۸صبح، سمنګان: په سمنګان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ځوانې ښځې مړی موندل شوی. د سرچینو په خبره، دا ښځه یوه ورځ وړاندې د دغه ولایت له مرکز څخه لادرکه شوې وه.
ولسي سرچینو دوشنبه د کب پر ۲۸مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د سیمې اوسېدونکو د دغې ځوانې ښځې مړی د ایبک ښار د درهکلان په کلي موندلی دی.
د سرچینو په حواله، دې ځوانې ښځې ته زنګ راځي چې ترې غواړي چې «په ایبک ښار کې د طالبانو لومړۍ امنیتي حوزې ته نږدې مرکزي چمن» ته ورشي او د یوه مرستندویه بنسټ له خوا نقدي مرسته ترلاسه کړي.
دا ځوانه ښځه له هغې وروسته چې یادې سیمې ته ورځې، لادرکه کېږي او یوه ورځ وروسته یې مړی موندل کېږي.
دا ښځه د ټوپک په ډز وژل شوې؛ خو تر اوسه یې لامل او انګیزه روښانه نه ده.
ورته مهال، په سمنګان کې ځايي طالبانو د دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې په دې تړاو یې څېړنې پېل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن ووژله.
له دې وړاندې په فاریاب کې هم یوه ښځه د خپل ورور له خوا وژل شوې وه.