• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

لوړې بیې او ټیټ کیفیت؛ د پستي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه

ايليا ايليا
۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791876577]
social media

social media

د کابل یو شمېر اوسېدونکي په افغانستان کې د پستي خدمتونو له لوړو بیو او ټیټ کیفیته شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د پارسلونو د لېږد لپاره لوړې بیې ورکوي، خو پارسلونه یې کله ناکله له اوږده ځنډ وروسته مطلوب ځای ته رسېږي او په ځینو مواردو کې د لېږد پر مهال زیانمنېږي. د دوی په وینا، د پارسلونو په رسېدو کې ځنډ د دې لامل کېږي چې مهم اسناد او اړین توکي پر خپل وخت ترلاسه کوونکو ته ونه رسېږي او خپل ارزښت او کارندوالی له لاسه ورکړي. د دغو اوسېدونکو په خبره، پستي شرکتونه د پارسلونو د ورکېدو یا زیانمنېدو په اړه مسوولیت نه مني او د توکو په رسولو کې د ځنډ پر مهال هم په بېلابېلو پلمو مشتریانو ته ځواب نه وايي. دوی ادعا کوي چې د دغو شرکتونو ځینې کارکوونکي د پارسلونو د وضعیت د معلومولو لپاره د مشتریانو د پوښتنو پر مهال ناسم چلند کوي او شکایتونو ته یې رسیده‌ګي نه کوي.

د کابل دغو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د پستي خدمتونو د لوړو لګښتونو او ستونزو له امله نورو هېوادونو ته د خپلو پارسلونو د لېږلو لپاره له کارګو شرکتونو کار اخلي. دوی زیاتوي چې په کور دننه هم خپلو خپلوانو او اشنایانو ته د پارسلونو د لېږد لپاره د ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ ټکسي چلوونکو یا د پیک خدمتونو ته مخه کوي.

د کابل اوسېدونکې صدیقه وايي، په افغانستان کې د پستي خدمتونو بیې ډېرې لوړې دي او له وړاندې کېدونکي کیفیت سره هېڅ تناسب نه لري. نوموړې زیاتوي چې دغه لوړ لګښتونه، په ځانګړي ډول بهر ته د پارسلونو د لېږلو پر مهال، پر کورنیو سخت مالي فشار راولي او ډېر کسان اړ کېږي چې د لګښتونو د کمولو لپاره له کارګو شرکتونو کار واخلي؛ خو د نوموړې په وینا، پر دغو شرکتونو هم کله ناکله باور نه شي کېدای.

د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «اوسمهال په هېواد کې افغان‌پُست فعالیت کوي او له دې امله چې دولتي اداره ده اوسنیو شرایطو ته په پام سره یې خدمتونه تر یوه بریده د منلو وړ دي؛ خو د دغو خدمتونو لګښتونه د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دي. د افغان‌پُست ترڅنګ، یو شمېر خصوصي شرکتونه هم د پستي خدمتونو په برخه کې فعالیت کوي چې بیې یې سره توپیر لري.»

د کابل بل اوسېدونکی شافع وايي، د پارسلونو په لېږد کې ځنډ او د پستي شرکتونو له خوا د مشتریانو شکایتونو ته نه پاملرنه د دغو خدمتونو پر وړاندې د خلکو باور کم کړی دی. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې مشتریان د خپلو پارسلونو له په ځنډ ترلاسه کولو یا د لېږد پر مهال د ستونزو له رامنځته کېدو وروسته د پستي شرکتونو له خوا روښانه ځواب نه ترلاسه کوي او د خپلو پارسلونو د وضعیت معلومولو لپاره له ستونزو سره مخ کېږي.
شافع وايي: «په افغانستان کې پستي خدمتونه په لوړو بیو وړاندې کېږي، خو له بده مرغه د خدمتونو کیفیت د هغو لګښتونو پرتله هېڅ تناسب نه لري چې خلک یې ورکوي. د پارسلونو په لېږد کې اوږد ځنډ، د خدمتونو په وړاندې کولو کې کمزوري او د مسوولیت نه منل خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.» نوموړی له مسوولانو غواړي چې د خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د پارسلونو پر وخت رسولو او د مشتریانو شکایتونو ته د رسېده‌ګۍ لپاره اقدام وکړي.

د کابل بل اوسېدونکی سمیع‌الله وايي، د پارسلونو په لېږد کې ځنډ او د پستي خدمتونو لوړې بیې له بهره افغانستان ته د توکو رالېږل هم سخت کړي دي. د هغه په خبره، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي چې په بهر کې ژوند کوي، د پستي خدمتونو د کارولو پر ځای افغانستان ته د خپلو توکو د رالېږلو لپاره نورې لارې غوره کوي.

د کابل بل اوسېدونکی شهاب وايي، د کورونو او کوڅو لپاره د کره پتې نشتوالی، د پستي خدمتونو له لوړو لګښتونو سره یوځای، د اسنادو لېږل او ترلاسه کول ستونزمن کړي دي. د شهاب په باور، د کورونو او کوڅو د پتې نه مشخصوالی د پارسلونو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي او د پستي خدمتونو د ښه والي لپاره باید د پتې ورکولو سیستم او اړوندې زېربناوې معیاري شي.

د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «د پستي خدمتونو د ځنډ او لوړو لګښتونو له امله، په بهرنیو هېوادونو کې ځینې کسان غوره ګڼي چې خپل توکي افغانستان ته له نورو لارو راولېږي؛ ځکه د پستي خدمتونو له لارې د پارسلونو لېږد هم ډېر وخت نیسي او هم ډېر لګښت لري.»

د کابل بل اوسېدونکی شهاب وايي، د کورونو او کوڅو لپاره د کره پتې نشتوالی، د پستي خدمتونو له لوړو لګښتونو سره یوځای، د اسنادو لېږل او ترلاسه کول ستونزمن کړي دي. د شهاب په باور، د کورونو او کوڅو د پتې نه مشخصوالی د پارسلونو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي او د پستي خدمتونو د ښه والي لپاره باید د پتې ورکولو سیستم او اړوندې زېربناوې معیاري شي.

د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «یو یا دوه ځله مو د فراغت‌لیک د لېږلو لپاره له پستي خدمتونو کار واخیست، خو ډېرې پیسې اخلي. د پاسپورټ لپاره د اړینو اسنادو د لېږلو په برخه کې هم د لګښتونو له امله له دې کاره تېر شوو. په افغانستان کې د کوڅو او کورونو پتې مشخصې نه دي او له همدې امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.»

په همدې حال کې، د طالبانو تر واک لاندې د افغان‌پُست یو شمېر کارکوونکي وايي، د لېږد په مسیر کې د پارسلونو څو ځله تفتیش، په ځانګړي ډول په هوايي ډګرونو کې د توکو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ کولای شي او دا ستونزمنوي چې د ټولو پارسلونو د سالم رسېدو ډاډ ورکړل شي.
د افغان‌پُست یو کارکوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، له افغانستانه لېږل کېدونکي پارسلونه په څو پړاوونو کې د افغانستان او دوبۍ په ګډون، تفتیش کېږي. د هغه په وینا، د دغو پلټنو پر مهال کله ناکله د خلکو توکي زیانمنېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغان‌پُست دغه کارکوونکی وايي: «موږ هغو کسانو ته چې ماتېدونکي توکي لېږي، خبرداری ورکوو چې د دغو توکو د سالم رسېدو بشپړ ډاډ نه شو ورکولای. له افغانستانه لېږل کېدونکي پارسلونه څو ځله تفتیش کېږي او په دوبۍ کې هم جدي پلټنې ترسره کېږي. په ځینو مواردو کې د تفتیش پر مهال د خلکو توکو ته کافي پاملرنه نه کېږي او زیانمنېږي.»

دغه کارکوونکی زیاتوي چې د امنیتي اندېښنو او د نشه‌يي توکو او نورو ممنوعه توکو د لېږد د مخنیوي لپاره پارسلونه تفتیش کېږي؛ خو د هغه په باور، د دغو پلټنو پر مهال باید د خلکو د توکو سالم پاتې کېدو ته هم پاملرنه وشي.

نوموړی وايي، له شته ستونزو سره سره، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او د زېربناوو زیانمنېدو ته په پام سره، د پستي خدمتونو وړاندې کول ارزښت لري. د هغه په وینا، ځینې کارګو شرکتونه هم د توکو د زیانمنېدو په صورت کې مشتریانو ته روښانه ضمانت نه ورکوي.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې افغان‌پُست اعلان کړی،د نړۍ له ۱۹۲ هېوادونو سره د پستي او کارګو په برخه کې فعالې اړیکې لري. د دې شرکت د سوداګرۍ د پراختیا رییس ویلي چې د افغان‌پُست خدمتونه په ټول هېواد کې پراخ شوي او اوس د پستي او کارګو په برخو کې ۲۲ ډوله خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي.
هغه دغه راز ویلي چې د افغان‌پُست د خدمتونو لګښتونه د خصوصي سکټور پرتله تر ۳۰ سلنې پورې ټیټ دي او په روان کال کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې نوې پسته خانې جوړ شوي دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او افغان‌پُست پر وېب‌پاڼو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نورو هېوادونو ته د پارسلونو د لېږلو لګښت د پارسل د وزن او د مطلوب هېواد له مخې توپیر لري. د پارسل د وزن په زیاتېدو سره، د هر کیلوګرام د لېږد لګښت هم کمېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.