د ایرانیو چارواکو د اعلان له مخې، سید ابراهیم رییسي د ۶۱،۹ سلنې رایو په ګټلو سره د نوموړي هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په انتخاباتو کې د هغه بریالي کېدل له تمو لیرې نه و، ډېری شننونکو باور درلود چې د نوماندانو له نوملړه د علي لاریجاني په لیرې کولو به رییسي بریالي شي. د ایران ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې وشوې چې د اقتصادي ستونزو او له حکومته د نارضایتۍ له امله د ټاکنو د تحریم لپاره پراخې هڅې پيل شوې وې.
پر اقتصادي ستونزو سربېره د ایران د سپاه پاسداران له خوا د اوکراینۍ الوتکې نسکورول، د ۱۳۹۸ کال د لاریونونو په بهیر کې د پټرولو د بیو د لوړېدو د سلګونه اعتراض کوونکو وژل او د کورونا ویروس خپرېدل په ټاکنو کې د خلکو د لږ ګډون لاملونه بلل کېږي. یو شمېر ایرانیان په ټولنیزو شبکو او فارسي ژبو رسنیو کې د ویډیوګانو په خپرولو سره د رایو په مرکزونو کې د خلکو کم ګډون ښودلی دی.
د یو شمېر نړیوالو رسنیو د رپوټ له مخې، په وروستیو ټاکنو کې د رایو ورکوونکو شمېر د تېرو دورو په پرتله ډېر کم وو. له بلې خوا، د ایران حکومتي رسنیو او دولتي تلویزیون د رایو په مرکزونو کې د خلکو د تصویرونو په خپرولو په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون خبره کړې ده.