• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

لوړ لګښتونه او ټیټ کیفیت؛ ناروغان د هرات د خصوصي روغتونونو د وضعیت په تړاو اندېښمن دي

ګندم ګندم
۲۲ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783945825]
AFP

AFP

د هرات یو شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي د دغه ولایت په ځینو خصوصي روغتونونو کې د درملنې له لوړو لګښتونو، د درملو د بیو له لوړوالي او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې له ستونزو شکایت کوي. دوی وایي، ځینې کورنۍ د خونې، درملو او درملیزو خدمتونو د درنو لګښتونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي. یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم د لګښتونو د ثبت په برخه کې د روڼتیا د نشتوالي، د ځینو درملو د کیفیت په تړاو د اندېښنو او پر ځینو روغتیايي مرکزونو د کمزورې څارنې خبره کوي.

د هرات د یوه خصوصي روغتون پخوانی نرس چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي هغه څه چې د دندې پر مهال یې لیدلي، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له وضعیته یې زړه تور کړی دی.

هغه وایي: «د هرات په یوه خصوصي روغتون کې مې د خپل کار په دوره کې داسې واقعیتونه لیدل چې ان له خپلې دندې مې زړه تور شو. د بې‌وزلو ناروغانو لپاره د خونو له لوړو بیو نیولې، د هغو ځینو درملو تر کارولو چې زما په اند لازم کیفیت یې نه درلود. کله ناکله به سرومونو او د درملو ویالونو رنګ بدل کړی و، خو بیا هم موږ ته ویل کېدل چې ناروغانو ته یې تطبیق کړو. ډاکټرانو او نرسانو به کله ناکله ویل، اړتیا نشته چې ځينې درمل هر ناروغ ته بشپړ وکارول شي او یو اندازه درمل څو ناروغانو ته بسنه کوي. موږ ته به ویل کېدل چې د ناروغانو پاتې درمل داسې جلا کړو چې خپله ناروغ پرې خبر نه شي. وروسته به دا درمل د روغتون اړوند درملتون ته سپارل کېدل، څو یې بېرته د خپلې ګټې لپاره وپلوري. د داسې حالتونو لیدل راته ډېر سخت وو، ځکه احساس مې کاوه چې د ناروغانو روغتیا او باور د مالي ګټې قرباني کېږي.»

بل خوا، د هرات د یوه خصوصي روغتون د مالي څانګې یو کارکوونکې وایي، د طبي خدمتونو د لګښتونو د ثبت په بهیر کې هم ستونزې شته.

د هرات د یوه خصوصي روغتون حسابداره مژده (مستعار نوم) ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې له ناروغانو اخیستل شوې اصلي پیسې له هغو پیسو سره توپیر لري چې په رسېدونو کې لیکل کېږي. د هغې په وینا، کله چې د طالبانو د عامې روغتیا مسوولان د څارنې لپاره ورځي، داسې اسناد وړاندې کېږي چې د خدمتونو بیه پکې ټیټه ښوول شوې وي.

مژده وایي: «زه د هرات په یوه خصوصي روغتون کې د محاسبې دنده لرم. په ځینو مواردو کې له ناروغه اخیستل شوې پیسې له هغو پیسو سره توپیر لري چې په رسېد کې لیکل کېږي. د بېلګې په توګه، که د یوه خدمت اصلي لګښت ۵۰ افغانۍ وي، د عامې روغتیا د مسوولانو د راتګ پر مهال موږ ته ویل کېږي چې د ۱۰ یا ۲۰ افغانیو رسېدونه وښیو، څو د خدمتونو بیه کمه ښکاره شي. هر ځل چې ویل کېږي د عامې روغتیا مسوولان د څارنې لپاره راځي، موږ ته سپارښتنه کېږي چې همدا رسېدونه وړاندې کړو، څو وښودل شي چې د خدمتونو بیې مناسبې دي.» نوموړې زیاتوي: «موږ اړ وو چې همدا اسناد وړاندې کړو او د دې موضوع په اړه خبرې ونه کړو، ځکه د خپلې دندې له لاسه ورکولو وېره مو لرله.»

په همدې حال کې د ځینو ناروغانو د کورنیو لپاره ستونزه یوازې د درملنې ترلاسه کول نه دي، بلکې د درملنې د لګښتونو برابرول هم پر سترې ننګونې بدل شوي دي. دوی وایي، د درملو د بیو لوړوالی او د روغتونونو د خونو او خدمتونو درانه لګښتونه د دې لامل شوي چې د خپلې کورنۍ د غړو د درملنې د دوام توان له لاسه ورکړي.

د یوې ناروغې نجلۍ پلار عبدالرحمان (مستعار نوم) وایي د خپلې لور د درملنې لګښتونو داسې حالت ته رسولی و چې نور یې د روغتون د لګښتونو د ورکړې وس نه درلود. هغه وایي: «لور مې څو ورځې په روغتون کې بستره وه. هره شپه به یې د خونې کرايه زر افغانۍ اخیسته او ویل به یې چې دا په تخفیف حساب شوې، حال دا چې اصلي بیه یې ۱۲۰۰ افغانۍ وه. د درملو لګښت هم ډېر لوړ و او نور مې د ورکړې توان نه درلود. هره شېبه به راتلل او د خونې او درملو پیسې به یې غوښتې. په پای کې اړ شوم خپله لور په روغتون کې پرېږدم او ووځم، ښايي پیسې پیدا کړم. هېڅ پلار نه غواړي خپل ناروغ ماشوم یوازې پرېږدي، خو بې‌وزلۍ او د درملنې درنو لګښتونو دې حالت ته اړ کړم.»

یو شمېر ناروغان او د هغوی کورنۍ وایي، د روغتیایي خدمتونو پر لوړو لګښتونو سربېره، د درملو بیو هم پرې لا ډېر فشار راوستی دی. دوی وایي، ناروغي په ډېرو مواردو کې یوازې روغتیايي ستونزه نه وي، بلکې کورنۍ له اقتصادي ناورین سره هم مخ کوي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، پر خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه کوي او هڅه کوي د دغو مرکزونو فعالیتونه منظم کړي. خو د هغو ناروغانو او کارکوونکو څرګندونې چې له ۸صبح سره یې خبرې کړې، ښيي چې یو شمېر خلک لا هم د لګښتونو د روڼتیا، د خدمتونو د کیفیت او پر ځینو روغتیايي مرکزونو د څارنې د څرنګوالي په تړاو اندېښمن دي.

د روغتیا برخې یو شمېر کارپوهان وایي، د خصوصي روغتونونو څارنه باید یوازې د اسنادو تر کتنې او لنډمهالو لیدنو محدوده نه وي، بلکې پایله یې باید د درملنې د لګښتونو په کمېدو، د خدمتونو د کیفیت په ښه کېدو او د ناروغانو په ملاتړ کې څرګنده شي. د دوی په وینا، د خلکو باور هغه مهال پیاوړی کېږي چې ناروغان ډاډه وي روغتیايي خدمتونه په شفاف، مسوولانه او معیاري ډول وړاندې کېږي.

د روغتیا برخې پوهان ټینګار کوي، هغو کورنیو ته چې د خپلو ناروغو عزیزانو د درد له امله روغتون ته ورځي، د درملنې لګښت باید د ناروغۍ ترڅنګ بله اندېښنه نه وي. دوی وایي، روغتون باید د درملنې او هیلې ځای وي، نه داسې ځای چې د لګښت، د خدمتونو د کیفیت او د څارنې د نشتوالي وېره د ناروغانو کړاو لا زیات کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.