هلمند کې د کجکي کاسې نه ډکېدل د طالب چارواکو له امله دي

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايې، د کجکي برېښنا بند (کاسې) ته د لارې په اوږدو کې پر شته سیند چې د بابا له غره څخه سرچینه اخلي، په زرګونو طالب کروندګر له غیر قانوني اوبو څخه ګټه پورته کوي چې دې چارې د یاد برېښنا بند (کاسې) د ډکېدو مخه نیولې ده.
د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد وایي، تېره درې کلنه وچکالي او د کجکي برېښنا بند پر شاوخوا د طالبانو د حکومت لويو چارواکو ۷۰۰ غیر قانوني واټرپمپونه ایښي دي چې له امله یې دغه ولایت کې یو لوی شمېر کروندګر د اوبو او برېښنا د نشت او کمښت سره مخ کړي دي.
نوموړی وایي، لویه ستونزه د هغه طالب چارواکو غیر قانوني واټرپمپونو رامنځته کړي ان تر دې یادي غیر قانوني چارې يې د څښاک پاکو اوبو ته د ولسي خلکو هم لاس رسی محدود کړی دی.
هغه زیاتوي «د ټول هلمند په کچه هغه کرنیزې ځکمې چې د کجکي برېښنا بند څخه خړوبېږي زیات شمېر یې د طالب چارواکو دي «دغه راز د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقیوم وايي، یو خوا اوبه هم په کافي اندازه نه شته او بل هغه کومې اوبه د کجکي برېښنا بند کې تم کېږي هغه ډېرې کمې دي نو ځکه مخکې به دلته کروندګرو بې نوبته اوبه پر خپلو ځمکو لګولې اوس د څښاک پاکو اوبو له کښت سره مخ یو.
نوموړی وايي، که څه هم د کجکي بند ته په نېږدې فاصله کې زیاته برخه کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د طالبانو دي خو بیا هم د اوبو کموالي له بېلابېلو کرنیزو ننګونو سره مخ کړي دي.
د ده په وینا د هلمند په ناوه، مارجه، ګرمسیر او خانشین ولسوالۍ کې هر کال ډېری د ملکي خلکو کرنیزې ځمکې د اوبو د نشت له کبله شاړې پاتې کېږي.
نوموړي وویل «که چېرې د هغو واټرپمپونو مخه ونیول شي د کجکي بند به همیشه په کافي اندازه وبه ولري او نه به برېښنا پرې کېږي او نه به خلک د اوبو له کمښت سره مخ کېږي «اخوا هلمند کې د صنعتي فابریکو یو شمېر مسوولین هم له کجکي برېښنا بند څخه د برېښنا د نه شتون پراخه شکایتونه لري.
په لښکرګاه کې د پنبې د پروسس د یوې فابریکې مسوول قدرت الله وایي، ډېری وخت د کجکي د برېښنا د نه شتون له امله اړ دي چې له ډېزلي برېښنا څخه ګټه پورته کړي چې وینا ډ یزلو لوړو بیې له کبله د ګټي پر ځای زیان کوي.
د هلمند د برېښنا ریاست مسوولین وایي، د اوبو د کمښت له امله برېښنا پر هلمند او کندهار ولایتونو پرې شوې ده دوي یې هم لوی علت هغه غیر قانوني واټرپمپونه په ګوته کوي چې د کجکي د ډیم (کاسې) څخه په لویه کچه اوبه پورته کوي .
د برېښنا ریاست د عملیاتي برخې مدیر انجنیر وحیدالله علیزی وایي، کومې اوبه د کجکي برېښنا بند (کاسې) ته راځي د هغه سیند څخه چې د بابا له غره څخه سرچینه اخلي یاد سیند دواړو خواوو کې دښتې ځمکې شته هلته زورواکي خلک د واټرپمپونو په وسیله اوبه پورته کوي چې لوی اغېز کجکي د برېښنا بند ته پر راتلونکو اوبو کړی دی.
د هلمند ځایي مسوولین هم تاییدوي د کجکي برېښنا بند پر شاوخوا سيمو کې زرګونه خلک د واټرپمپونو په وسیله هغه دښتې ځمکې خوړوبوي.
د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایي، یاده ستونزه د ولایت مقام د مشرانو په ګډون د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ته رسېدلې، مشرتابه حکم ورکړی کابیني ته. دا ستونزه د حل په جریان کې ده، امید شته ډېره ښه پرېکړه به وشي او یاده ستونزه به پای ومومي.
په داسې حال کې د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د هغه غیر قانوني اوبو د مهار او منظم مدیرت غوښته کوي چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې د دغه ولایت خلک د زراعت په ګډون د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.