که څه هم په افغانستان کې د واکسين، په ځانګړي ډول د پوليو واکسين په برخه کې ميليونونه افغانۍ لګښتونه کېږي او زرګونه کسان په دې بوخت دي چې افغان ماشومانو ته واکسين ورسوي.
د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې ميشتې کورنۍ وايي چې ماشومان یې د واکسين، په ځانګړي توګه د پوليو له واکسين څخه بې برخې دي چې له کبله يې دوی د خپلو ماشومانو راتلونکي روغتيا ته اندېښمن دي.
د ارزګان ولايت د ليرې پرتو سيمو اوسيدونکي شکايت کوي چې ماشومانو ته یې واکسين نه رسېږي چې له کبله يې دوی د خپلو ماشومان راتلونکي ته اندېښمن دي.
د دغه ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د دوی سيمو ته اکثره وخت د واکسين رضاکاره ټيمونه نه ورځې چې له کبله يې د دوی ماشومان له واکسين څخه بې برخې پاتې کېږي.
د دغې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي محمدولي وويل چې که یې ماشومانو ته واکسين ونه شي، وېره لري څو په سيمه کې به د پوليو پېښې رامنځته شي.
هغه وايي د دوی په سيمه کې روغتیايي خدمتونه او همداراز په روغتيايي برخه کې د عامه پوهاوي کچه د نورو سيمو په پرتله کښته ده چې دوی د ويروسونو خپرېدو لپاره زياته وېره لري.
هغه له ۸صبح سره په خبرو کې وویل:«زموږ سيمو ته په اکثره وخت واکسيناتوران نه راځي، په سيمه کې روغتيايي خدمتونه هم کم دي، خلک عامه پوهاوی نه لري، که د پوليو او يا د بل هر مرض ویروس راشي د ټولې سیمې ماشومان به پرې اخته شي، له مسوولو ادارو مو هیله ده چې سيمي ته واکسیناتوران راولېږي.»
ورته مهال د ارزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي هم د ورته څرګندونو په کولو سره وايي چې په سيمه کې ماشومان له واکسين څخه بې برخې دي.
هغوی پر طالبانو او د واکسين په برخه کې پر فعاله سازمانونو سختې نيوکې کوي چې د دوی ماشومانو ته د واکسين په رسونه کې پاتې راغلي دي.
د چهارچينو ولسوالۍ يوه اوسيدونکي وليمحمد وويل د دوی په ماشومانو ته د واکسين پر رسونې ميليونونه افغانۍ لګښت راځي خو په وینا يې چې لا يې هم ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي.
نوموړی وايي، په سيمه کې اوس خلک د واکسين په ارزښت پوه شوي دي او ټول خلک غواړي چې ماشومانو ته يې واکسين ورکړل شي.
دی زیاتوي:«پر واکسين دومره زياتې پيسې لګښتونه کيږي؛ خو بیا هم زموږ سيمه له واکسين څخه پاته کېږي، موږ ته يې لامل نه دی معلوم چې ولې مو ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي، کنې زموږ د سیمې ټول خلک واکسين ته خوشحاله دي او ټول پوهيږي چې واکسين څومره ګټور شی څیز دی، موږ غوښتنه کوو چې ماشومانو ته مو واکسين ورکړل شي.»
د ۸صبح د معلوماتو پر بنسټ په ارزګان ولايت کې دمګړۍ ۲۴۰ زره ماشومان شته چې د پوليو په هره دوره کې باید واکسين شي.
په دغه ولايت کې واکسين برخې مسوول ډاکټر محمد همکار وايي چې اوس مهال د دوی د واکسين په هره دوره کې د ۲۴۰ زره ماشومانو له جملې ۲۱۵ زره ته یې واکسين رسوي.
نوموړی وايي، هغه ماشومان چې د دوی د واکسين له پروګرامونو څخه پاتې کېږي لامل يې په سيمو کې د عامه پوهاوي، په کورونو کې د ماشومانو نشتوالی او نور لاملونه دي.
دی وايي: «موږ په ټول ولايت کې له ۲۱۵ زره څخه نیولي تر ۲۲۰ زره پوري ماشومانو ته واکسين رسوو او پاته ماشومان چې شمېر يې ۲۰ زره يا ۲۵ زره کېږي، د بېلابېلو لاملونو له کبله له واکسين څخه پاتې کېږي، موږ به په راتلونکو کمپاينونو کې ورته خامخا رسيدنه کوو.»
په ارزګان ولايت کې داسې مهال خلک د واکسين غوښتنه کوي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د پوليو ۶ پېښې په او دوه محيطي پېښې په کندهار او زابل ولايتونو کې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان په ټوله نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې لاهم پولیو ناروغۍ پهکې په بشړه توګه له منځه نه ده تللې او تېر کال په ننګرهار کې تازه د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې.
د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یوه ساري ناروغي ده چې د ماشوم عصبي سیستم ته زیان رسوي او د فلج کېدو لامل یې کېږي. دا ناروغۍ د خوړو، چټلو اوبو څښلو او روانو اوبو کې پر پولیو د اخته ماشومانو لامبو وهلو له لارې نورو ته خپرېږي.
د افغانستان ماشومانو ته د واکسين رسونې مالي ملاتړ تر ډېره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف او روغتيا د نړۍوال سازمان (WHO) له خوا ترسره کېږي.
د ارزګان ولايت تر څنګ د افغانستان په ګڼو نورو ولايتونو کې هم وخت ناوخته کورنۍ شکايتونه کوي چې د دوی ماشومانو ته پر وخت واکسين نه رسېږي.





