د نجونو د منځنیو او لېسو ښوونځیو له تدریجي تړل کېدو وروسته او د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو ځنډېدل، په افغانستان کې ډېری نجونې په کور کېښناستې. د دغو نجونو په منځ کې یو شمېر یې د خیاطۍ په زده کړه او یو شمېر نورې یې د کور په کارونو بوختې دي. خو یو شمېر زده کوونکې نجونې د دې لپاره چې د زده کړې ډېوه روښانه وساتي، په خپلو کورونو کې د پټو درسي ټولګیو په رامنځته کولو یې اقدام کړی دی. دغه فعاله نجونې هڅه کوي چې د هیلې ډېوه له زده کړو نه د بې برخه زده کړیالانو په زړونو کې، روښانه وساتل شي.
محبوبې، چې کله د تېر کال د لیندۍ د میاشتې په وروستیو کې د ټولنیزو شبکو له لارې د پوهنتونونو د تړل کېدو خبر واورېد، باور یې نه کاوه چې د نجونو زده کړه به په رښتیا ځنډول شوې وي. نوموړې تیاره شپه په اندېښنو او ابهام سبا کړه او ورځ وروسته یې ځان پوهنتون ته ورساوه څو وپوهېږي چې ایا دا خبر حقیقت لري که نه. کله چې نوموړې د پوهنتون دروازې ته نېږدې شوه، طالبانو د پوهنتون انګړ ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه. هغه ناهیلې کورته ستنه شوه.
دغه زده کړیاله ۸صبح ورځپاڼې ته وايي «په وروستۍ ورځ چې زه پوهنتون ته لاړم، ومې نه شوای کړای پوهنتون ته ننوځم؛ ځکه چې طالبانو اجازه رانه کړه. ځکه چې زه نجلۍ یم او نجونې په افغانستان کې حق نه لري چې زده کړې وکړي. طالبان په ټوله کې له هغو ښځو نه چې لیک لوست کولای شي وېره لري.»
د نجونو د زده کړې ځنډول د زده کوونکو نجونو په زړونو کې هیلې مړې کړې دي. کله چې محبوبه د زده کړو له دوام ناهیلې شوې وه، د کور په یوې څنډه کې یې د راتلونکي په اړه فکر کاوه. ګاونډیانو یې ورته وویل چې د ماشومانو لپاره یې ورته د زده کړې زمینه برابره کړي او دا هغه څه و چې محبوبه یې اړ ایستله څو د نجونو د زده کړې د وام لپاره مبارزه وکړي. نوموړې وايي چې د ګاونډیانو دغه پر حق غوښتنه د دې لامل شوه چې خپل پټ ښوونځی د هغو نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې پاتې شوې دي، رامنځته کړي.
محبوبه په دې اړه وايي: «ډېره ناهیلې وم، فکر مې کاوه چې اوس لپاره به په کور کښېنم. په کور چې کښېنم څه وکړم؟ زه نه شم کولای درس ووایم، لږ تر لږه د ټولنې لپاره یو ګټور کار خو بايد وکړم. په دې فکر کې وم چې ګاونډیانو رانه وغوښتل څو ماشومانو ته یې زده کړه ورکړم. دا زما لپاره یوه انګېزه وه. ځان سره مې وویل دوی حاضر دي چې په دې شرایطو کې دلته خپل ماشومان راولېږي، زه ولې ونه شم کړای.»
محبوبه د نجونو لپاره د دغه پټ ښوونځي په رامنځته کولو کې له خپلې مور نه د اصلي ملاتړ کوونکو په توګه یادونه کوي. کله چې نوموړې پرېکړه کوي نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي، مور یې د هغې له دې کار نه هرکلی کوي او وايي: «زه د دا شان لور په لرلو ویاړ کوم.»
محبوبه زده کړیالو نجونو ته د زده کړې پر مهال
د ناهیلۍ په اوج کې د پټ ښوونځي رامنځته کول د محبوبې په زړه کې نوې هیله پیدا کړې څو خپل ژوند ته دوام ورکړي او د زده کړې ډېوه روښانه وساتي. هغه پوهېږي چې دا کار یې له ګواښ نه ډک دی، خو خپلې لارې ته دوام ورکوي او هره ورځ د مهال وېش له مخې نجونې یې کورته راځي او هغوی ته د بېلابېلو مضمونونو په اړه زده کړه ورکوي. په دې پټ ټولګي کې د بېلابېلو ټولګیو نجونې په بېلابېلو لوړو او ټیټو ونو حضور لري او د روښانه راتلونکي لپاره زده کړې کوي.
دلته یوازې محبوبه نه ده چې له خپل سر سره لوبه کوي او هره ورځ د خپل ځان په قیمت نجونو ته زده کړه ورکوي. زینب (مستعار نوم) یوه بله زده کړیاله ده چې په دې مبارزه کې له محبوبې سره مرسته کوي او له هغې سره ګام په ګام له زده کړو نه د بې برخې شویو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره، مبارزه کوي. زینب هم د کابل پوهنتون زده کړیاله ده چې د هېواد د نورو نجونو په څېر پوهنتون ته له تللو بې برخې شوې ده.
زینب وايي: «کله چې د پوهنتون دروازه وتړل شوه، مونږ پرته د دغه پټ ښوونځي له پرانیستلو بله چاره نه درلوده. دلته د بېلابېلو ټولګیو زده کوونکې راځي او زده کړې کوي.»
هغه کورنۍ چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د طالبانو له پرېکړې سره موافق نه دي، د دې لپاره چې ماشومان یې له زده کړو نه بې برخې پاتې نه شي، خپلې لوڼې دغه درسي ټولګي ته رااستوي. کله چې طالبان افغانستان ته رادننه شول، ارزو د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې وه. طالبانو په یوه فرمان کې نوموړې او د ټولو منځنیو او د نجونو د لېسو د ښوونځیو زده کوونکې د زده کړې له دوام نه بې برخې کړې دي. ارزو ونه درېده او اوس هره ورځ دغه پټ ښوونځي ته راځي او له نورو نجونو سره یو ځای له محبوبې او زینب نه د ښوونځي د مضمونونو په زده کړه بوختې دي. نوموړې وايي: «کله مې چې واورېدل زمونږ پرمخ د ښوونځي دروازه وتړل شوه، فکر مې وکړ چې نور نه شو کولای پرمختګ وکړو او خپله راتلونکې جوړه کړو، خو اوس کولای شو د دغه پټ ښوونځي په مرسته خپلې راتلونکې ته څه نا څه هیلې پیدا کړو.»
په افغانستان کې د پټو ښوونځیو رامنځته کول نوې تجربه نه ده، ښځو د طالبانو د لومړي پړاو حاکمیت د ۷۰ لسیزې په لړ کې هم خپل کورونه د نجونو لپاره په ښوونځیو بدل کړي وو. په هغه وخت کې ښځینه ښوونکو د طالبانو له محدودیتونو سره د مبارزې لپاره، په کابل او نورو ولایتونو کې دا ډول ښوونځي رامنځته کړي وو؛ هغه کار چې د سمندر غوندې لوی زړه غواړي.
نجونې او ښځې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په تدریجي ډول له زده کړو، تحصیل او کار نه منع کړای شوې دي. دا مهال دغو زده کوونکو نجونو بیا مټې رانغښتې دي او د دا ډول پټو ښوونځیو په رامنځته کولو، له زده کړو نه بې برخه شویو نجونو لپاره د پوهې د زده کړو زمینه برابروي څو لږ تر لږه خپل راتلونکي ته هیله منې واوسي. سره له دې چې دا نجونې پوهېږي که طالبان خبر شي، د هغوی پر سر به څه بلا راولي، خو بیا هم خپل دغه کار ته دوام ورکوي.
محبوبه وايي: «ستونزې ډېرې دي،. له ټولو نه مهم امنیت دی. طالبان که چېرې د پټو ټولګیو په اړه خبر شي، مالومه نه ده چې له ښوونکو او هغه څوک چې مرسته کوي، له هغوی سره به څه چلند وکړي، یعنې له فکر کولو نه لیرې خبره ده. پوهېږو چې طالبان دا نه خوښوي څو ښځې پرمختګ وکړي. سره له دې چې وېره مو په زړونو کې شته، خو بیا هم دوام ورکوو.»
دا ټول په داسې حال کې دي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو سره، ټول ښوونځي د ناڅرګند سیاسي وضعیت له امله تر یوې مودې وتړل شول. په داسې حال چې طالبانو وروسته له اوونیو د هلکانو د ښوونځیو فعالیت ته اجازه ورکړه، خو د نجونو د ښوونځیو فعالیت تر امر ثاني پورې وځنډول شو. دغه راز طالبانو د روان لمریز کال مني کې نجونې د لوړو زده کړو له دوام نه هم منع کړې دي. د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکي وايي چې په نېږدې وخت کې به د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي، خو د دغې ژمنې د پلي کېدو لپاره په تېرو نېږدې دوو کلونو کې هېڅ ډول عملي اقدام ترسره نه شو.