هرات لپاره د ایران وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه شوې ده

۸صبح، هرات: هرات ولایت کې د برېښنا ریاست په ژمي موسم کې د دغه ولایت لپاره د ایران د وارداتي برېښنا د ۶۰ سلنه کموالی خبر ورکړی دی.
هرات کې برېښنا ریاست دوشنبه شپه د مرغومي پر نولسمه نېټه هرات کې په یوه اطلاعیه کې ویلي، چې د دغه ولایت لپاره د ایران وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه شوې ده.
هرات کې برېښنا ریاست په داسې حال کې د ایران د وارداتي برېښنا د کموالي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د اوسېدونکي په وینا هرات لپاره د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم له ستونزې سره مخ شوې ده.
د هرات ښار د شپږمې ناحیې یو اوسېدونکي، چې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا کار اخلي وایي، چې هغوی د سهار له ۵:۰۰ بجو د ورځې تر ناوخته برېښنا نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ میاشتې په نیمایي کې د وارداتي برېښنا د ستنو د نړېدو له امله، د هرات اوسېدونکي د برېښنا له انرژۍ بېبرخې وو.