«ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان به شې
که پر دې خپله زمکه ودرېدې آسمان به شې»
د چارو واګې، چې له کومه وخته د طالبانو منګولو ته ورغلې دي؛ نو له هغې ګړۍ يې د ولس په وړاندې مغرورانه، سپکونکی او ځيږ چلند غوره کړی دی. د خبرو مهال يې د چارواکو له خولې معلومېږي چې قدرت ته د رسېدو لپاره، د ورکړیو قربانیو احسان پر ولس اچوي، دوی هر وخت همدا خبره کوي، چې زموږ بېدریغه سرښندنې وې چې جهاد؟ يې بریالی کړ او ملت و هیواد ته يې استقلال؟! وګاټه!
دلته دوې خبرې له پامه باسي، یوه دا چې د دوی تېر شل کلن او تر هغه ور مخکې اووه کاله له توپکیانو سره جنګ کې، همدا ملت او وطن دواړه ور سره سوځېدل! څومره ماشومان د دوی په ګولیو غلبېل غلبېل شول؟ څومره مندې بورې، میرمنې کونډې، ماشومان یتیمان، پلرونه بې اولاده، مېړه بې ښځې، خور له وروره او ورور له خوره تاسو محروم کړل؟ څومره پلونه و پلچکونه مو والوزول، څومره ودانۍ مو تخریب کړې، څومر دفترونه مو د جهاد په نوم چور کړل، څومره بندونو ته مو بمونه پټ کړل او بریدونه مو پرې وکړل، د وطن کومه عام المنفعه تاسیسات نه و چې تاسو ورته په خپل دې اووه ویشت کلن جنګ کې، زیان نه دی رسولی؟
دویمه خبره دا ده چې تاسو د یو لک- دوه لکو کسانو په مټ، دومره اوږد جنګ کولای شوای؟ د همدې ملت پر لویو لارو تاسو پاټکونه جوړ نه کړل او له هر موټره مو د ماليې په نوم، پیسې نه اخیستې؟ په داسې حال کې چې د همدې ولس لپاره مو خدمت صفر و؛ خو مالیه مو په زور اخیسته؟ د دې ماليې ټول پيټی بېرته پر خوار ولس لوېدی! د همدې ولس په کور کې تاسو ډوډۍ نه خوړه؟ د همدوی جومات کې تاسو بمونه نه جوړول؟ د همدې ولس په کور کې تاسو پټ نه واست؟ له همدې ولس څخه تاسو د کومک، اعانې، عشر، زکات، سرسايې او خیرات په نوم، هر کال میلیونونه افغانۍ نه اخیستې، چې په همدې سره مو پاکستان کې خپل کورونه ساتل یا مو د همدې وطن بچي ورباندې وژل یا مو زموږ د ملت و وطن عام المنفعه تاسیسات پرې ورانول؟
تر دې ټولو خبرو وروسته نن پر خلکو احسان ور اچوئ! د خلکو ټوک ټوک کېدل مو یاد نه دي! ستاسو له لاسه دا بلا پر همدې ملت او وطن مسلطه شوې وه! امریکا ته چا زمینه برابره کړه چې افغانستان ته راشي؟ که تاسو د خپل واک مهال له احمد شاه مسعود سره سوله کړې وای، له حکمتیار سره مو واک شریک کړی وای، سیاف او اسماعیل خان مو فرار ته اړ کړي نه وای، مولوي خالص مو ګوښی کړی نه وی، د واک په راس یوازې په اصطلاح د لوی کندهار پښتنو ته نه وای منحصر کړی، که مو په خپل دې قول چې د شر او فساد ورکولو او ولس ژغورلو لپاره را پورته شوي یاست، عمل کړی وای او واک مو بېرته ولس ته انتقال کړی وای، او د نړۍ د ورانولو مخکښ عرب- اسامه او القاعده- مو د خپل ولس د ارادې خلاف، وطن کې نه وای خوندي کړې، ولې به امریکا وطن ته راتله، ولې به دا ټولې بدبختۍ پېښېدلې، ولې به جنګ کېده، ولې به نن خوار او ذلیل وای، ولې به زه او ته تر اوسه سره خپه وای؟
ددې هرې بدبختۍ تر شا ستا لاس دی، هره بده و بېکاره تا پېښه کړې ده! بیا ولاړې په پاکستان کې دې واړول او ټول ولس دې هغه چا ته ایله کړ چې تا ورته یرغلګر ویل! ولس اړ و، چې له خپله کور، کلي او ښار څخه د خارجیانو د لاس لنډولو لپاره، د خپل وطن او ملت چارې د خپلو خلکو په وسیله مخته یو سي، څو په نهایت کې له خارجیانو یو خلاص، استقلال لرونکی، بې جنګه په مالي لحاظ پر خپل ځان متکي هیواد ولرو! د همدې لپاره ولس مټې را پورته کړې او عملي کار يې پيل کړ، تا بېرته د سیمه ییزو هیوادونو په اشارو جنګ وکړ، وطن دې وران کړ، خلک دې ووژل او بالاخره بیا واک ته ورسېدی، اوس د دې پر ځای چې ولس واک کې شریک کړې، له خلکو سره مشوره وکړې، خپل نظام ته داخلي مشروعیت واخلې، خلکو ته پېغورونه ورکوې، خپلې قربانۍ پر حسابوې، د توپک په شپيلۍ خبرې ورسره کوې؟
تاسو د تېر واک مهال هم د میرمنو سولهییز لاریون ته سخت غبرګونه ښودلي او دا ځل مو هم وښود! پوښتنه داده چې یو څوک نه ته په واک کې شریکوې، نه د خبرو او نیوکو حق ورکوې، له دې هرڅه سره بې عدالتي او بې انصافي هم ورسره کوې، نو ایا هغوی ستا د اسلامي نظام؟ په قانون؟ کې د لاریون او اعتراض حق هم نه لري؟
تاسو چې هر وخت په خپل نظام کې د ښځو د احترام او درناوي خبره کوئ، نو هغه درناوی يې هغه وو چې تاسو په هرات کې پر لاریون کوونکو میرمنو له موټره اوبه پاشلې؟ هغه عزت يې دا و چې ماشین په لاس، لونګی پر سر، غټه ږیره پر مخ او کوتک لرونکي کسان مو مامور کړل، چې معترضې ښځې ووهي؛ څو اعتراض ونه کړي؟
د خلکو کورونه او شخصي ځایونه له هر ډول حکومتي مداخلې خوندي وي! دا د تېر دولت په قانون کې هم شته، د نړۍ قوانین هم دا ماده لري او اسلامي فقه هم دا مسئله په ښه روښانه ټکو بیانوي! نو تاسو خو د همدې ملت کورونو ته له هر ډول اجازې پرته ورغلي یاست، کنځلې مو ورته کړي، تلاشي مو کړې ده، ټول کور مو پر بل مخ اړولی او دومره وحشي چلند مو کړی دی، چې امریکایانو په تاسو پسې د چاڼ مهال هم والله که دومره وحشت کړی وي، ایا یو څوک له خپل ملت سره دغه ډول سلوک کوي؟ دې ملت کوم جرم کړی دی چې تاسو يې ددغه ډول وحشیانه چلند وړ ګڼئ؟
د پنچشیر ولس دومره ګنهګار شوی و چې تاسو د خپلو ټانکونو او پاکستاني الوتکو د ګولیو او بمونو مستحق بلل؟
د کابل ښځې دومره ګنهکارې وې، چې تاسو د یوه لاریون له امله ورته د مرګ ګواښونه وکړل؟
د کابل اوسېدونکي دومره د احترام وړ نه ول، چې کله ترکيې ته د تلو ناسمه اوازه خپره شوه او خلک میدان هوايي ته ور مات شول، نو تاسو يې د پاشلو لپاره ډزې کولې! په ویډیويي کليپونو کې مو کنځلې ورته کولې او له موټره مو په زوره د پيغورونو نارې پرې کولې! ایا دا انساني او اسلامي اخلاق دي؟ تاسو ولې پر دې فکر نه کوئ، چې خلک ولې له خپل وطن، خپلوانو، کورنۍ، جایداد او کاروباره تښتي! یوه پردي هیواد ته چې نه خپلوان لري، نه يې په ژبه پوهېږي، نه يې له فرهنګ سره اشنا دي، نه يې له اب و هوا سره بلدتیا لري او هلته په تلو به ټول کارونه له صفره شروع کوي، لومړی کار به يې همدا وي چې ژبه زده کړي او د هغه ځای له شرایطو سره برابر خپل ظرفیت را لوړ کړي، څو په ټولنه کې د کار لپاره ورته زمینه برابره شي، نو دا ټول کارونه یو څوک ولې پر ځان مني، خو له تاسو تښتي؟
دې کې تاسو ملامت یاست که ولس؟!
تاسو له خلکو سره په کومه برخه کې مشوره کړې ده؟ د قران کریم لومړی اصل د شورا دی. ستاسو شورا کومه ده؟ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه چې د بیت المقدس له خلکو سره سوله کوله، هم يې مشوره کوله، که به د خپلو مجاهدینو لیدو ته ورتلی چې په شام کې وبا خپره شوې وه، هم يې مشوره کوله. له دې سره يې ویل چې که د دجلې پر سند د یوه حیوان پښه ماته شي، الله تعالی به يې له عمره پوښتنه کوي، نو تاسو راشئ د اسلامي نظام په همدې تله کې ځان وتلئ چې څومره وزن به ولرئ؟
ستاسو له ادرسه، قاري سعید خوستي چې د یوې نجلۍ په زور ودولو او پرې د بار بار جنسي تیري تورونه هم شته، خارج مېشتو مخالفو کسانو ته ګواښ کوي چې یا به خولې بندوئ که نه هر ځای مو د وژلو شونتیا شته موږ به خپل سړي مامور کړو چې تاسو ووژني!
پوښتنه دا ده چې تاسو ولې نیوکه نه شئ زغملای، ایا تاسو نبیان یاست؟ تېروتنې نه در څخه کېږي؟ په حکومتولي کې اوږده تجربه لرئ؟ دغه کسان چې نیوکه کوي تاسو ولې ورته سم پر ځای ځواب نه لرئ؟ دا حق تاسو ته چا ته در کړی دی چې خپل هر فکري مخالف کس په زور خاموش کړه که ونه شو، بیا يې ووژنه؟ کوم شریعت، کوم قانون او کومو انساني اخلاقیاتو کې دا جواز تاسو پيدا کړی دی؟
نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ښو اخلاقو مامور و، حتا که یې اخلاق نه وای کړي، نو اصحاب به ځنې تللي وای، دا د قران کریم اخبار دی، ښه تاسو د نبوي اخلاقو په نوم څه شی پېژنئ؟
تاسو ته په ټول نصاب کې د اخلاقیاتو مضمون نه ویل کېږي، تاسو د مدرسې په ټول ښوونیز سیسټم کې د اسلامي اخلاقو په نوم کتاب نصاب ته نه دی شامل کړی، د مدرسې په څلور کونجه وړه، تنګه، خشنه او له محرومیت څخه ډکه دنیاګۍ کې را لوی شوي کسان به له یوه فرهنګلرونکي ملت سره په برخورد، ښه انساني سلوک او د یوه ملت په عزت ساتلو څنګه پوه شي؟
رسنۍ ته د یوه وزیر په کچه طالب وايي چې مکاتب او پوهنتونونه په فحاشهخانۍ بدل شوي وو! استادانو له نجونو سره بدې اړیکې درلودې، موږ غواړو، چې نصاب او د مکتب و پوهنتون چاپېریال اسلامي کړو، بیا ښځو او نجونو ته د تعلیم اجازه ور کوو!
د خدای پار دی دومره سپين سترګي، بېحیايي او بېشرمه سترګې به هم د یوه چا وې، چې د خپل ملت میلینونه نجونو ته د فحاشۍ خطاب کوي! د خلکو پر زړونو مالګې پاشي او شخصي حریم ته يې لاس وراوږدوي! دا کوم اخلاق دي او له ملت سره د کوم قانون له مخې برخورد دی؟
له بېکارۍ او لوږې څخه د سر ټکولو مهال، د حکومت لومړۍ درجه مسوول کس، د ملت د کار او لوږې مسوولیت پر خدای ور واچوي، او پخپله خوله خلکو ته اعلان کوي، چې خدای ته بغارې کړئ، چې ډوډۍ درکړي! موږ د روزي در کولو وعده نه وه درسره کړې!!
په داسې حال کې چې دا خبرې د رئیس الوزراء ناسمې دي، نه ديني لیدلوري سمې دي او نه له تاریخي، دوی به د خپلو جنګونو مهال دا خبره هر وخت کوله، چې اسلامي نظام د ټولو ستونزو حل دی! نو نن بیا ولې د روزي، کار او اقتصادي کړکیچ، د مسئلې حل په اسلامي نظام کې نه شته او دا کارونه هم د خدای له غاړې شول؟
لنډه دا چې طالبان د اخلاقو په نوم څه نه پېژني، د دوی ټول زور د توپک پر شپېلۍ دی، له هر چا سره دوی له همدې يوې زاويې خبره کوي، دا که ملت وي، دا که نړۍ وي، دا که خپل مخالفان یې وي، د خبرو او برخورد لپاره یوه لار ده او هغه د توپک خشنه لار!
د تاریخ درسونه او زموږ د خپل ژوند تجربې وايي چې دغه لار ون وې یا یوطرفه لار ده، هر څوک چې پرې تللي دي، بیا د را ګرځېدلو چانس نه دی ورکول شوی! د ملت چپلاخې، چې هر څوک وهلي دي، سمه ورځ يې نه ده ليدلې! «د خلکو زور د خدای زوی دی!» دا هغه زور دی، چې هر څومره زورور را پرځولای شي؛ خو وخت او شرایط غواړي! که همدا سلوک او دغه تګلاره وه، ژر به له هغه برخلیک سره مخ شئ، چې تاریخ د هر جابر او ظالم واکمن لپاره ټاکلی دی.