۸صبح، فارياب: د خوراک نړيوال سازمان د فارياب په درېيو ولسواليو کې نږدې اته زره کورنيو ته د نغدو پيسو او خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
ځايي سرچينې وايي، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ١٣مه)، د خوړو نړيوال پروګرام په ګرزيوان، شيرين تګاب او قرمقل ولسواليو کې د خوراکي توکو او نغدو پيسو د وېش لړۍ پيل کړې او ټاکل شوې، چې څو ورځې به دوام وکړي.
د دوی په وینا، په دغه پروګرام کې به له ۷۸۷۲ اړمنو کورنیو سره مرسته وشي.
يادې شوې مرستې د خوراک نړيوال پروګرام له خوا د (MAAO) موسسې په تخنيکي همکارۍ او د طالبانو تر مديريت لاندې د فارياب د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ او څارنې لاندې وېشل شوې دي.
په ګرزیوان ولسوالۍ کې پر ۴۱۶۱ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
همدارنګه په فاریاب کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې نن یکشنبه (د غبرګولي په ۱۴ مه) په شیرین تګاب ولسوالۍ کې له ۲۸۳۶ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
بل خوا نن د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې پر ۸۷۵ اړمنو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه.
هرې اړمنې کورنۍ سره ۳۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په جوزجان او سمنګان کې نږدې لس زره کورنیو ته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د غیر دولتي موسسو په همکارۍ د نغدي مرستو او خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړې وه.