۸صبح، کابل: یو شمېر مېرمنو د کابل پوهنتون د استاد، فیض الله جلال په ملاتړ کې چې تېره ورځ د طالبانو له خوا نیول شوی و، لاریون پیل کړ او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
اعتراض کوونکو مېرمنو نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۹مه نېټه د «استاد جلال غږ، د خلکو غږ دی» شعارونه سره د پوهنتون استاد او دغه سیاسي چارو کارپوه د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
اعتراض کوونکو د فیض الله جلال نیول ناقانونه او د بیان د آزادۍ د غږ غلي کول بولي او وایي، د رېښتیا ویلو په تور څوک مه شکنجه کوئ.
تېره ورځ وروسته له دې چې طالبانو فیض الله جلال ونیوه، د بښنې نړیوال سازمان هم د هغه د بې قید او شرطه خوشې کولو غوښتنه وکړه.
په کابل پوهنتون کې د حقوق استاد، فیض الله جلال د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه نېټه په کابل کې، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر له ویاند، محمد نعیم سره د طلوع نیوز په یوه ژوندي بحث کې پر طالبانو ټینګې نیوکې کړې وې.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د پوهنتون ددغه استاد د نیول کېدو په تړاو له پراخو اعتراضونو وروسته، په یوه ټوییټ کې فیض الله جلال «معتصب انسان» بللی او ویلي یې دي چې په ټولنیزو شبکو کې د هغه د نیوکو او لیکنو په اړه د توضیحاتو لپاره نیول شوی دی.