تېره سه شنبه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې کېدای شي د یوې میاشتې په لړ کې په ټول هېواد کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شي. دا په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ازادیو د محدود کولو په برخه کې د طالبانو تازه اقدام دی. تر دې وړاندې، طالبانو ښځې له پوهې او زده کړو نه بې برخې کړې دي او همداراز یې په ډېرو نورو برخو کې د هغوی د کار مخنیوی کړی دی. د فرانس پرس د خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت تازه فرمان د طالبانو د مشر، ملا هبت الله اخوندزاده د شفاهي سپارښتنو پر بنسټ، صادر شوی دی. د دغه فرمان په غبرګون کې، یوه مېرمن چې په کابل کې د یوه سینګارتون مدیریت پر غاړه لري له فرانس پرس سره په مرکه کې وویل: «غوره به وه چې په دې ټولنه کې ښځو اصلاْ شتون نه درلودی. هیله کوم چې هېڅکله نړۍ ته نه وای راغلې. هیله کوم چې کاشکي هېڅوک په افغانستان کې نه وای زېږېدلي، یا کاشکي په افغانستان پورې اړوند نه وای.»
خواشینونکې دا ده چې پر ښځو د طالبانو د محدویتونو د رامنځته کولو په غبرګون کې په کابل کې د یوه سینګارتون د مدیرې دغه خبرې، نېږدې د ټولو هغو خلکو خبرې دي چې په افغانستان کې ژوند کوي. تاسو که په دې ورځو کې د کابل په کوڅو او بازارونو کې پلی تګ وکړئ او غوږونه مو ښه خلاص ونیسئ، دا ډول خبرې به د ټولنې د بېلابېلو اوسېدونکو له خولې اورئ. تریخ واقعیت دادی چې له یوې کوچنۍ ډلې خلکو پرته چې په یوه ډول یې د طالبانو د بدوي ګرۍ له حکومت سره یې ګټې تړلي دي، نور ټول له شته وضعیت نه ناخوښ دي او که له افغانستان نه د وتلو زمنیه ورته برابره شي، حتی د یوې شېبې لپاره به هم تم نشي. په دې وروستیو کې د ګالوپ موسسې د افغانستان د ښاروندانو ترمنځ یوه نظر پوښتنه ترسره کړې چې د هغې پر بنسټ، د هېواد ۹۰ سلنه وګړي د بدبختۍ احساس کوي. کېدای شي د افغانستان خلکو د تاریخ په هېڅ دوره کې په دومره شدت او ژورتیا د بدبختۍ او ناراضيتوب احساس نه وي کړی. خلک ولې له شته وضعیت نه ناراضي دي او چمتو دي چې له هېواده د تېښتې لپاره هر ډول له خطر ډک او زحمت کار ته غاړه کېښږدي.
له شک پرته د افغانستان د خلکو د بدبختۍ او ناراضي توب د احساس لامل، د طالبانو د وسطايي پېړۍ د حکومتوالۍ روش او چلند دی. ددغې ډلې جهان بیني د ستنې د سوري د پراخوالي په اندازه دی، چې دا کار د مدرنه او پوهو دولتونو له اصلي مسوولیتونو او دندو نه نه دي. دوی داسې انګیري چې پر خلکو د حکومت چلونې تر ټولو غوره روش، له هېوادوالو سره د ارباب رعیتي چلند او په ټولنه کې د وحشت او وېرې رامنځته کول دي. له هغه ځایه چې طالبان د خپل د حکومت پر وړاندې د خلکو د وفادارۍ په اړه بدبینه دي، هڅه کوي چې په اوسپنیزې قبضې د خلکو پر اوږو سپاره شي او خلکو ته خپل ځواک وښایي. هغوی له دې امله چې د دولت دارۍ له عصري نظرونو سره بلدتیا نه لري، په دې ګمان دي چې دولت د ښاروندانو د امنیت د ټینګښت او د شخړو د ځپلو لپاره، بله چاره نه لري پرته دې چې د خلکو پر حقونو او آزادیو محدویت ولګوي او هېوادوال په یوه لوی کپس کې وساتي. طالبان ویاړ کوي چې د هېواد په کچه یې امنیت ټینګ کړی دی، خو هېڅکله یې له ځانونو نه دي پوښتي چې دا امنیت په څومره لګښت ترلاسه شوی دی او په دې برخه کې څومره شمېر هېوادوال د بشر د حقونو له بېلابېلو نقضونو سره مخ شوي دي. طالبان د خپل نظر وړ د نظم او امنیت د ټینګښت لپاره، د هېڅ ډول جنایت او ظلم ترسره کولو نه ډډه نه کوي.
افغانستان په نړۍ کې له څو معدودو هېوادونو نه دی چې میلیونونه ښاروندان یې بېلابېلو ختیځو او لوېدیځو هېوادونو ته پناه وړې ده. په وروستیو څو لسیزو کې، په ځلونو، د خلکو یوه زیاته برخه د خپل ټاټوبي پرېښودلو ته اړ شوي دي او لږترلږه د یوې مودې لپاره یې له افغانستان نه بهر ژوند کړی دی. ددغو کډوالیو له برکت نه، د افغانستان خلکو ددې فرصت موندلی چې په خپل هېواد کې د ژوندانه کچه په نورو هېوادونو د ژوندانه له کچې سره پرتله کړي. شل کاله د جمهوري نظم هم تر یوې کچې یې هېوادوال د ژوندانه له نویو سبکونو سره بلد کړل. له دې امله، ډېره ستونزمنه ده چې خلک د طالبانو د ژوندانه له سبک سره عادت وکړي او د طالبانو زورواکي او سختۍ د زړه له تله ومني. اوس چې خلک په نورو هېوادونو کې د ژوند د لوړ سبک او هوساینې په اړه پوه شوي دي او د طالبانو تر حاکمیت لاندې ټولې سختۍ حس کوي، هڅه کوي د طالبانو له حکومت نه د تېښتې لپاره لاره چاره وسنجوي او چمتو دي چې د طالبانو له ظلم نه د خلاصون لپاره، لوی خطرونه په ځان ومني. یو شمېر بیا بله لاره ټاکي او په ځان وژنې سره غواړي له دغو ټولو بدبختیو وژغورل شي. د طالباني نظم له استقرار وروسته، په هېواد کې د ښځو او ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې شمېر کې، زیاتوالی راغلی دی.
د جمهوري نظام په شلو کلونو کې، خلکو لږترلږه د انساني ژوندانه خوند کتلی او په معاصره نړۍ کې یې د ژوندانه له هوساینو او اسانتیاو څخه برخمن شوي وو؛ خو د طالبانو له بېرته راتګ وروسته، خلک د داسې چارواکو او حکومتوالو تر واک لاندې راغلل چې تیاره فکري او وروسته پاتي دي او فکر کوي چې هېواد پېړۍ پېړۍ شاتګ ته وګرځوي. دغه نوي حاکمان، له دې وېره نه لري چې په څرګنده او روښانه ډول د پرمختګ او تمدن پر وړاندې ودرېږي او له دین نه د پاس دارۍ او ساتنې په پلمه، د خلکو نړۍ ویجاړه کړي. سره له دې چې دغه حاکمان د شریعت د پلي کېدو مدعیان دي، خو له دین نه یې پوهه دومره د معاصرې نړۍ له غوښتنو او عقلانیت سره پردۍ ده چې حتی وروسته پاتی اسلامي هېواد چمتو ندی چې دغه پوهه په رسمیت وپېژني. د طالبانو شریعت نه یوازې د هېوادوالو د حقونو په ټینګښت کې بریالی شوی، بلکې د اکراه او اختناق وضعیت یې په ټولنه کې حاکم کړی دی.
په عصري نړۍ کې د ژوندانه تر ټولو مهم مزیت دادی چې دولتونه د ښاروندانو ازادیو ته درناوی کوي او تر هغه ځایه پورې چې امکان لري هڅه کوي په هغوی کار ونه لري. دغه دولتونه تنوع او دیني او فرهنګي رنرنګي نه یوازې چې په رسمیت پېژني بلکې هڅه کوي چې هغو ته وده ورکړي. دا په داسې حال کې چې طالبان په هېواد کې په قومي، فرهنګي او مذهبي تکثر او تنوع باور نه لري او هڅه کوي چې ټولنه یو دین او یو مذهب کړي او په دې برخه کې چمتو ندي چې له خپل دریځ نه یو ګام هم شاتګ وکړي. هغوی چې له یوه پلوه فکر کوي دیني او الاهي حقایق په خپل انحصار کې لري او له بل لوري، د خدای د فرمانونو د پلي کېدو داعیه په خپلو ذهنونو کې روزي، په دې لاره کې دومره زیاتی کوي چې هېوادوالو ته د نفس ایستلو فرصت نه ورکوي او د خلکو د ژوندانه په ډېرو کوچنیو مسایلو کې د لاسوهنې له لارې، هغوی ته دا احساس ورکوي چې د یوه الوتکونکي په توګه په کپس کې زندانی دي. هغه شمېر هېوادوال چې له هېواده تښتي فکر کوي چې له طالباني نظام نه د تېښتې له لارې به وکړای شي، په ژوند کې به له متنوع آزادیو نه برخمن شي، خو ایا دوی به دغو هیلو ته ورسېږي یا چې له هېواده په تللو سره به یې ستونزې نورې هم ډېرې شي، هغه مسله ده چې راتلونکی کې به روښانه شي.
د طالبان رژیم بې قانونه دی. خلک د سر په سترګو ویني چې هېوادوال د طالبانو تر حاکمیت لاندې، ځاني خوندیتوب او رواني امنیت نه لري. طالب سرتېری حق لري هرډول یې چې زړه وغواړي له خلکو سره چلند وکړي له دې پرته چې د خپل کار د پایلې په اړه په زړه کې وېره ولري. طالب سرتېری کولای شي هممهاله، هم څارنوال وي، هم قاضي او هم جلاد. طالبان لا تر اوسه ندي حاضر شوي ترڅو داسې یو اساسي قانون جوړ کړي چې د هغه له مخې، هم ولس او هم ددغې ډلې چارواکي پوه شي چې کوم کارونه قانوني دي او کوم کارونه غیرقانوني. د طالبان امنیتي دستګاوې، پرته له دې چې کوم کس او یا بنسټ ته ځواب ویونکې واوسي، اجازه لري هېوادوال ونیسي او وهل ټکول ورکړي او تر هر وخت پورې چې لازمه وګڼي په زندانونو کې یې وساتي او که یې وروسته وغوښتل هغوی خوشې کړي. تر دا مهاله پورې طالب سرتېرو د هېوادوالو په حق کې، زرګونه جنایتونه ترسره کړي، خو هېڅ یوه ته یې سزا نده ورکړل شوې. آیا په داسې یوه وضعیت کې ژوند کول تدریجي مړینې نده؟
یو له هغو عواملو چې ددې لامل شوي ترڅو په هېواد کې خلک له ژوند کولو نه بېزاره شي، په افغانستان کې د راتلونکې په اړه فکر نه کول نه دي. له مبالغې پرته کولای شو ووایو چې افغانستان دا مهال د وحشت په جزیرې بدل شوی دی. عصري زده کړې چې ځوانان که هغه نجونې وي که هلکان په عصري نړۍ کې چې د ژوندانه له ننګونو سره مخ شي، ورسره مرسته کولای شي، خو طالبان هغو ته ارزښت نه ورکوي او نېږدې هېر کړای شوي دي. طالبانو د سلګونه دیني مدرسو په جوړولو، د سربازګیرۍ په لټه کې دي. هغو نجونو چې اجازه ترلاسه نکړه ترڅو زده کړې وکړي دوه ټاکنې پرمخکې لري: یا په کور کې کښېني او نالوستې لویې شي او یا دا چې د طالباني دیني مدرسو ته جذب شي. تاسو فکر وکړئ چې تر څو کلونو وروسته، مونږ به د زرګونه ښځینه او نارینه و له لښکر سره مخ یو چې طالباني جهان بیني لري او د طالباني امارت د بقا لپاره به په فعالیت لاس پورې کوي او اوسنی تیاره وضعیت به لاپسې تیاره کړي. طالبان د زور او واک د لرلو له امله، کولای شي د ټولنې فرهنګي او ټولنیزه فضا د خپل ځان په ګټه بدلون ورکړي. له بل پلوه، د راپورونو له مخې، د طالبانو تر حاکمیت لاندې، له تي تي پي او سپاه صحابه ترهګریزو ډلو نیولې تر القاعدې او د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ پورې، په ازادانه ډول په هېواد کې فعالیت کوي. طبیعي ده چې دغه ډلې خپلې کورنۍ او خپلوان هم له ځانونو سره راولي او په خپله خوښه د خپل ځان لپاره مناسب ژوند جوړوي. ایا په داسې وضعیت کې ژوند کول، د هېواد لپاره غوره او روښانه آینده مو په ذهن کې راګرځي؟
ډېر شمېر شواهد شته چې که چېرې یو ناڅاپه پېښه رامنځته نه شي، د افغانستان خلک باید د اوږدې مودې لپاره د طالبانو حاکمیت وزغمي. په واک کې د طالبانو د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل، بدې پایلې له ځان سره لري او هېواد به لسګونو تېرو پېړو ته وګرځوي. لوېديځ هېوادونه په دې اند دي چې کولای شي له دغې ډلې نه د خپلو ژیوپولیتیکو موخو ترلاسه کولو په برخه کې ګټه واخلي. له همدې امله، پلان لري په یوه ډول د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي او د هغه بقا تضمین کړي. د لوېدیځو هېوادونو لپاره، اوسمهال ورته د بشر حقوق او د ښځو حقوق لومړیتوب نه لري. هېوادوال څه ناڅه په دغو مسایلو پوه دي او له همدې امله، فکر کوي چې د نړۍوالې ټولنې له لوري د هغوی په حق کې خیانت شوی دی. هغه شمېر هېوادوالو چې وکولای شول ځانونه د ساحل امن برخې ته ورسوي، ځانونه له درانه طوفانه نه ژغورونکي بولي؛ خو د خلکو زیاته برخه چې اړ دي په ورځني ډول د طالبانو سخت او ناوړه چلندونه وزغمي، حتی د چیغو وهلو جرات نلري. سربېره پر دې په داسې یوه اختناق وضعیت کې، «د هر چا درد په خپل ځان پورې یې اړه لري.»