۸صبح، کابل: پاکستاني رسنۍ وایي: «په تېرو ۸ میاشتو کې، افغانستان ته ددغه هېواد صادرات، ۳۲ سلنه ډېر شوي دي.»
(دی نیشن) د یکشنبې په شپه، (کب ۲۱ مه) راپور ورکړ، چې دغه شمیرې، د ۲۰۲۲ کال له جولای څخه تر ۲۰۲۳ کال پېلیدو پورې، افغانستان ته د پاکستان صادرات تر پوښښ لاندې راولي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تېر کال د پاکستان صادرات ۵۰۰ میلیونه ډالره وو، خو اوس دغه اندازه ۶۵۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
ددغه راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه، د پاکستان واردات هم ۲۴ سلنه زیات شوي دي.
ویل کېږي، چې له افغانستان څخه د پاکستان واردات، تېر کال له ۵۴۴.۱۷ میلیون ډالرو څخه ۶۷۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
ټراکټورونه، موټرسایکلونه، د اوبو ضد پرزې، ټوکر، درمل، ربړین محصولات، وريجې، سمنټ او برېښنايي تولیدات، افغانستان ته پاکستان صادراتي توکي دي.
د تورخم او سپینبولدک په لارو کې، له تېرو ۸ میاشتو راهیسې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې رامنځته کېږي، چې د دواړو غاړو سوداګریزو کاروانونو ته یې، زیانونه اړولي دي.