د افعانستان په ګاونډ کې ایران، یو له هغو هېوادونو دی چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته له دغې ډلې سره یې پر تعامل ټینګار کړی او تر دا مهاله د دغه هېواد اړیکې له دغې ډلې سره د تعامل له مخې دي. دا په داسې حال کې ده چې څو وارې د ایراني پوله ساتونکو او د طالبانو پوله ساتونکو ترمنځ پوځي نښتې وشوې او د دغو نښتو پیلونکي هم ډېری طالبان وو؛ خو ایراني لوري په ډېر مهارت ګام ایښی او ویلي دي چې د پولو پر سر نښتې باید د دې هېواد اړیکې له طالبانو سره ترینګلې نه کړي. دغه ټکی د دې ښکارندویي کوي چې ایراني لوری د طالبانو لوري ته پر پرتله د «تعامل» اصل ساتلو ته ډېر لېواله دی. ایران په داسې حال کې له طالبانو سره د تعامل په سیاست ټینګار کوي چې طالبانو د ایران هېڅ یوه غوښتنه نه ده پلي کړې؛ نه یې ټول ګډونه حکومت جوړ کړ او نه هم د حقابې په برخه کې د ایران غوښتنو ته یې ځواب ویلی دی. په دې ورځو کې بیا له طالبانو سره د ایران له تاوده تعامل نه خبره کېږي. د طالبانو استازي ته په تهران کې د افغانستان د سفارت د مسوولیت سپارل، له طالبانو سره د ایران له تاوده تعامل نه پرده لیرې کوي او ډېرې پوښتنې رامنځته کوي؛ له هغې ډلې دا چې د طالبانو استازي ته د سفارت د مسوولیت سپارل ایران ته څه ګټه رسوي؟ ایا د ایران له لوري له طالبانو سره د تعامل سیاست به دایمي وي یا لنډمهاله؟ ایا د تعامل د سیاست دوام به د ایران له لوري د طالبانو د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو لامل شي یا نه؟ زما په اند، ایران د هغو مجبوریتونو چې ورسره لاس او ګرېوان دی، له طالبانو سره د تعامل له مخې مخته ځي، نه د لېوالتیا له مخې. لاندې دغه مجبوریتونو ته کتنه شوې ده:
۱- له غربي، عربي هېوادونو او قفقاز حوزې سره ناندرۍ
د ایران یو له مجبوریتونو دا دی چې د څو جبهو ترمنځ واقع شوی له ډلې یې د غربي او عربې هېوادونو او په منځني ختیځ او قفقاز حوزه کې د دغو هېوادونو د متحدینو پر وړاندې. په ایران کې له اعتراضونو مخکې، له امریکا سره د دې هېواد اړیکه مخ پر ښه کېدو وه؛ خو د اعتراضونو له پیل وروسته د ایران او امریکا تر منځ د خبرواترو دروازه وتړل شوه او د دغه هېواد پر وړاندې ګواښونه زیات شول. د اروپايي ټولنې هېوادونو چې تر پرون پورې یې د امریکا او ایران تر منځ د منځګړیتوب رول لوباوه، ایران کې د اعتراضونو له پیلېدو وروسته، نه یوازې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي لپاره یې هڅې ونه کړې، بلکې په دې برخه کې یې هر ډول هڅې وغندلې. له ایران نه د اروپايي اتحادیې مخ اړونه، د دې لامل شوه چې د جام بر جام مات شي او له ایران سره د خبرو لپاره مساعدې زمینې له منځه ولاړې شي. عرب سني هېوادونه د ایران د غوږ تر څنګ ارامه ناست او شپه او ورځې خروپوف کوي او د ایران ارامه خوب هم ورګډوډوي. د دغو هېوادونو په منځني ختیځ کې هڅه د خپل نفوس په زیاتوالي او په دې سیمه کې د ایران د نفوس کم والي پورې تړلې ده چې حاضر شرایط د دغه امر د پلي کېدو لپاره مساعد بولي. دغه راز اسراییل، د ایران نه پخلاکېدونکی سیال، هر شېبه دغه هېواد په لوري وردرومي او هڅه کوي څو د ایران او غربي نړۍ تر منځ د خبرواترو د بیا پیلېدو پر وړاندې خنډ وګرځي. د قفقاز حوزه هم ایران لپاره له ګواښه تشه نه ده. ترکیه او اذربایجان هره ورځ هڅې کوي چې له اسراییل سره خپلې اړیکې پراخې او د ایران لپاره فضا تنګه کړي. دغه راز له سني عربو هېوادونو سره د چین تودې اړیکې هم، ایران اندېښمن کړی دی. جمع بندي یې دا ده چې ایران په دې ورځو کې په دریېو ځواکمنو جبهو کې نښتی دی: غربي او عربي هېوادونه او د قفقاز حوزه. اوس د ایران له لوري په ګاونډ کې د طالبانو پر وړاندې د نوې جبهې پرانېستل نه ممکنه ده او نه هم د منلو وړ ده.
۲- له طالبانو سره د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو تعامل
واک ته د طالبانو له بیا ځلې راتګ وروسته، هېڅ هېواد نه د سیمې په کچه او نه هم د نړۍ په کچه، د طالبانو پر وړاندې د وسلوالو نښتو د اړتیا لپاره خبرې کړي او هېڅ یوه د طالبانو پر وړاندې د وسلوال مقاومت لپاره حتی لفظي ملاتړ نه دی کړی. برعکس، ټول هېوادونه تر دامهاله په یوه ټکي سره توافق لري او هغه له طالبانو سره تعامل دی. پاکستان، ترکیه، روسیه، چین او اوزبیکستان هغه هېوادونه دي چې نه یوازې له طالبانو سره د تعامل په اړتیا خبرې کوي چې د افغانستان سفارتونه یې هم د طالبانو استازو ته سپارلي دي. سني عرب هېوادونه، په ځانګړي ډول قطر او عرب متحده اماراتو هم له طالبانو سره یې خپل تود تعامل ساتلی او د هغو د دوام لپاره هوډمن دي. امریکا او اروپايي اتحادیې هم څو وارې اعلان کړی چې د طالبانو لپاره بدیل نه شته او دا ډله له شته ماهیت او شکل سره باید ومنل شي او د تعامل له مسیر نه نباید ووځو. اوس که ایران په یوازې توګه له طالبانو سره له تعامل نه په تېښته شي، دا تېښته نه طالبان کمزوري کوي او نه هم د طالبانو مخالفین ځواکمن کوي. په دې حالت کې له طالبانو سره د ایران له تعامل نه تېښته که ممکنه وي، د منلو نه ده.
۳- د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې مقاومت
د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې د طالبانو درېدل، د ایران او د طالبانو تر منځ د یو بل منلو زمینه یې نوره هم پیاوړې کړې ده. طالبانو تر دا مهاله د امریکا او د هغه د متحدینو هېڅ یوه غوښتنه نه ده ترسره کړې. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو سره به د دغې ډلې له لوري د امریکا او د هغه متحدینو د غوښتنو پلي کېدو ته زمینه برابره شي. هغه غوښتنې چې امریکا او متحدین یې د طالبانو له لوري د پلي کېدو انتظار لري، دقیقا هماغه غوښتنې دي چې ایران د هغو په پلي کېدو مکلف بولي. د بشر او د ښځو حقونو ته درناوی…. هغه مهم مطالبات دي چې امریکا او متحدین یې طالبان ایران د هغو په نقض تورنوي. امریکا د ایران نړۍوال سیال بلل کېږي او روښانه ده هره ډله یا هېواد چې د امریکا غوښتنو ته تسلیم نه شي، د ایران د لېوالتیا وړ ګرځي. دغه راز په منځني ختیځ کې د ایران ځواکمن سیال عربستان، په افغانستان کې یې خپل سفارت وتړه او لاړ. هر څومره چې د افغانستان فضا د ایران د سیالانو له حضور نه تشه شي، په هماغه کچه ایران، طالبان خوښوي او له دې ډلې سره د تعامل د سیاست دوام غوره لار بولي.
۴- په پولو کې د داعش د نفوذ ګواښ
ایران په افغانستان کې د داعش د ډلې له حضور او نفوذ نه سخت اندېښمن دی. نه یوازې ایران چې د سیمې ډیری هېوادونه، په افغانستان کې د داعش شتون مني او طالبان د هغوی د له منځه وړلو لپاره هڅوي. ایران طالبان د داعش نه پخلاکېدونکي دښمن بولي او په دې باور ده چې یوازې هغه ډله چې په افغانستان کې داعش ماتولی شي، طالبان دي. د طالبانو له لوري د داعش ماتول شرط داده چې ایران له دې ډلې سره د تعامل په لاره کې ګام واخلي، نه د تقابل په لاره کې. ایران هممهاله نه شي کولای چې هم د داعش دښمن وي او هم د داعش د دښمن دښمن. نو له همدې امله ایران د هماغه مشهورې خبرې پر بنسټ: زما د دښمن دښمن، زما دوست دی، عمل کوي. په هره کچه چې په افغانستان کې د داعش د شتون ګواښ لاپسې څرګندېږي، په هماغه کچه ایران ځان له طالبانو سره په تودو اړیکو اړ بولي. ښکاره ده کله چې داعش په افغانستان کې شتون ولري او د ایران اړیکه هم له طالبانو سره ښه نه وي، د داعش له لوري د ایران لپاره د سردرد جووړل د طالبانو لپاره خواشینونکی نه دی.
۵- د طالبانو پوځي ځواک
له طالبانو سره د تقابل په لاره کې ګام ایښودل هم ساده امر نه دی؛ ځکه طالبان، د ۲۰۰۱ کال مخکې طالبان نه دي. نني طالبان، په امریکايي پوځي تجهیزاتو او وسایطو سمبال دي او له دې ډلې سره نښته هم ډېر ځواک ته اړتیا لري. که چېرې کوم هېواد له طالبانو سره د نښتې یا مخامخ کېدلو نیت ولري، دغه ټکی به هېڅکله له پام نه ونه غورځوي چې دا ډله په امریکايي جګړه ییزو ابزارونو او توکو سمباله ده.
نه یوازې ایران چې د سیمې ډیری هېوادونه، له ډلې روسیه او چین، د طالبانو لاسته ورغلو له امریکايي جګړه ییز تجهیزاتو نه اندېښمن دي. په امریکايي جګړه ییز ادواتو د طالبانو سمبال کېدل په دې مفهوم نه دی چې د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاوندي دغې ډلې ته د تعظیم سر کښته کړي یا هم یادې ډلې ته باج ورکړي؛ خو له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د پولې پر سر نښتې له ډلې ایران سره، وښودله چې دا هېوادونه له طالبانو سره د وسلوالو نښتو په ترڅ کې هڅه کوي چې له خپل ځانه عکس العمل ښکاره نه کړي او ځیني وختونه د طالبانو ګواښ جدي ونه نیسي.
۶- له طالبانو سره د مخامخ کېدو حساسیت
که چېرې ایران وغواړي چې له طالبانو سره له تعامل نه وتښتي او د تقابل یا مخامخ کېدو لاره غوره کړي، دا د ایران لپاره له خطره ډکه ده او ممکن ایران له طالبانو سره په یوې لویې جګړه کې بوخت شي. ایران د اسلام په نړۍ کې خپل ځان د شیعیانو د حقونو مدافع ګڼي. هر چېرې چې د شیعیانو حقونه له خطر سره مخ شي، ایران د هغو د دفاع لپاره ډګر ته راووځي. د دغې خبرې د اثبات لپاره کافي ده چې په منځني ختیځ کې د ایران سیاست ته کتنه وشي. په منځني ختیځ کې د ایران سیاست په شیعه منلو پورې تړاو لري. په سوریه، عراق، یمن او لبنان کې د ایران نښته کولای شي دغه ادعا په ښه ډول په اثبات ورسوي. طالبان هم د یوې ایډيولوژیکې ډلې په توګه بلل کېږي چې له مشره تر کشره ټول سنیان دي.دغه راز د شیعیانو پر وړاندې د طالبانو حساسیت له لمر نه هم روښانه دی. اوس، که چېرې ایران له طالبانو سره په تقابل کې راشي، د دغې کړنې دوام به ممکن ایران له طالبان سره په جګړه کې واچوي چې مذهبي ماهیت به ولري او د دواړو لوریو لپاره به له خطره ډکه وي. په سیمه او له سیمې ورهاخوا د ایران سیالان، له ډلې یې عربستان او امریکا، به ارامه کښېني او له طالبانو نه به د دفاع په موخه راپورته شي. له پورته یادښتونو نه داسې جوتېږي چې ایران له طالبانو سره د تقابل یا مخامخ کېدو له پایلو وېره لري او دا د هغې جګړې لپاره پیل بولي چې مذهبي ماهیت به ولري. که مو هېر شوي نه وي، طالبانو په ۱۳۷۷ لمریزکال د خپل لومړي پړاو د حاکمیت په ترڅ کې د ایران یو شمېر ډیپلوماټان ووژل. داسې ویل کېدل چې ایران به له طالبانو سره د وسلوالې جګړې ډګر ته ننوځي، خو ومو لیدل چې داسې ونه شول. البته ایران په بل ډول د طالبانو له وسله والو مخالفینو ملاتړ وکړ. له ټولو نه مهم لامل چې ایران یې د طالبانو له ډلې سره له جګړې کولو لیرې وساته، دا وه چې دا جګړه به په یوې مذهبي جګړې واوړي او عربستان او امریکا او د ایران نور سیالان له طالبانو نه د ملاتړ په موخه د جګړې ډګر ته ورودانګې. له همدې امله ایران له زغم نه کار واخیست او د طالبانو د له منځه وړلو لپاره یې له یوې بلې لارې کار واخیست.
جمع بندي
وویل شول چې ایران له ډېرو لویو مجبوریتونو سره مخ دی او دغه مجبوریتونه د ایران لپاره له طالبانو سره تعامل په یوه نه تښتېدونکي امر بدل کړی دی. که ایران دغه مجبوریتونه نه درلودی، ممکنه نه وه چې ایران او طالبان دومره نېږدې اړیکې ولري. د ایران مجبوریتونه مو په شپږو برخو ووېشل: ۱- ایران په منځني ختیځ کې د غرب او د قفقاز حوزې له دریېو لویو جبهو سره په نښته کې دی چې په ګاوند کې د طالبانو پر وړاندې د نوې جبهې پرانیستل د ایران لپاره مناسبه نه ده؛ ۲- اشاره وشوه چې ډېری ګاونډي، سیمې او د سیمې ورهاخوا هېوادونه له طالبانو سره د تعامل سیاست غوره کړی او د دغه سیاست پر دوام ټینګار لري او ایران که په یوازې ډول له طالبانو سره د تعامل له مسیر نه ووځي، نه طالبان کمزوري او نه د طالبانو مخالفې ډلې پیاوړې کولای شي؛ ۳- د امریکا او د هغه د متحدینو د غوښتنو پر وړاندې د طالبان دریځ، د ایران او طالبانو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل شوي او دا امر د دواړو لوریو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابروي؛ ۴ـ په افغانستان کې د داعش شتون ایران اندېښمن کړی دی او ایران فکر کوي چې د طالبانو له لوري د داعش د له منځه وړلو لپاره له دې ډلې سره د تقابل پر ځای د تعامل سیاست د دوام ساتل یې په ګټه دی؛ ۵ـ طالبان په امریکايي تجهیزاتو سمبال دي او له دې ډلې سره نښته، ویجاړونکې پایلې لري له همدې امله، ګاونډي او د سیمې هېوادونه له احتیاط نه کار اخلي څو له طالبانو سره جګړه ونه کړي، او نه هم هغوی ته باج ورکړي؛ ۶ـ که بیا هم ایران له طالبانو سره د تعامل له جادې نه بهر ووځي، او د تقابل کړنلاره غوره کړي، د مخامخ کېدو کړنلاره کېدای شي ایران له طالبانو سره په جګړه واچوي چې دغه نښته به پرته له ګمان نه مذهبي ماهیت ولري او دا کړنه به دواړو لوریو ته بدبختي وزېږوي.