افغان دولت او طالبانو ته د امریکا له خوا د سولې انتقالي دولت طرحې له وړاندې کولو وروسته، د دغې طرحې د تعدیل لپاره سلامشورې روانې دي. په حکومت کې ځینې سرچینې وايي چې د امریکا د وړاندیزي طرحې په اړه سلامشورو کې د دولت جوړونې او اوربند د موضوع پر سر اختلاف نشته، خو د انتقالي دولت مسله د بحث وړ ده. ارګ میشتي وايي چې یوازې له وخته مخکې ټاکنو سره موافق دي، خو د انتقالي دولت منلو ته حاضر نه دي. خو سیاستوالانو په اوسني وخت کې د امریکا د طرحې د تعدیل لپاره سلامشورو ته دوام ورکړی دی. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې له کابو ۵۰ غړو ۲۵ یې د امریکا د وړاندیزي طرحې په اړه خپل نظریات وړاندې کړي دي. ټاکل شوې ددې بهیر له بشپړېدو وروسته، یوه کمیټه دا لیدتوګې توحید او د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې په بله ناسته کې یې د وروستۍ پرېکړې لپاره وړاندې کړي. د طرحې د تعدیل په اړه له پرېکړې وروسته به د طالبانو له خوا د طرحې د تعدیل ترڅنګ د استانبول په غونډه کې پرې بحث وشي.
د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو او استانبول د ناستو په درشل کې، د ملي روغې جوړې د عالي شورا ځینې غړي د امریکا د طرحې د تعدیل لپاره د سلامشورو د دوام خبر ورکوي. یوې خبرې سرچینې ۸صبح ته ووېل چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې ناسته چې د کب په ۲۴مه نېټه ترسره شوه دغو بحثونو درې نیم ساعته دوام وکړ. د بحثونو په لړ کې، د ارګ لوري د سولې د انتقالي دولت له منلو سره مخالفت کړی، خو ویلي یې دي چې له وخته مخکې ټاکنو ته حاضر دي. له بلې خوا، ولسمشر غني ته نږدې کسانو جوته کړې چې آن له وخته مخکې ولسمشرۍ ټاکنو تر کېدو پورې به ولسمشر غني خپلې دندې ته دوام ورکوي او په هېڅ ډول شرایطو کې به له دنده ګوښه نه شي.
دا په داسې حال کې دي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړو د تعدیلي طرحې د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. په دې توګه ددغې کمیټې هر یوه غړي د امریکا د وړاندیزي طرحې په اړه خپل نظریات د طرحې په شا لیکلي او د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې یې یوې کمیټې ته وړاندې کړې دي. ددغې کمیټې له ۵۰ غړو کابو ۲۵ یې د امریکا د طرحې په هکله خپلې لیدتوګې بیان او د کب تر ۲۴مې یې اړوندې کمیټې ته سپارلې او ټاکل شوې دا بهیر دوام وکړي. د نظرونو له بیانولو وروسته، د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې جوړه شوې کمیټه به دا نظریات ددغې شورا د مشرتابه کمیټې ناستې ته وړاندې کړي. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې په تصمیم سره به دا طرحه د تعدیلي طرحې په توګه د استانبول په ناسته کې وړاندې شي.
طالبانو هم ویلي چې ددې طرحې په هکله یې سلامشورې روانې دي. په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم د کب په ۲۴مه وویل چې طالبانو ډلې تراوسه ددغې طرحې په اړه تصمیم نه دی نیولی، خو په دې اړه د دوی سلامشورې روانې دي. له بلې خوا، په دولت کې ځینې سرچینې وايي چې د ارزونو له مخې، ښايي طالبان هم ددې طرحې له ځینو برخو سره مخالفت وکړي؛ ځکه په طرحه کې ځینې موردونه د طالبانو له کړنلارې سره اړخ نه لګوي. که څه هم ټاکل شوې وه د استانبول ناسته د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره شي، خو ترکي چارواکو د اپریل په لومړیو کې ددغې غونډې د جوړېدو وخت اعلان کړی دی.
د امریکا د طرحې په اړه له سلامشورو سره په یو وخت، د ملي روغې جوړې د عالي شورا یوه غړي محمد اسماعیل خان د هرات د کب د څلرویشتمې پاڅون په مراسمو کې د وینا پرمهال د سولې د نوې طرحې د برابرولو لپاره د ځینو سیاستوالانو د هڅو خبر ورکړ. داسې ښکاري چې د هغه موخه هم تعدیلي طرحه ده. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې دغه غړی زیاتوي چې ددې طرحې په هکله یې خپل نظر شریک کړی او هیله من دی چې پر ټولو اړخونو یې دقت او بحث وشي چې یوه واقعي طرحه برابره او له هغې د نړيوالې ټولنې، ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په ملاتړ، واقعي سوله ټینګه شي. هغه د افغانستان له سیاستوالانو غواړي دا طرحه په ځیرتیا سره وارزوي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د بندون ماتولو لپاره د سولې یوه داخلي طرحه، د ترکیې د سولې غونډې ته وړاندې شي او د خلکو، سیاستوالو، ګوندونو او د قضیې د ټولو اړخونو د منلو وړ وګرځي.
دغه سیاستوال په دې باور دی چې د زلمي خلیلزاد د سولې طرحه ډېر ښه او مثبت ټکي لري، خو لویې نیوکې هم له ځان سره لري، ځکه د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د ټاکلو څرنګوالی پکې په سمه توګه نه دی بیان شوی چې په دې برخه کې ډېر بحثونه او نیوکې موجودې دي. د هغه په وینا، د جګړې پای ته رسېدل او دایمي اوربند، په مشخص وخت کې د ټاکنو ترسره کېدل، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د بشري حقونو د ارزښتونو خوندیتوب، د زلمي خلیلزاد په وړاندیزي طرحه کې مهم ټکي او وړاندیزونه بلل کېږي. محمد اسماعیل خان په دې باور دی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د قدرت سم نیمايي وېش د خلیلزاد د سولې طرحې اساسي ننګونه ده؛ ځکه چې افغان حکومت یو ګوند نه دی، خو طالبان یو ګوند دی او اسلامي ګوندونه چې په تېرو ۲۶ کلونو کې له طالبانو سره د جګړې اصلي لوری و، په دې طرحه کې یې یادونه نه ده شوې.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې دا غړی خبرداری ورکوي چې د افغانستان د جګړې ښکېل لوري باید دا درک کړي چې د جګړې اصلي لوری مجاهدین دي او که دوی ته بې پامي وشي، د خلیلزاد د سولې طرحه به له ستونزو سره مخامخ شي چې لیرې کول به یې ناشوني وي. د هغه په اند، د یوه ټول ګډونه انتقالي حکومت جوړېدل چې د ټول افغان اولس د منلو وړ وي او په هغې کې د نظام لاس ته راوړنې او جوړښت په پام کې ونیول شي او همداراز له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د سیاسي او مالي ملاتړ دوام، د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم اصول دي او پرته له هغې، به سوله له ننګونو سره مخ شي. دغه پخوانی جهادي قوماندان ټینګار کوي چې سیمه ییزه اجماع او د ملګروملتونو سازمان تر نظر لاندې د سولې مذاکرات د منلو وړ دي، خو په عین حال کې لاس ته راوړنې او د نظام جوړښتونه لکه اجراییه، مقننه او قضاییه قواوې او همداراز ملي پولیس، اردو او ملي امنیت هغه واقعیتونه دي چې باید خوندي پاتې شي.
د اسماعیل خان په باور، په حکومت کې د طالبانو ادغام، یوه لویه پوښتنه ده او د خلیلزاد د سولې په طرحه کې ددې کار د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي. هغه زیاتوي چې وسله وال او بې وسلې طالبان څرنګه په نظام کې مدغم شي او په دې هکله ډېرې پوښتنې موجودې دي چې باید روښانه شي.
دا په داسې حال کې دي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه ځینې غړي، له افغان حکومته غواړي د سولې د مسلې په تړاو لازیات نرمښت وښيي او که د جمهوریت معنا د خلکو پر رایو باور دی، افغانان د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټینګښت غوښتونکي دي چې باید د دوی غوښتنه ومنل شي.
له دې مخکې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د تلیفون له لارې د ترکیې په کوربتوب د افغانستان د سولې مذاکراتو د بل پړاو په هکله خبرې کړې وې. ترکي چارواکو اعلان کړی چې د افغانستان د سولې په اړه ناسته به په اپریل میاشت کې د نوموړي هېواد په کوربتوب په استانبول ښار کې جوړه شي. د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، مولود چاووش اوغلو له ښاغلي اتمر سره په خبرو کې وېلي چې د ترکیې په کوربتوب د سولې غونډه د دوحې ځای ناستې نه ده، بلکې د دوحې د سولې بهیر بشپړوونکې به وي.
دغه تلیفوني خبرې د کب په ۲۳مه نېټه شوې دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وېلي چې ګډون کوونکو لوریو د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او دا هېواد همداراز د افغانستان، ایران او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره چمتو دی. حنیف اتمر د افغانستان د سولې خبرو د بل پړاو د کوربتوب لپاره د ترکیې له هڅو هرکلی کړی او دا هېواد یې د باور وړ کوربه بللی دی. له بلې خوا، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو له محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې د مسکو او استانبول په غونډو او همداراز د ملګروملتونو سازمان په کوربتوب د اغېزناکو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې د خپل هېواد د فعال ګډون په اړه ډاډ ورکړی دی.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د روسیې او ترکیې په کوربتوب د افغانستان د سولې په اړه دوې ناستې ترسره شي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د ټینګښت لپاره د وړاندیزي طرحو په هکله بحثونه تادوه شوي دي. امریکا په دې وروستیو کې افغان حکومت، طالبانو او یو شمېر سیاستوالانو ته یوه طرحه سپارلې چې په هغې کې د انتقالي دولت د جوړېدو د لارې نقشه وړاندې شوې ده. په دغه لس مخیزه طرحه کې، د سولې د انتقالي دولت په نوم دولت د جوړېدو لپاره څو احتمالي سناریوګانې اټکل شوې دي. ددې طرحې له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د سولې د انتقالي دولت په نوم نوی سیاسي جوړښت رامنځته شي چې درې خپلواکې او مساوي اجراییه، مقننه او قضایيه قوې به ولري. ددغه سند پربنسټ یوه د اسلامي فقې عالي شورا او د اساسي قانون د تعدیل یو کمېسیون به هم جوړ شي.