په غزني کې د تالندې رالوېدل، یو زده کوونکې مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي

۸صبح، غزني: په غزني ولایت کې د تالندې لوېدو له امله، یو زده‌کونکی ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي دي، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (وري په ٣٠مه)، له غرمې وروسته، د دغه ولايت د واغظ ولسوالۍ د (خان محمود بابا) په کلي کې شوې ده.

په همدې حال کې د غزني د ولایتي روغتون یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې د دغې پېښې د یوه ټپي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ، د زابل ولایت په شاجوی او ارغنداب ولسوالیو کې هم د تالندې لوېدو له امله درې تنه مړه شوي و.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې، د روانې اوونۍ په اوږدو کې، په ۲۶ ولایتونو کې، له تالندو سره یوځای، د واورو او بارانونو د ورېدو خبرداری ورکړی دی.

Back to top button