۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې پرون ۱۲۰۳ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس یکشنبه د وږي پر ۳۰مه راپور ورکړی چې ۸۱۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۵۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۴ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۹۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې او ۱۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دوه ورځې وړاندې هم، له زرو ډیرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
له ایران او پاکستان څخه د کډوالو ایستل دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.





