یو شمېر نجونو چې د طالبانو لهخوا د زدهکړو او کار د بندیزونو له امله انلاین زدهکړو او کار ته مخه کړې، د انټرنېټ له لوړو لګښتونو شکایت کوي. د هغوی په وینا، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او د انټرنېټ بستې هم په چټکۍ سره ختمېږي. دوی وايي، د انټرنېټ لوړې بیې او ټیټ کیفیت د زدهکړو دوام او د کاري فعالیتونو ترسره کول ورته سخت کړي دي. دغه نجونې زیاتوي چې د درس ویلو او انلاین فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د انټرنېټ د ډېرې کارونې د اړتیا له امله د خپلو کورنیو له محدودیتونو سره مخ کېږي او ان کله ناکله په دې اړه ترې پوښتنې ګروېږنې هم کېږي.
شبنم (مستعار نوم) چې د طالبانو لهخوا د زدهکړو د بندیز له امله انلاین زدهکړې کوي، د انټرنېټ له لوړې بیې او ټیټ سرعته شکایت کوي. هغه وايي: «زه انلاین زدهکړې کوم، خو د انټرنېټ د لوړې بیې ترڅنګ یې د ټیټ سرعت له ستونزې سره هم مخ یم. د درې یا پنځه جيبي په کڅوړو یوازې په درېیو یا څلورو درسي غونډو کې ګډون کولای شو، په داسې حال کې چې همدا کڅوړې هم ګرانې دي او د ډېرو ګیګابایټونو کڅوړې لا ډېر لګښت لري.»
نوموړې زیاتوي: «له دې امله چې موږ ډېری نجونې کار نه لرو، د انټرنېټ د لګښتونو ورکول راته سخت دي. له همدې امله، په ډېرو مواردو کې نه شو کولای په ټولو درسي غونډو کې ګډون وکړو. له بلې خوا، سره له دې چې د انټرنېټ لپاره لوړه بیه ورکوو، د درسونو پر مهال یې اړیکه پرلهپسې پرې کېږي او بېرته وصلېږي، چې له امله یې له انلاین ټولګي سره زما اړیکه څو ځله پرې کېږي.»
عایشه (مستعار نوم) هغه خبریاله ده، چې په انلاین بڼه کار کوي. نوموړې وايي چې په افغانستان کې د انټرنېټ کیفیت هېڅکله د قناعت وړ نه و او اوس د پخوا پرتله هم خراب شوی دی. د هغې په وینا، د بېلابېلو مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو کیفیت تر تمې ټیټ دی.
دغه خبریاله وايي: «زه انلاین کار کوم او له بده مرغه، د انټرنېټ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ یم. د انټرنېټ بیه لوړه ده، خو کیفیت یې ټیټ دی. د فایلونو پورته کول او ترلاسه کول هم ډېر وخت نیسي او دا چاره انلاین کارونه سختوي. له دې سره سره، کاروونکي اړ دي چې د انټرنېټ لپاره ډېرې پیسې ورکړي. په افغانستان کې په مخابراتي شبکو کې د یو جيبي انټرنېټ بیه له ۱۰۰ تر ۱۱۰ افغانیو پورې ده، په داسې حال کې چې همدا اندازه انټرنېټ یوازې د څو ساعتونو کارونې لپاره بسنه کوي. دا لګښت د ډېرو کاروونکو لپاره ډېر دی، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د کار او ورځنیو فعالیتونو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري.»
زینب (مستعار نوم) چې د انټرنېټ لوړه بیه هغې ته هم یوه لویه ننګونه ده، وايي چې انلاین زدهکړې کوي او د انټرنېټ له لارې له خپلو ملګرو سره هم اړیکه نیسي. د هغې په وینا، پلار یې د انټرنېټ لګښت ورکوي او له همدې امله د انټرنېټ کارولو پر مهال له ګڼو محدودیتونو او ستونزو سره مخ ده. هغه وايي: «زه انټرنېټ هم د انلاین زدهکړو لپاره او هم د خبرونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کاروم. کله چې مې کورنۍ د انټرنېټ لګښت ورکوي، نو د هغه د کارولو لپاره راته محدودیتونه ټاکي او ان کله ناکله له دې موضوع خپه کېږي. په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او بستې یې هم په چټکۍ سره ختمېږي. غواړم د خپل انټرنېټ لګښت پخپله ورکړای شم، خو د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله بېکاره یم.»
رویا (مستعار نوم) وايي چې په افغانستان کې د ښوونیزو محدودیتونو له امله هغې او یو شمېر نورو نجونو انلاین زدهکړو ته مخه کړې، خو د انټرنېټ لوړې بیې او ټیټ کیفیت د هغوی لپاره د زدهکړو دوام سخت کړی دی.
هغه وايي: «په افغانستان کې د زدهکړو د محدودیتونو له امله ما او نورو نجونو انلاین زدهکړو ته مخه کړې ده. په اوسنیو شرایطو کې انلاین زدهکړې او کار یوازینۍ لار ده چې له هغې لارې کولای شو خپلو ښوونیزو او کاري فعالیتونو ته دوام ورکړو. خو د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت له امله په ځلونو نه یم توانېدلې چې خپل درسونه پر وخت تعقیب کړم.»
نوموړې زیاتوي: «زما په څېر د افغانستان د نجونو لپاره هر ځل چې د انټرنېټ کڅوړه مې ختمېږي یا د نوې کڅوړې د پېرلو توان نه لرم، داسې احساس کوم چې د زدهکړې فرصت مې له لاسه ورکړی دی. دا وضعیت ورو ورو د درس ویلو لپاره زما لېوالتیا او انګېزه کموي.»
خدیجه (مستعار نوم) وايي چې د انټرنېټ لوړه بیه یې یوه له جدي ستونزو ده. د هغې په وینا، د درس ویلو، ویډیوګانو کتلو یا د انلاین کاري او ښوونیزو فعالیتونو لپاره د انټرنېټ کارولو پر مهال یې کڅوړه په چټکۍ سره ختمېږي او اړ کېږي چې بېرته کریډت واخلي. خدیجه وايي: «د انټرنېټ بیه هم ارزانه نه ده او د هغو کسانو لپاره چې لږ عاید لري، د لګښتونو ورکول سختوي. زما په اند، د انټرنېټ بیه باید راکمه شي، څو ټول وکړای په اسانۍ سره یې د زدهکړو، کار او پرمختګ لپاره وکاروي.»
زهرا (مستعار نوم) وايي چې په ټولو مخابراتي شبکو کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او له همدې امله اړ شوې چې له څو مخابراتي شبکو سیمکارتونه واخلي.
هغه وايي: «په ټولو مخابراتي شبکو کې د انټرنېټي کڅوړو د فعالولو لګښت لوړ دی او زه پخپله د هغه د ورکولو توان نه لرم. تر څنګ یې د انټرنېټ سرعت هم ټیټ دی او د وایفای فعالول هم ډېر لګښت لري. بله ستونزه دا ده چې ځینې مخابراتي شبکې د کاروونکو له غوښتنې پرته ځینې انټرنېټي کڅوړې فعالوي. دا ټولې ستونزې، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې انلاین زدهکړې کوي، ننګوونکې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې په دغه ښار کې د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کړی و. هغوی ویلي وو چې د افغان ټیليکام له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي، خو د انټرنېټ سرعت یې ډېر کم شوی او په یوه ساعت کې تر لسو ځلو ډېر پرې کېږي او بېرته وصلېږي. د هغوی په وینا، دې وضعیت د انلاین کارونو سرعت او کیفیت کم کړی او له دې امله رامنځته شوی فشار او اندېښې یې ژوند لا ستونزمن کړی دی.
تېر کال طالبانو د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده، په امر نوري فایبر انټرنېټ پرې کړ او ادعا یې وکړه چې دا اقدام «د اخلاقي فساد د مخنیوي لپاره» شوی دی. د دغه امر له مخې، په افغانستان کې ټول مخابراتي خدمتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره په بشپړ ډول بند شوي وو.


