استبداد ته ژر نومرې ورکول، ژر پښېماني لري

د افغانستان د قومونو په منځ کې څو څېرې د ناندریزو څرګندونو له امله مشهورې دي او ښاغلی اسماعیل یون د هغوی په سر کې دی. د نوموړي هغه وروستۍ ناندریزې څرګندونې په حکومتي ټلویزیون کې خپرې شوې، چې د طالبانو استبداد ته یې ۹۵ نومرې ورکولې! د هغه چا له خوا چې د جمهوريت په دوره کې یوه مخوره سیاسي څېره وه  او د هېواد له اکاډمیک ډګر سره یې هم تړاو لري، دا ډول څرګندونې د ډېرو لوستو افغانانو لپاره حیرانوونکې وې او د بېلابېلو تبصرو لامل شوې.

د خلکو حیرانتیا له دې امله وه، چې دا ډېرې لوړې نومرې په کوم معیار یوه مطلق استبدادي نظام ته ورکړل شوې دي. د نړیوالو منل شویو معیارونو له مخې چې د شلمې پیړۍ له ۸۰مې لسیزې راهیسې د نړۍوالو سازمانونو له خوا وړاندې شوي، ښه حکومتولي څو مشخص معیارونه لري: د حکومتوالۍ په بهیر کې د خلکو ګډون چې تر ټولو مهم اصل یې ټاکنې او د خلکو رایې دي، د قانون په ځانګړې توګه د اساسي قانون حاکمیت، روڼتیا په ځانګړې توګه په مالي چارو کې، ګوندونو او مدني بنسټونو ته د فرصتونو په ورکولو سره حساب ورکونه، د هېوادوالو مساوي حقونه، د عمومي اجماع تامینېدل، د پلانونو او د هغو د اغېزناکتوب په تړاو مسوولیت منل. هر هغه څوک چې اکاډمیک سواد ولري، نو اړ به وي چې  د طالبانو او بلې هرې واکمنۍ په تړاو د قضاوت پر مهال دغو معتبرو، ملموسو او د جاج اخیستنې وړ معیارونو ته مخه کړي، څو یې قضاوت اعتبار پیدا کړي.

د طالبانو ډله چې د ښاغلي یون له نظره یې ۹۵ نومرې یې ترلاسه کړې دي، له زده کړو نه د نجونو او له کاره د ښځو پر محرومولو سربېره، نور بنسټیز عیبونه هم لري، چې د افغانستان لپاره ملا ماتوونکي دي. د دې ډلې واکمني د خلکو پر رایو باور نه لري، له لویه سره د مشارکت په نوم څه نه پېژني، د هېوادوالو پر حقوقو او ازادیو باور نه لري، د ولس اجماع یې ډېرانونو ته اچولې، ګوندونه او پوښتونکي بنسټونه چې د واکمنو د ځواب ورکونې زمینه برابروي، د فعالیت اجازه نه لري، د رسنيو ځپلو او د بيان د ازادۍ له منځه تلو روڼتيا ته ځای نه دی پرېښی او په عمومي فضا کې د دې ډلې او د هغې د پلانونو د بحث کولو اجازه نشته، يعنې، قضیه په بشپړ ډول د هغه څه اپوټه ده، چې په نړۍ کې یې د ښې حکومتولۍ د شاخصونو په توګه پېژنو.

له بده مرغه په افغانستان کې په ناسنجول شوي او غیر مسوولانه ډول د نظر ورکول نږدې یوه معموله ښکارنده ګرځېدلې ده او له همدې امله ان هغه کسان چې ګواکې اکاډمیکه مخینه لري، کله چې سیاست ته مخه کوي، د حافظ دا تلپاتې سپارښتنه هیروي چې: «یا سخن دانسته گوی ای مرد عاقل یا خموش!» خو هغه اخلاقي درس چې له دې قضيې واخیستل شو، دا و، چې ناسنجول شوی قضاوت او استبدادي دستګاه ته په بېړه د نومرو ورکول، په خپله د نومرو ورکوونکو لمن هم نیسي او په هماغه کچه یې د پښېمانۍ لامل هم کېږي، داسې چې د ښاغلي یون د هغو څرګندونو په تړاو لا بحثونه تاوده و، چې چیغې او غږ یې پورته شو او ویې ویل، چې طالبان غواړي د تلویزیون ودانۍ یې ونیسي او په یوې دیني مدرسه یې بدله کړي.

که څه هم نه دي لیدل شوي چې د دې هېواد سیاستوال دې له خپلو سترو تېروتنو درس واخلي، خو که د طالبانو د واکمنۍ له تجربو د عبرت درس واخیستل شي، یو یې دا دی چې استبداد باید جدي وګڼل شي او د هېڅ انګيزې پر بنسټ یې باید بد ګڼې هېرې نه شي او د سپنیولو لپاره یې هڅه ونه شي، ځکه چې پر تاریخي بدنامۍ سربېره چې د راتلونکو نسلونو له لمنې به یې هم داغ پاک نه شي، په لنډ مهال کې به هم د پښېمانۍ، نهیلي او سرټيټۍ لامل شي. نور استبداد ته نومرې مه ورکوئ، هېڅ نومره، د هېڅ انګېزې له مخې.

ورته لیکنې

Back to top button