څنګه کولی شو زده کوونکي زده کړو ته وهڅوو؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

په ښوونيزو او روزنيزو مراکزو کې يوه لويه ستونزه چې ښوونکي او لارښوونکي ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه په زده کوونکو کې د انګېزې نه شتون او يا له لوست سره نه لېوالتيا ده. د دې ستونزې د حل لپاره به په دې ليکنه کې تاسو ته ځينې لنډې لارښوونې وړاندې شي.
۱- د زده کوونکو د برياليتوب لپاره ډالۍ په پام کې ونيسئ، د ډالۍ په ورکولو هغوی نه يوازې دا چې خوشحالېږي؛ بلکې د نورو برياليتوبونو لپاره يې هڅې لاپسې ډېرېږي.
۲- د زده کوونکو فردي توپيرونو ته په درناوي بايد هېڅکله د هغوی ترمنځ توپيري چلند ونه کړو.
۳- هڅه دې وشي چې په ټولګيو کې د زده کوونکو ترمنځ ډېر عاطفي مسايل مطرح او له سختګيرۍ، قيدګيرۍ، توپيري چلند او منفي قضاوتونو په کلکه ډډه وشي.
۴- هڅه وکړئ چې ژر تر ژره د آزموينو د اخېستلو سره زده کوونکو ته د هغوی پايلې اعلان کړئ.
۵- د دې لپاره چې له لوست سره د زده کوونکي لېواله وساتئ، هغوی ته د هر درس موخه او ګټه په مفصل ډول تشريح کړئ.
۶- زده کوونکو ته د زده کړو څرنګوالی او د عملي تجربو څرنګوالی مشخص او ورزده کړئ.
۷- د دې لپاره چې په زده کوونکو کې د مسوليت احساس پيدا شي، له هغوی وغواړئ چې په ټولګي کې تدريس شوی درس له نورو ټولګيوالو سره شريک او ورته زده يې کړي.
۸- د زده کوونکو د درسي ستونزو په تړاو له هغوی سره بحث او شننه وکړئ.
۹- په تولګي کې په انفرادي توګه د زده کوونکي تشويق او هڅول ډېره ګټه لري.
۱۰- درسي مطالب بايد په ترتيب سره له آسانه نيولې تر ستونزمنو پورې تشرېح شي.
۱۱- د زده کوونکو ترمنځ بايد د ناسالمو سیالیو مخه ونيول شي.
۱۲- د زده کړې بهیر بايد (ګواښوونکی) نه وي.
۱۳- د زده کړو بهیر بايد معياري او د وخت له ټکنالوژۍ سره برابر وي.
۱۴- د زده کوونکو ترمنځ ذهني او تحريکوونکې پوښتنې مطرح کړئ، ترڅو هغوی د موضوع په اړه بحث او شننه وکړي.
۱۵- د زده کوونکو جسمي او روحي حالت ته په کتو هغوی ته په دې برخه کې لارښوونې وکړئ.
۱۶- د ټولګي چاپېريال بايد په ښو او منظمو طرحو سره زړه راښکونکی کړئ.
۱۷- د ازموينو په اخېستلو کې بايد په خپلو ژمنو عمل وکړئ.
۱۸- له زده کوونکو سره بايد ښه اخلاق او غوره رويه وشي.
۱۹- د زده کوونکو د وړتياو لوړولو لپاره بايد هغوی ته د لوست پرمهال ونډه ورکړل شي او ډول ډول پوښتنې ترې وشي.
۲۰ – په دې بايد ځان ډاډه کړو چې زده کوونکي په رښتيا سره د لوست پيلولو ته چمتو دي.

ورته لیکنې

Back to top button