طالبانو په رژیم کې د استاد په توګه هم ځای ونه لري.
د یادونې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل یوازینۍ موضوع نه ده چې طالبانو پر نجونو پلې کړې ده؛ بلکې د راپورونو په حواله د دغې ډلې د چارواکو په شفاهي حکم له لس کلنې پورته نجونې هم له ټولو زدهکړییزو پروګرامونو بېبرخې دي.
له دې وړاندې سرچینو ویلي و چې طالبانو په ځينو ولایتونو کې امر کړی چې ان هغه نجونې چې له لس کلنې یې عمر ښکته او قد یې لوړ وي، ښوونیزو مرکزونو ته د تګ اجازه نه لري.