ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی ۱۳۶ تاريخي اثار او لرغونې سيمي لري.
د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې دغه تاريخي سيمي ډېر لرغونتوب لري.
ددې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ددغو تاريخي سيمو يو شمېر برخې دا مهال د زورواکو له خوا غصب شوې دي.
اخوا، په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رياست ځايي مسوولين هم تاییدوي چې په دې ولايت کې د تاريخي سيمو او اثارو هغه ډېرې برخې غصب شوې دي.
ددې اداري يو مسوول ساجد وايي چې دوی پلان لري هغه سیمې چې غصب شوې له غصب څخه یې خلاصې او وروسته يې د رغولو چارې پيل کړي.
نوموړي، ارزګان ولایت ته د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوي د سفر پرمهال وویل: «موږ تر دې وروسته اراده لرو کوم تاریخي ځایونه، ځمکې او ودانۍ چې غصب شوې ترلاسه او د رغونې چارې یې پيل کړو ، دلته ډيرې سيمي په تاريخي اثارو کې راځي په ځینو سیمو کې د تاريخي اثارو حريمونه غصب شوي دي.»
د ارزګان اوسېدونکي هم د تاريخي سيمو د خوندیتوب او له غصب څخه د خلاصون او رغونې غوښتونکي دي.
د کافر کلا تاريخي سيمي اوسېدونکی اسدالله وايي، ددغې تاريخي سيمې ډېره برخه دا مهال غصب شوې او باید ترلاسه شي.
نوموړی زیاتوي: «له حکومت څخه غواړو چې له موږ سره همکاري وکړي تر څو دا سیمې له غصب څخه وژغول او بېرته ورغول شي او سیلانیان د چکر او مېلې لپاره ورته راشي.»
د دې سیمي یو بل اوسېدونکی عبدالله هم وايي چې تاریخي ودانۍ او سیمي باید د زورواکو او خلکو له غصب څخه وژغورل شي ځکه د زموږ د هېواد تاریخي هویت په ډاکه کوي.
نوموړي زیاته کړه: «هر څومره حکومته چې په افغانستان کې واکمن شوي د دغو تاریخي د غصب د مخنیوي او رغونې لپاره یې کار نه دی کړی نو اوس مو له مسوولینو دا غوښتنه ده چې ددغو آثارو او ځایونو خونديتوب ته پام وکړي.»
د سیمې اوسېدونکي وايي چې که څه هم تېرو حکومتونو له منظم سیستم سره سره د دغو تاریخي سیمو او آثارو د ژغورنې مخنیوی ونه کړ نو ښايي چې د طالبانو اداره هم ددې کار وړتیا وس او وړتیا ونه لري.
تاريخ پوهان هم په دغه ولايت کې د تاريخي سيمو د غصب په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په ارزګان کې ډېرې داسې تاريخي سیمې وې چې د جګړې د مرکزونو په توګه ترې کار اخیستل کېده.
يو تاريخ پوه محمداسمعيل وايي چې دا مهال په ارزګان ولايت کې ډيرې سيمي غصب شوې او يو شمېر نورې يې بیا د تېرو جګړو او طبیعي پېښو په پایله کې نړېدلې او یا هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه له مسوولو بنسټونو غواړي چې دغه ډول تاريخي سيمو ته پاملرنه وکړي.
نوموړی زیاتوي: «رښتیا هم په ارزګان ولايت کې تاريخي سيمي دا مهال په بد وضعيت کې دي زما په یاد دي په دې ولایت کې ډيرې تاريخي سيمي د جګړو په ډګر بدلې شوې وي چې ځینې هم ویجاړې شوې نو باید دغه ډول سيمي په اساسي ډول ورغول شي.»
که څه هم د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوی چې دغه ولايت ته تللی وايي، دوی به په ارزګان کې ټولې غصب شوې سیمې له نږدي وګوري او د رغولو لپاره به يې لاس په کار شي.
خو د سیمې اوسېدونکي وایي چې د طالبانو په تېره څه د پاسه یوه کلنه واکمنۍ کې نه یوازې په ارزګان بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دولتي او لرغونو سیمو او ودانیو له غصب څخه د خلاصون او بیارغونې په برخه کې کار نه دی کړی.
ارزګان د هېواد په سوېل کې پروت ولايت دی چې په مرکز او ولسواليو کې یې زيات شمېر تاريخي سیمې، ودانۍ او اثار موجود دي، خو تر ډېره ویجاړې شوې او بیارغونې ته اړتیا لري.