۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزو سرچينو په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې له پیل څخه خبر ورکړی.
ځایي سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبانو سه شنبه د وږي پر ۱۵ له شپې راهیسې د پنجشېر ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ځانګړې توګه د عنابې ولسوالۍ په «زمان کور بالا» او «زمان کور پایین» کلیو کې د کورونو پلټل پیل کړي دي.
د سرچینو په وینا، طالبان د بایومتریک دستګاه په کارولو د تېر حکومت پوځیان په ګوته کوي او نیسي یې.
سرچینې جوتوي، چې تر اوسه د پنجشېر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو له خوا د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون لسګونه اوسېدونکي نیول شوي دي.
طالبان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو د بنجشېر ولایت په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ملکیان نیولي، شکنجه او په ځینو مواردو کې وژلي دي.