د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ښايي تر ۲۰۵۰ کال پورې د سرطاني ناروغیو په کچه کې ۷۷ سلنه ډېروالی راشي.
دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان پورې اړوند د سرطان د څېړنو نړیوال اژانس یکشنبه د فبرروۍ پر ۴مه «د سرطان ناروغۍ د نړیوالې ورځې» په مناسبت کړې ده.
یاد سازمان زیاته کړې، اټکل کېږي د تشخیص شویو سرطاني ناروغیو کچه په راتلونکو درېیو لسیزو کې ۳۵ میلیونه کسانو پورې ورسېږي چې په تېر کال کې د ۲۰ میلیونه ثبت شویو پرتله، پام وړ وده ښيي.
دغه بنسټ ویلي، د سږو سرطان په نړۍ کې ترټولو عام ډول دی چې په 2022 کال کې یې 2.5 میلیونه د اخته کيدو قضیې او 1.8 میلیونه مړینې درلودې.
د دغه سازمان په خبره، د سږو له سرطان وروسته د سینو، لویو کولمو، پروستات او معدې سرطانونه ډېر رایج دي.
د یادونې وړ ده چې د یوې نوې څېړنې پربنسټ، د هغو خلکو په شمېر کې چې له سرطان ناروغۍ ژوندي پاتې شوي، د ښه والي کچه پکې پام وړ کمه شوې ده.
ډېر شمېر افغانان هم د دغې ناروغۍ له کبله ژوند بایلي.